دوشنبه, مې 6, 2024
Home+افغانستان په یوه پېړۍ کې

افغانستان په یوه پېړۍ کې

(۱۳۰۰ــ۱۴۰۰ل ) 

دویم څپرکی  

۲ برخه 

استاد شهسوارسنګروال 

د سقاو زوی حبیب الله، 

 څرنګه واک ته ورسېد 

د خوست اړه دوړ او د شینوارو پاڅون چې د پېښو پیلامه وه، د تګاو، کوهستان، کوهدامن او دشمالي وګړو یاغیتوب ټوله هغه څه وو چې نه يوازي د پاچا امان الله سمونې، رغاونې او پرمختګونه یې و ګواښل بلکې دده واکمني یې هم ولړزوله. 

که څه هم پاچا د جزا قانون بېرته واخیست، د صغیرې نجلۍ نکاح یې د ځینو له انده روا وګڼله، د نجونو زده کړې یې په کور کې غوره وګڼلې، په محاکمو کې د ملا او قاضي د پريکړو درناوی د بهرنییو ژبو پرځای په ښونځیو کې دیني زده کړې په پام کې ونیولې.  

پاچا داډول وړاندیزړونو ته غاړه کېښوده، ولې بیا هم د هېواد کورنیو او بهرنیو دښمنانو دېته ملا تړلې وه چې امان الله خان له واکه ګوښه کړي. 

پاچا هم واک خپل ورور سردار عنایت الله خان ته پرېښوود. خو هغه هم له دری ورځو پاچاهۍ نه وروسته استعفا وړاندې کړه او د حبیب الله کلکاني لښکرې په کابل ښار راپرېوتې. 

د دغو لښکرو مشري د حمیدالله (حبیب الله د ورور) ، ملک محسن او پردل خان په غاړه وه چې د کابل ښار یې لوټ او لاخي کړ. 

ځّني تاریخ پوهان انګېري چې حمید الله کوښښ کاوه چې ښار له چور اوتالان نه وژغوري خو دده ځني یاران پدې هوډ ول چې د کابل دا ټوله شتمنې ددوی د کړاوونو او زيار اوږد محصول دی. 

د سقاو زوی حبیب الله د جنوري په ۱۸ مه نېټه (۱۹۲۹) کال کابل ښار لاندې کړ، لومړي یې په یوه غونډه کې د شاهې غونډ هغه سرتېرې چې ګڼ شمېر یې د کندهار ول او په دېرې زړه ورتیا دده له لښکرو سره جنګېدلي ول د باغیرته ننګیالي دښمن پنوم  له بنده ازاد کړل. 

ښايې د نوموړې موخه به داوه  چې لا اوس هم امان الله خان په کندهار کې دی ،ددې لپاره چې د کندهار وګړو زړه ترلاسه کړي هغوی ته يې بښنه وکړه.  

بیا ېی ارګ ته شېرجان خان را وغوښت، او ورته یې وویل:  

اې د دربار وزیره زه یو نا لوستی کس یم کومو کسانو ته چې زه منصب ورکوم کاغذ یې ته لاسلیک کړه او مهر به زه پرې وهم. 

د سقاو د زوی حبیب الله د کابینې لومړی لړلیک داسې وه: 

ـ حبیب الله د افغانستان د پاچا په توګه (د غازي او د رسول الله د دین خادم) 

ـ سید حسين نایب السلطنه او د حرب وزیر. 

ـ حمیدالله (د سقاو بل زوی) لوړ پوړي سردار او معين السلطنه. 

ـ د صاحب زاده خوجه جان زوی شېر جان خان د دربار وزیر، 

ـ عطاالحق صاحب زاده (د شېرجان ورور) د هوایې ځواکونو قوماندان چې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته واستول شو، 

ـ میرزا مجتبی د مالیې دوزارت سرپرست په توګه.  

ـ ملک محسن د کابل والي، 

ـ دحکیم احمد جان هندی زوی محفوظ خان د حرب مرستیال وزیر. 

ـ تګاوی عبد الغفور خان د کورنیو چارو وزیر چې وروسته د سیدحسين په سپارښتنه ووژل شو.  

ـ پردل خان لوی درستیز. 

له دغو ټاکنیزو پرېکړو سربېره یو شمېر هغه کسان هم په لنډ مهاله تو ګه چې د پاچا امان الله د واک په مهال چارواکې ول د سقاو زوی حبیب االه بیا په دنده وګمارل، چې موږ شهزاده کبیر جان، سردار فیض محمد خان زکریا، سردار شېراحمد خان، سردارشا محمود خان، د عبد القدوس خان اعتماد الدوله زوی سردار محمد حیدر اعتمادي، محمد ولي خان دروازی، محمو د سامي، والي امیر الدین، هندی الاصل مولوی عبدالطیف، نایب سالار عبدالوکیل خان نورستانی.  له منخنۍ اسیا نه راغلي کډوال محمد هاشم شایق، شېراغا مجددي، برهان الدین کشککی، جنرال سور کرنیل محمد عمرخان، جنرال پنین بېک او نور د ساري په تو ګه یادولی شو. 

حبیب الله نه یوازي  د پاچا امان الله د سمونو اورغاونو خیال ونه کړ بلکې په ټولو پرمختګونو یې د بطلان کرښه تېره او را کاږله. 

نظام نامې (قوانین) یې له منځه یوړل، مالیه یې وبښله، یو شمېر کسان و ځپل شول او یو شمېر نور یې زندان ته ټېل وهل.  

د ګوتو په شمېر ورځې لا نه وې تېرې چې د اهل او ناهل تر منځ اخ وډب پیل شو، ځنۍ کسانو غوښتل چې اداري سستم ورغاول شي، ايله جاري او خپل سري ته دپاې ټکى کېښودل شي.  

ولې د غلو وسلوالې ډلې په سرکې د حبیب الله نږدې ملګرو سید حسين او ملک محسن چې دده په څېر نا لوستې ول هڅه یې کوله  چې نا قانونه کړوته پراختیا ورکړي. او د امان الله له خپلوانو او در باريانو سره ناوړه چلند وکړي. 

لودویک ادمک د « همفریس» په قول پدې تړاو کښلي دي: 

« محمد زایې سرداران پر اتومات ډول سره نیول کېږي. لکه څنکه چې په تېرو دوه ورځو کې تر شپېتو کسو زیات نیول شوي دی. 

په نیول شوو کسانو کې د امان الله خان دوه وروڼه سردار حیات الله او کبیرجان همدا راز کاکا ګان یې امین الله او محمد عمر، له وزیر فیض محمد (د ښوونې او روزنې وزير) پرته د کابینې نور ټول پخواني وزیران شامل دي. ۱ 

د پاچا امان الله یو شمېر چارواکي چې د یوبل پسې نیول کېدل ځنی یې له کابله ووتل لکه سیدحسن سید غلام حیدرخان پاچا او وزیر محمد ګل خان مومند اونور ننګرهارته لاړل. 

عبدالهادي داوي هندنېمې وچې ته و تښتېد چې له هغې لارې کندهارته ورسېد. 

د سقاو زوی حبیب الله چې پرته له محکمې نه یو شمېر لوړ پوړي چارواکي چې په دغه لړ کې  شهزاده حیات الله خان، پدې تور چې غوښتل یې د سردار محمد عثمان خان، جاغوري نادرعلي، او میر خور احمد علي پر مټ کودتا وکړي په دار وځړول شول. 

ددوی او نورو چارواکو ټول شته لوټ شول. 

په کومو دو کانونو کې چې مال ډېر وه هغه دوکانونه هم د کابل د والي په سپارښتنه چور او تالان شول. 

نورو دوکاندارانو له ډېرى وېرې دوکانونه وتړل. 

ولې ډېر زر د سقاو زوی ګواښنه و کړه که دچا دوکان بند ولیدل شي، د هغه سړي سر وهلی او مال یې تالا دی. 

د ده د واک په دغه لنډه مهاله پېر کې سوداګريزي هلي ځلې په ټپه ودرېدلې، دفترونه او ښونځي و تړل شول، هېڅ ټولنيز او لوستي کس ځان خوندي نه ليده. 

نه یوازي د پاچا پلویان او سرداران تر ګواښ لاندې ول بلکې د سقاو د زوی ملاتړي هم په څو ډلو ووېشل شول. 

ولې د غلو نالوستې هغې ډلې د ملت ګټې ډېرې و ګواښېلې چې د ملت شته یې تالا کړل، او خپل ځاني او شخصي مال یې ګاڼه. 

د حبیب الله د ډلې د دغه ناوړه کړو وړو په وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې غبرګونونه راوپاريدل. 

ان داچې دده لوستې ملګري هم ترې خوا بدۍ شول.هغسې خو د وزیر او مسیدو وګړو د شپږزره په شاوخواکې وسله وال چمتو کړۍ ول چې د امان الله په ملاتړ ځان غزنې ته ورسوي. 

که څه هم پاچا د جګړې ډګر پرېښود. ولې محمد نادرخان د وزیر او مسیدو له احساساتو، شور او زوږ نه ښه سیاسي ګټه تر لاسه کړه. 

یار محمدخان وزیر د مسیدو او وزیرو د جنګیالیو په تړاو داسې کښلي : 

د وزیرو مسیدو او په سیمه کې د مېشتو بېلا بېلو قومې مشرانو په هلو ځلو پرلپسې جرګې جوړې شوې. 

د لوی مجاهد ملا صاحب همزالله اخوند په لارښوونکې وینا ټولو مېړنیو بېله کوم واړه اختلاف نه موافقه وکړه او دامام عتیداګل خان په دعا لاس اوچت کړ او ویې ویل: 

د اسلام، قوم او وطن په لارکې د سقاو زوی حبیب الله په مقابل کې د وزیرستان د لښکرو بریالیتوب د څښتن تعالي څخه طلب کړه.۲ 

که څه هم انګرېزانو ډېر کوښښ وکړ چې د وزیرستان د جنګیالیو مخه ونیسي. دواڼه پولیټیکل«بریمنر» او تحصیل دار محمد نواز خان،او هم د توچي پولیټيکل او تحصیلدار غلام حسن په بیا بیا ټينګار افغانستان ته یې د وزیرستان دلښکرو دتلو مخه ډب کړه. 

ولې بیا د شپږو زرو په شاوخوا کې جنګیالی دېته چمتو سول چې د پاچا امان الله ملاتړ ته ور ودانګې. 

د سقاو زوی حبیب الله په وړاندې تقریبا د اوه پنځوس ۵۷ تنو په شاوخواکې قومي مشرانو، ملکانو او خانانو د وزیرستان وسلوال ځواک دېته وهڅول چې د ژوند تر پایه ددښمن په وړاندې و جنګېږي، چې موږ ملا همزالله، انګور خان، ملا فضل دین مسود، دلباز خان، زنګي خان، ملک هفتې خان، موسی خان، او نور په لسګونه مشران د بېلګې په توګه یادولی شو. 

د برتانوي هند چارواکو که څومره د پاچا امان الله په وړاندې په کور کلي کې دغه ډنډورې د ډيورنډ پورې غاړې ولس ته ګډې خپرې کړې چې امان الله قادیاني دي او یا د دیورنډ دې غاړې ته نور المشایخ په اندړو، سلېمانخېلو او نورو کو چې ټبرونو په منځ کې د سقاو زوی حبیب الله په ګټه د پاچا امان الله پرضد تبلیغ کاوه. 

چې موږ دده د یو شمېر موریدانو، پیروانو او پلویانو یادونه د ساري په توګه اړینه ګڼو: 

د زرمت ملا صاحب قطب الدین علی خيل، ملک عبد الحمید خان سلېمان خيل، ملک شېر محمد خان اندړ اوپه لسګونو نور. 

ولې بيا هم د وزيرستان جنګیالیو د خپلو مېړنیو ملا پونده (غلام محی الدین)، ملا همز الله او ملا عبدالرازق خان اندړ نومونه پخپلو ليکونوکې پدغه شعرونو بدرګه کول مخ په افغانستان روان شول او په امان الله خان یې غږ کاوه. 

پښې دې ټينګې کړه غازی 

                                            ستا په مرسته ننګیالي 

موږ لښکر د پونده 

                                           د اندړ او د همزه 

په حساب شپږ زره جنګي 

                                         پښې دې ټېنګې کړه غازي   

د سقاو د زوی حبیب لله په وړاندې چې کوم غبر ګونونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو او قومونو کې منځ ته راغلل. په دې تړاو ادمک کاږلي دي: 

مسیدو د موسی خان تر مشرۍ لاندې یو ولس سوه (۱۱۰۰) سړي د یو نا څرګند هدف په خاطر کابل ته لېږلي دي. وزیر به د حبیب الله ملاتړ ونه کړي. اپریدي، مومند، شینواري، او د مشرقي ولایت نور قبایل به هېڅ د امان الله ملاتړ ونه کړي، لاکن د حبیب الله ملاتړ به هم ونه کړي. 

په هندوستان کې هم غبرګونونه د حبیب الله پرضد وه.  حبیب الله په تخت ناست وه خوطرفداري یې تر امان الله خان نه زیاته نه کېده… بیا هم افغانانو د تخت لپاره مبارزه کوله.   

د کابل لومړنیو پېښو دا اوازه زیاته کړه چې برتانیې تر یوه حده د امان الله په نسکورولوکې لاس درلود، موخه یې دا وه چې یو نرم سړی بر تخت کښېنوي.۳ 

په کور دننه او بهر دسیاسي پو هې خاوندان ټول پدې پوهېدل چې یونا لوستی په غلاوتورنه ډله نشي کولی په افغانستان کې يو واکمن او ځواکمن نطام ټینګ کړي، نو ځکه خو په هېواد کې د ننه د حبیب الله پروړاندې پا څونونه پیل شول او په بهر کې نادر خان او دهغه وروڼو دېته ځانونه چمتو کول چې د سقاو زوی حبیب الله  پر وړاندې پاڅون وکړي. 

د سقاو زوی حبیب لله، 

له زوی کړې نه تر مړينې 

(۱۸۹۰-۱۹۲۹) 

دا خبره لا تر اوسه هم د شک وړده  چې وايو حبیب الله په (۱۸۹۰) ز کال (۱۲۶۹ ه) زېږېدلی دی داځکه چې د ده د پلار د نوم په سر هم ډېر شکونه شتون لري. 

د غلام رسول پنوم یو تن چې زوکړه يې ١٩١٠ او ژوند يې تر ١٩٩٣ز  پورې یقیني دی چې د حبیب الله دواک پر مهال دده پلار غلام نبي خان د ارګ په زندان کې د نادر خان د کورنۍ څارنه په غاړه درلوده، انګېري د سقاو زوی حبیب الله په یاده نېټه زېږېدلی دی. ظفر کاکا خېل پدې اند دی: 

«د حبیب الله پلار عبدالرحمن نومېده.۴  

فیض محمد چې دهغه مهال پېښې یې په خپل کتاب کې را غبر ګې کړېدي انګېري: 

د سقاو زوی دپلار نوم هدایت الله وه.۵ 

یو شمېر نورو دده د پلار نوم امیر الله یاد کړی دی خو غلام رسولى په ۱۹۹۳ز کال د خیرخانې په دویمه حیصه کې د یوې ځانګړې لیدنې په ترځ کې ویلې دي چې د حبیب الله د پلار نوم « امین الله تاجک) ولې مور یې دشمالې له پښتنو څخه وه اوپه قوم تره کى وه. 

ولې برهان الدین کشکې، محی الدین انیس، او میر محمد صدیق فرهنګ د کاکاخيل په خبره ټینګار کاوه چې د پلار نوم یې عبدالرحمن وه او د کوهدامن په کلکان کې «د سقاوي) په دنده بوخت وه دا چې د نوم په تړاو یې بېلابېلې انګېرنې تر ستر ګو کېږي. دارنګه يې د دندې په اړه هم ویل کېږي چې دی په زابل کې سر تېری وه او هلته به یې عسکرو ته په قلات کې اوبه رسولې.  نو ځکه د سقاو نوم ورته له هغه ځایه په مېراث پاتې دی. 

د دې دندې په څنګ کې ده او زوی یې حبیب الله د استاد خلیلې د څرګندونو پر بنسټ پخپله دوه دری کاله (۱۹۱۶-۱۹۱۹) د محمد حسین خان مستو في (د استاد پلار) په باغونو کې کار کاوه. 

کله چې پاچا امان الله محمد حسین خان مستو في په دار وځړاوه باغ او خمکه یې د بخارا پاچا سید عالم خان او محمد لي خان ته دده د ېپلوماتيکو خدمتونو له کبله وه بښله دلته دی چې محمد ولي خان له حبیب الله سره اړېکه پیداکړه د والي علي احمد خان د لیکلو پر بنسټ داسې کښلي شوي دي: 

محمد ولي حبیب الله ته وویل که د حتى هغه وبښي  هم امان الله خان به دې ژوندي پرې نږدي. 

محمد ولې وعده ورکړه چې ورسره به مرسته وکړي. 

حبیب الله هوکړه وکړه او له هغه وروسته یې په قلعه مراد بېګ کې له محمد ولي سره په پټه لیدل اوهم وسلې او هم يې پيسې ترې تر لاسه کولې.۶ 

حبیب الله څو وارې له محمد ولې خان نه غوښتي ول چې پاچا امان الله ته دده سپارښتنه وکړي. 

ولې دا چې محمد ولي د کومو لاملونو له مخې دا کار ونه کړ د پوښتڼې وړ دي.!؟ 

خو داهم د پوښتنې وړده چې والې علي احمدخان پخپلو لیکنو کې څومره رښتنی دی؟ 

هغه د غبا خبره چې دمیر غلام حسن هزاره له خولې یې ليکلې دي: 

دا والي علي احمد خان  وه چې جبیب الله او سید حسین یې د راتلو نکو عملیاتو لپاره هغه وخت هڅولي وه چې دی کوهدامن ته د تحقیق لپاره تلي وه.۷ 

د سقاو زوی حبیب الله په ۱۹۲۰ ز کال عسکرۍ خدمت ته لاړ او له دوه ۲ کالو خدمت وروسته یې د مکلفیت دوره سرته ورسوله ترخیص یې واخیسته او بېرته خپل کلې کلکان ته ستون شو. 

کله چې په ۱۹۲۴ز کال کې (۱۳۰۳) ه د جنوب اړ او دوړ پیل شو.  حکومت پرېکړه  وکړه چې د مکلفیت د پېر سرتيري د احتیاط په نوم بیا جلب کړي. 

پدغوجلبیانو کې یو هم د سقاو زوی حبیب الله وه. 

سید مهدي فرخ دده په اړه کاږلي دي: 

حبیب الله د کوهستان له استوګنو څخه وه د کلکان د یوه ملک په چوپړکى وه چې محسن نومېده. 

ده په سرکې غلاوې کولې یو زړه ور انسان وه  څو وارې حکومت په همدې تور بندي کړ، له زندانه و تښتېد. 

کله چې د منګلو شورش وه (۱۳۰۳ه) دی هلته واستول شو په ډېرې زړه ورتیا یې د چارواکو پام ځان ته راوا ړاوه. 

هغوی ژمنه وکړه چې ده ته به پوځې رتبه ورکړ شي ولې هغو په خپلې ژمنې وفا ونه کړه ده بېرته غلا کولوته مخه کړه.۸ 

سر بېره له دې چې ده د مکلفیت په دوره کې او دغلا کولو پرمهال له ټوپک سره بلد تیا درلوده او په نښه وېشتوکې نومیالی وه: بلکې کله چې نوموړي په ۱۹۲۲ کال مولوي عبدالحي پجنشېري په مشرۍ د یو شمېر افغانانو په ګډون د شورويانو په وړاندې د جهاد لپاره فرغانې بخارا او کولاب ته تللي وه او هم جمال پاشا، انور پاشا، فیض الله او ابراهیم بېک له ځواکونو سره نطامې روزنه ليدلې وه. 

کله چې دی بېرته را ستون سو د حکومت د کمزورۍ له کبله د نوموړې په څېر دغلا کولو ښه زمینه لا ده او نورو ته برابره شوه او د تېر په څېر دغلو داړه مارانو ډلې لا فعالې شوې. 

پدې تړاو میرمحمد صدیق فرهنګ کښلی دی: 

د ۱۹۲۵-۱۹۲۸ کالو ترمنځ دنورو غلو او لارو وهونکو په څير حبیب الله د غلاوو له بابته ډېرنامتو شو او دیوه زړه ور شخص په توګه یې شهرت وموند. 

له پغمانى عبدالقیوم خان فرقه مشر سره يې د یوې ژمنې پر بنسټ، دده ورور چې د خپلې کلانه د جومات پر لور روان وه وواژه او غوښته یې چې پاچا امان الله خان هم دده د ورور حیات الله خان په سپارښتنه په پغمان کې ووژني. خو کله چې د هغه ښکلې ځواني وليدله له وژلو یې لاس واخیست.  

دده د زړه ورتیا انګازې هغه وخت لا د خلکو تر غوږو ورسېدې چې د خزانې د لېږ ډله چې له مزارنه کابلته پرلاره وه د دده د د اړې تر برید لاندې راغله. 

حبیب الله له دېنه د مخه هم د غلا په څو پرله پسې پېښو کې ګرم ګڼل شوی وو. ټوله سیمه غلو پرسر اخېستې وه د خلکو غبر ګونونه د کابل تر والې پورې ورسېدل. چې په پای کې علې احمد خان د غلو د ځپلو په موخه  (۱۹۲۶-۱۳۰۷ل) شمالې ته لاړ اوپه سرای خواجه کې د یوي جرګې ترڅ کې له خلکو وغوښتل چې د غلو په وړاندې ودرېږي. خو علي احمد خان په زړه کې د امان الله خان په وړاندې کرکه موجوده وه.  

ده نه يوازې دغلو ډله ونه ځپله، بلکې ديته وهڅوله چې دامان الله په وړاندې ودرېږي.۹ 

د خلکو د پرله پسې شکایتونو له مخې بیاهم د چاریکارو په سيمه ييز حکومت کې یو شمېر غله وځپل او یو شمېر یی زندان   ته ټېل وهل. 

حبیب الله څو وارې له محمد ولې خان نه وغوښتل چې دی او ملګرې یې سید حسين له غلا او لار وهنې نه لاس په سر کېږي. غواړي ځانونه حکومت ته وسپاري خو بایده ده چې دولت دوی وبښي. 

داسې انګېرنې هم شته چې جبیب لله دلکشا ته څېرمه له محمد ولي خان سره په پټه ليدلي ول هغه ورته وویل: 

چې ستا د ګناهونو بښل زما په واک کې ندی. ددې واک یوازې پاچا لري او بس.  

کله چې نوموړی نهیلی شو، نو دی او د غلا ملګری یې پېښور ته لاړل. 

د افغانستان حکومت دغلو او لار وهونکو د څارنې لپاره يو ليکلړ په کابل کې د برتانیې سفارت ته ددې موخې له مخې  وسپاره چې له هېواد نه بهر تښتېدلي غله چې دډېورنډ له کرښې پورې غاړې ته استوګن دي و نیسي. په نوملړ کې دحبیب الله نوم هم وه. 

استیوارت کاږي: د پېښور پوليسو د محمد عثمان خان او محمد اعظم خان پنوم دوه تنه ونیول.  سیدحسين و تښتېد، حبیب الله او ورور یې په « مالګې منډه یې» د سموات دوکان درلود، دهغو په تړاو دنيولو کوم سند شتون نه درلود نو پولیس  د هغو له نيولو ډډه وکړه. دواړو وروڼو موده وروسته پېښورپرېښود.۱۰ 

مهدي بیا پدې اند دي : چې په پېښور کې دی  ديوې غلا په تور ونیول شو… ولې حقیفت دادي چې حبیب لله د پېښور نه دوتلو پر مهال.  د برتانوي حکومت لخوا وسلې او پيسې تر لاسه کړې. 

کله چې کلنل لارنس شینواروته ځې همدا رنګه د سقاو زوی هم خپل رول د شینوارو په اړو دوړ کې ښیې.۱۱ 

همدارنګه د سقاو زوی حبیب الله په اړه سر فرېز تتلر هم داسې کښلي دي: 

حبیب الله د مخه له دېنه په کرمه کې د یوې غلا په تور د حکومت له خوا و نیول شو او نږدې یو کال يانې (۱۱) میاشتې په زندان کې وو.۱۲ 

په هر حال د سقاو زوی د اوړي په موسم کې (۱۹۲۸ز کال) بېرته افغانستان ته راستون شو. 

د نومبر په میاشت کې د خپلې ډلې پرمټ د کابل او شمالي لاره پرې کړه. 

علي احمدخان ته د پاچا امان الله خان روحیه څرګنده وه. ده فکر کاوه چې د غلو ډله به دده په وړاندې وهڅوي. 

 هغه به واک پرېږدي.  څنګه چې دسقاو زوې د حکومت کولو جوګه ندي نوپه ډېرې اسانۍ به دی واک ته ورسېږي. 

ده غلو ته په سر کې حبیب الله ته وسلې او پیسې ورکړې او له یوه موافقه لیک نه وروسته کابل ته ستون شو. 

د کوهستان او تګاب نامتو اخوند زاده له دې مهاله ښه ګټه پورته کړه د سیمې یو شمېر کسان یې د کلکان د ملا ویس الدین په کلا کې راټول کړل او حبیب الله یې دامیر په توګه اعلان کړ. 

د قوس په شلمه نېټه په کلکان کې د ملا ویس الدین په کلا کې د سقاو زوی حبیب الله ته پګړۍ په سر شوه او د امیر خطاب ورته وشو.۱۳ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب