سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهملا برادر حج ته تلی

ملا برادر حج ته تلی

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) د طالبانو ‏د رییس ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د حج فریضې ادأ کولو په موخه سعودي عربستان ته تللی.

د طالبانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي:« ټاکل شوې چې ملا عبدالغني برادر اخوند به د حج فریضې پر ادأ کولو سربېره، هلته له مېشتو افغانانو سره هم وګوري. »

سږکال له افغانستان څخه شاوخوا ۱۵ زره تنه سعودي عربستان ته د حج کولو لپاره تللي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې اففانستان يو بېساری اقتصادي او بشري ناورين سره مخامخ دی.

يو شمېر افغانانو د طالبانو پر چارواکو او نورو حج کوونکو نیوکه کړې ، چې د حج کولو پيسې يې بايد فقر ځپلو سره په مرستو لګولي وای.

2 COMMENTS

  1. داسي راته ښکارې چي دبرادر ورور دريم واده ته زړه شوى اودروزګان څخه کابل ته ناوى په ډرون کي راولي دامې تردى وويل ، چي تيرځل چي حج ته ولاړى دراتګ وروسته دوهم واده وکړ اوس لکه چي ددريم وار دى

  2. موږ اوربدلی دی چی حج پر هغه چا واجب دئ کوم چی عاقل او بالغ او مستطیع او شتمن او توانمند وی.
    خو
    د اورېدو څخه ملا برادر نه بالغ دئ او نه شتمن.
    زموږ اکثره ستونزی د ” نیابتی ” پروژې زېږنده ده.
    همدا ملا برادر لس کلونه د پنجاب په زندان کی بندی ؤ ( البته ظاهراً داسی ویل کېده خو د پردې شا ته ممکن بله سناریو نغښتې وه ) خو کله چی له زندان څخه خوشی سو د خپلی ” نیابتی ” ۷ کلنی لور سره غېږه په غېږه سو.
    په هره توګه، ددې لپاره چی د ملا برادر حج مقبول وګرځی نو باید خپل مؤمن! او مخلص! ورور ( خلیلزاد ) هم د ځان سره ملګری او په مِنا کی یو د بل د سر د خریلو له بابته روپۍ هم ور وسپمیږی.
    د ملا برادر حج هم د اموی او عباسی خلیفه ګانو د حج غوندی د رِیا کارۍ او سیاست بازۍ څخه ډک حج دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب