جمعه, مې 17, 2024
Home+د ناخوښۍ دوه لاملونه او وړاندیزونه|فريد قربان

د ناخوښۍ دوه لاملونه او وړاندیزونه|فريد قربان

د شلمې پېړۍ ستر فیلسوف او عالم برټرینډ رسل په خپل کتاب (د خوښۍ راز) کې د نا خوښۍ او خفګان دوه لوی لاملونه یاد کړي دي. یو لامل له ټولنیز ژوند سره اړه لري او دویم د یو انسان له شخصي نفسیاتو را پورته شوی بولي.

دا چې انساني نفسیات هم ډېر کله د ټولنیز ژوند او کړنو پایله وي، نو د رسل لومړی وړاندیز دادی چې د انسانانو د خوشالۍ او هوساینې لپاره باید په ټولنیز نظام کې بدلونونه راشي. دې موخې ته د رسیدو لپاره باید ټولنیز ارزښتونه، باورونه، انساني چلندونه او په ټوله کې کلتور و ارزول شي او د انسان د خوښیو د ابزارو په اړه ژور غور وشي.

انسانانو ته بویه چې په ټولنیز ژوند کې یو له بل سره د اوسیدو چل زده کړي.

د شریک ژوند اړتیا او غوښتنه داده، څو یو له بل سره همکاري زیاته شي او یو انسان د بل انسان د خېر لپاره کار وکړي.

د ټولنې هر وګړی باید په شعوري توګه دا ومني چې د هوسا ژوند لپاره له خپل همنوع (انسان) سره له تعامل او تقابل پرته بله چاره نلري.

د شخصي نفسیاتو په برخه کې د خوښ اوسیدو لپاره د رسل تجویز دادی، چې موږ باید له خپلې باطني نړۍ څخه را بهر شو او په بهر نړۍ تمرکز ډېر کړو.

خپلو کمیو ته پام، ځان ټیټ ګڼل، د ګناه ځپونکی احساس، خیال پلوونه او د خپلې بدمرغۍ سوچ انسان ورځ تر بلې لا ډېر خپګان ته ور نېږدې کوي.

 د رسل په اند ”په باندنۍ هره خبره او چاره کې دلچسپي او زړه لګیدنه تاسو د عمل ډګر ته بولي، تر هغه وخته چې دا زړه لګېدنه په تاسو کې وي له خپګانه مو لرې ساتي…“ موږ چې هر څومره ډېر په ځان کې ورکیږو، په همدې تناسب له بهرني چاپېریال څخه لرې کیږو.

له بهر نړۍ بېزاري انسان له کار او عمل را ګرځوي او برعکس یې د خیالونو او سوچونو دنیا ته ور ټېل وهي. هغه څه چې موږ ته له خپګان او زړه تنګۍ پرته بل څه نشي را کولی.

 د خوښۍ لپاره په ځان کې د ورکیدو پر ځای اړینه ده چې په هغو چارو کې ورک شو چې موخو ته د رسیدو لپاره یې کوو. د رسل په وينا: ”راهب هم تر هغه وخته نشي خوشالېدلی، چې د کلیسا په کارونو کې داسې ورک نشي، چې خپل ځان هېر کړي“.

انسان په دوه حالتونو کې په ځان کې ورکیږي: یو دا چې ځان ډېر ملامت او ټیټ ورته ښکاره شي او دویم دا چې په ځان له حده زیات مین شي.

خوښۍ ته د رسیدو او په بهرنۍ نړۍ او چارو کې د ورکیدو لپاره وړاندیز دادی چې د یو انسان د خاطر نازکه ملا نه باید د ملامتۍ د درنه بار لاندې ماته شي او نه هم باید د نرګیسیت، بېځانه خودپرستۍ او ځان خوښونې په ځنګل کې ورک شي.

د رسل په خبره: ”هغه بدمرغه خلک چې یوازې ځان پېژني او ځان خوښي دي یوازې هغه وخت خوشالېدی شي، چې خپل ژوند د خارجي نړۍ له دسپلین سره اشنا کړي“.

له دې خبرو ښکاري چې یوازې په بهرنۍ نړۍ کې نا منظم او بې مانا ورکیدل هم د خوښۍ لپاره کافي نه دي، بلکې پکار داده چې موږ د یو منظم پلان له مخې د طبیعت له قوانینو او ډسپلین سره ځانونه عیار کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب