جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترکمنستان په لومړي ځل د کندهار له لارې پاکستان ته د ګازو...

ترکمنستان په لومړي ځل د کندهار له لارې پاکستان ته د ګازو صادرات پيل کړل

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ ) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې ترکمنستان په لومړي ځل د کندهار ولایت له لارې پاکستان ته د خپلو ګازو صادرات پيل کړل.

د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ولایتي ادارې د یادې خونې د رئيس محمد یونس مهمند له خولې لیکلي، چې په لومړي پړاو کې به د ترکمنستان ۵۰ موټره ګاز پاکستان ته واستول شي.

سرچینې د یادو موټروعکسونه هم خپاره کړي، خو نور جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.

د طالبانو پر رژیم یوه نیوکه دا ده، چې په اقتصادي برخه کې یې افغانستان د پاکستان لپاره ارزانه او اسانه ټرانزیتي مرکز ګرځولی.

مخکې دغه هېواد په اسانه او د شرایطو له پلي كولو پرته نه شو کولای د افغانستان له لارې اسانه ترانزیتي استفاده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...