Homeخبرونهپاکستان څه باند ۵۰ افغان بندیان خوشې کړل

پاکستان څه باند ۵۰ افغان بندیان خوشې کړل

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ ) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان له خپلو زندانونو ۵۶ افغان بندیان خوشې کړي.

د یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه افغانان د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندیان وو.

طالبانو ویلي، چې دغه بندیان په پاکستان کې د دوی تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت په هڅو خوشې او هېواد ته ستانه شوي.

 سرچینې د بندي شویو افغانانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

له پاکستان څخه په وروستیو کې بیا د افغان پناه غوښتونکو د نیول کیدو او شکنجو خبرونه زیات شوي.

د طالبانو رژیم تل وایي، چې د دغه هېواد له زندانونو د افغان بندیانو د خلاصون هڅې کوي.

اخوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو ډېر ځله د یادو افغان بندیانو د خلاصون لپاره د هڅو خبر ورکړی.

افغان فعالان بیا وایي، چې طالبان باید د افراطي رژیم له اصلاح سره پاکستان ته د افغانانو د نه مجبوریت زمینه برابره کړي او هم پاکستاني چارواکو سره وغږیږي، چې افغان پناه غوښتونکي بندیان او شکنجه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...