جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له خپل ازبک سیال سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې...

ولسمشر غني له خپل ازبک سیال سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۲) افغان ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې له خپل ازبک سیال شوکت میرضیایف سره د افغانستان او ازبکستان تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

ارګ نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو، د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په هکله خبرې اترې وکړې.

سرچینې زیاته کړې: « همداراز د دواړو هیوادونو مشرانو د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال بین المللي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه چې ټاکل شوې د افغانستان او اوزبیکستان د جمهوررئیسانو په مشرۍ د روان میلادي کال په می میاشت کې په تاشکند کې جوړ شي، خبرې وکړې.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د مزار، کابل او پېښور اورګاډي پټلۍ د مطالعاتو پیل په هکله هم خبرې کړې او هغه یې د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال لپاره مهمه پروژه وبلله.

د ارګ د معلوماتو له مخې ازبک ولسمشر شوکت میرضیایف افغان ځوانانو ته د نفتو او انرژۍ په برخو کې په ازبکستان کې د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه هم وکړه.

افغان او ازبک مشرانو وروسته له هغه ټلیفوني خبرې کړي چې تېره اونۍ افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ.

ددې پروژې د لاسلیک پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د رېل پټلۍ دا پروژه، چې مزار شریف به د کابل له لارې له پېښور سره نښلوي، د افغانستان لپاره حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې د یادې پروژې له لارې به د افغانستان اقتصادي وده نوره هم لوړه شي.

منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب