شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې تېرکال ۸۷ زره افغانانو ته پناه ورکړې

اروپايي ټولنې تېرکال ۸۷ زره افغانانو ته پناه ورکړې

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ ) د اروپایي ټولنې سرچینې وایي، چې په ۲۰۲۲ م کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادوکې تر ۳۸۴ زرو ډېر پناه غوښتونکي منل شوي او يا يې خونديتوب ترلاسه کړی دی، چې دا د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زياتوالي ښيي.

د اروپايي ټولنې د احصايې دفتر د ۲۰۲۲ م کال لپاره د پناه غوښتنې شمېرې خپرې کړې، چې ښيي په دې ټولنه کې د منل شويو پناه غوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوي دي.

 د اروپايي ټولنې د احصايې د دفتر په وينا، په ۲۰۲۲ م کال کې ۳۸۴ زره او ۲۴۵ پناه غوښتونکي ومنل شوي، چې ۴۴ سلنه يې د جينوا کنوانسيون پر بنسټ د مهاجرينو په توګه پېژندل شوي، ۳۱ سلنه خلکو لنډ مهاله يا ضمني خونديتوب ترلاسه کړی، او ۲۵ سلنه نورو د بشري حقونو خونديتوب ترلاسه کړی دی.

تېر کال ډېر منل شوي کډوال د سوريې وو، چې ټولټال ۲۹ سلنه جوړوي. پروسږ کال په اروپايي ټولنه کې د منل شويو افغان کډوالو شمېر ۸۷ زره ۵۳۹ تنه و ،چې د ټولو منل شويو کډوالو ۲۳ سلنه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې سلګونه زره نور افغان پناه غوښتونکي د افغانستان خاوره کې دننه، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو کې ایسار دي او د طالبانو له رژیم څخه د خوندي کیدو هڅې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي څه موده مخکې ادعا کړې وه، چې هیڅوک د دوی له لاسه هېواد پریښودو ته نه دی اړ وتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب