سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د نړيوالو کيسو کیسې

د نړيوالو کيسو کیسې

ليکوال: ايمل پسرلی

لنډيز: نبي الرحمن ارمان

لنډې کیسې اکثره لوستونکي په دې خوښوي چې کرکټر، پلاټ،سبک طرز يې تغير کوي. ځينې وخت پکې يو څوک شهزاده، داړه‌مار او يا هم د پخه عمر کس پیژندل کېږي او بېلابېل رولونه پکې ترسره کوي. لنډې کیسې لوستونکي ته د انتقادي تفکر، ذهني پياوړتيا،احساسي‌ځيرکتيا…او نورو برخو کې پياوړتيا ورکوي. د لنډو کيسو لوستل لوستونکي ته يو تصوري محيط رامنځته کوي او لوستونکي ته د ځان جوړونې فرصتونه په لاس کې ورکوي.
په پښتو ژبه کې له ښه مرغه ډېر لیکوالان لرو چې لنډې کيسې ليکې. له ډلې يې‌ يو هم ايمل پسرلی دی. ايمل پسرلی په کيسه ليکنه کې هغه لیکوال دی چې د هېچا د صفت محتاجه نه دی. او د کيسې ليکنې سربېره پر کيسه ډېره ښه کره‌کتنه هم کوي. د نړيوالو کيسو کيسې کتاب چې سروش خپرندويه ټولنې چاپ کړی پر نړيوالو کيسو يې د کره‌کتنې آثر دی.
د نړيوالو کيسو کيسې کتاب مو د بېلابېلو هېوادونو له داستان سره آشنا کوي. په دې کتاب کې ټولې د نولسمې او شلمې پېړۍ کيسې راغلي دي چې شمېر يې شپږويشت کيسو ته رسېږي، چې د بېلابېلو هېوادونو او بېلابېلو ليکوالانو ليکلي دي. د دې کيسو ليکوالان اکثره مړه او يا هم ډېر زاړه شوي دي، خو پسرلي صېب يې يوازې د ګوتو په شمار له څو ليکوالانو سره ليدلي، د‌ هغوی سره يې د خپلو کيسو په اړه خبرې کړې او د ژباړلو اجازه يې ترې اخيستي ده.
پسرلي صېب د کيسو په انتخاب کې ډېر دقت کړی دی. ټولې کيسې يې د طرز،سبک او ژانرونو له مخې بېلابېلې دي. پسرلي صېب د کيسو د کره‌کتنې پر مهال له نورو پښتانو لیکوالانو سره هم د کيسو د کيسو په اړه خبرې کړي دي.
په دې کتاب کې راغلي شل کيسې پخپله ايمل پسرلي ژباړلي او نورې شپږ يې د هېواد مشهورو ليکوالانو له نورو بېلابېلو ژبو ژباړلي دي.
په کتاب کې راغلي ټولې کيسې د کرکټر،پلاټ سبک او طرز له مخې جلا او خوندورې دي. هره کيسه يې ځانګړی خوند او ځانګړي کيسه لري. او ددې هرې کيسې تر شاه د ايمل پسرلي کيسه(کره‌کتنه)ډېره په زړه پورې ده.
د دې کتاب ټولې کيسې نړيوال شهکارونه بلل شوي دي، خو دا کيسې يې زما لپاره ډیرې جالبې وي د کافکا (ونه) د همينګوي (د سپينو پيلانو غونډې غونډۍ) د جاپاني ليکوال ياڅوناري کواباتا (آنار) د چينايي ليکوال مورن شيوڅون(ټکر) او يو شمېر نورې کيسې…
دا کتاب ټولې ۳۷۹پاڼې لري او پای کې هغه ليکوالان چې په کتاب کې يې کيسې راغلي د هغوی ژوند او پېژندګلوي هم په لنډ ډول لنډيز شوي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب