جمعه, اپریل 19, 2024
Home+نوی ښار (لنډه کیسه) صفیه وردک

نوی ښار (لنډه کیسه) صفیه وردک

لمر د حاجي یعقوب جومات په منار لګېدلی، د دوبي یو بل ګرم سهار دی . لیلا د رمضان په غږ راویښېږي . له کړکۍ رالوېدلي لمر ته غځونې کوي.
د باندې یوازې د رمضان غږ نه دی، بلکې د موټرو د تېرېدو او هارنونو، د ګاونډیانو د پیالو د شرنګا، ماشومانو د خنداوو او ژړاوو غږونه له یوې بلې خوا راځي. لیلا کړکۍ خلاصوي. رمضان د کوڅې په سر کې له وړې لرګینې کراچۍ سره مخ په دې خوا را روان دی،
کلونه کیږي چې رمضان په دغه کوڅو کې له سهاره تر قضا مازدیګره له وړې کراچۍ سره ګرځي او له کورونو زاړه سامانونه ټولوي. د دې کوڅې نور شور ماشور یوې خوا ته ؛د رمضان ساز بلې خواته!
له نیمکښې کړکۍ د حلوا او پخې شوې ډودي بوی راځي.
ښځې د اپارتمان له کړکۍ سر ایستلی:
–  کلچه یي! کلچه یي لږ دې خوا ته راشه.په څو دي؟
 د ځینو کورونو بامونه، د ځینو یوازې اورسۍ او ځینو حویلۍ ښکاري.پر کړکیو یې سپینې پردې راځوړندې دي په حویلیو کې هم دومره څوک نه ګرځي.لیلا د رمضان هغه خاص کمپوز ته چې سامانونه غواړي ،غوږ ونیسي او پسې تکرار یې کړي.د لیلا مور بې له دې چې مخ ور واړوي وايي:
–     غریبي بې سیالي ده.
–    اه غریبي.. غریبي ده.. یعنې د سرو زرو خزانه په دې کوڅه کې ده؟

*******
ښځې په پیاله نمجن صافي تېر کړ، له کړکۍ رالوېدلې رڼا ته یې ونیوه چې یو نیم د اوبو خاپ نه وي پرې پاتې. یوه، دوې ، درې…بیا یې د ټیکري پیڅکه پرې تېره کړه.بلې څوکۍ د دې خوا ته ورنژدې کړه:
ـ     فریده تقاعد کېږي.
دې پیاله په پتنوس کې کېښوده.
–     د دې اپارتمان جمیله هم شاید تقاعد شي وايي نوم یې لېست کې و….
د دې کڅوړنې سترګې وځلیدې.پیاله یې کېښوده:
–    روزي د خدای له خوا ده.
–   بېشکه.
ښځه د میز په صافي کولو مصروفه شوه.
** ******

د پارک څنګ پیاده رو کې بېروبار دی.زلمکی شکور پر سر چې له لرې یې شکاره کې څه نه ښکاري د (خجور ،خجور، تازه خجوره) نارې وهي. د بازاري خوراکونو بویونه او د موټرو هارنونو ټوله فضا په سر اخیستي، دا فضا د نوي ښار زړه او دایمې کیسه ده.
. د لیلا مور کور ته غلې ننوځي بې له دې چې څه ووايي کښېني.  لیلا  کړکۍ ته ولاړه ده ،لمر په ډبېدو دی .یوه بله ورځ ختمېدونکي ده، تر سبا سهاره به د رمضان غږ هم نه اورېدل ..د نوي ښار زرې کوڅې ورو ورو غلې کېږي، په څو لحظو کې پیاده روونه تش، د کورونو پردې کش او هر څه ویده؛ ته به وایې چې د ټيپ بټن دې وهلې.
له نژدې جوماته د اذان غږ پورته کېږي، څو لحظې وروسته له بل جوماته د بل موذن غږ او بیا لږ لرې بل.اسمان به پوره نه وي تیاره چې د کورونو پردې کش شي له کړکیو سرې بخونه، ژېړې او سپینې رڼاوې داسې ښکارې لکه د شمعو رنګه ډبي.
چې له کړکۍ ویده ښار ته ورګورې پر دې پوهیدل اسانه نه دي چې شور یې چېرته تللی  یوازې دا مالومه ده چې سبا به بله ورځ پیلیږي.
پای
کابل .نوی ښار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب