جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبهنري صفت | ليکوال: م. عارف زيار

هنري صفت | ليکوال: م. عارف زيار

لنډيز: هنري صفت د دوو وييونو، هنر او صفت ترکيب دی. دغه صفتونه اشخاص، شيان او مکان توصيفوي او په اړه يې مالومات راکوي. ځينې پوهان وايي چې دغه صفات په حماسي داستانونو کې کاريږي؛ خو اوس جوته شوې چې دغه صفتونه نه يوازې په حماسي داستانونو بلکې په بيتونو، غزلو، نثرونو… کې هم په پراخه توګه د استعمال موارد لري. مخکې داسې انګېرل کېدله چې نومړي صفات په پښتو کې نشته، علت يې دا وو چې د چا ورته پام نه وو.

خوشحال خان، کاظم خان شيدا، حمزه بابا، غني خان او ډېرو نورو سترو شاعرانو په پراخه پيمانې سره هنري صفات کارولي دي.

کارېدونکي ويي: هنر، صفت، هنري صفت

سريزه: هنري صفت د ادبياتو مهمه برخه ده. په يوناني کې ورته ايپي تېف لفظ کاریږي، خو په انګليسي کې بيا د (Epithet) په نامه ياديږي. دغه ته توصيفي ترکيب هم ويل کيږي؛ ځکه چې یا به له موصوف سره صفت راځي او يا به هم موصوف په صفت کې پټږي.

هنري صفت د ادبپوهانو له لورې ډول ډول تعريف شوی دی. ځینې وايي چې هنري صفات هغه ترکيبونه دي چې د اشخاصو، شيانو، حيواناتو او يا ځايونو د توصيف لپاره کاريږي. يا هنري صفت (Epithet) عبارت له هغو ادبي افزارو څخه دي، چې د اشخاصو د توصیف لپاره کاريږي.

پښتو ادب کې دغې برخې ته کار نه دی شوی او که چا څه کړي هم وي، دومره جامع نه دي چې څومره بايد وی.

ما له ډېرو مطالعو او پلټنو وروسته په دې برخه کې دغه کوچنۍ ليکنه وکړه. په دې هيله چې په دې برخه کې نور هم کار وکړی شم. اوس راځو د هنري صفاتو اړونده مالومات پيلولو ته.

هنر:

د هنر ريښه سانسکرېټ ته رسيږي. په سانسکرېټ ژبه کې دغه کليمه  له دوو وييونو څخه رغېدلې ده، چې يوه يې (سو) د نېک په مانا او بله يې (نر) يا (نره) ده چې د ښځې او سړي په مانا ده.

د اوستايي ژبې د قاعده پر اساس (س) په (ه) اوړي چې (سونر، سونره) په (هونر) اوړي؛ خو دغه کليمه بيا په پهلوي کې د (هنر) په شکل راغلې ده، دلته دغه کليمه د پوه او کامل انسان په مانا ده.[نيازمند منبع]

د هغو اثارو مجموعه چې د يو انسان پر عواطفو، احساساتو او عقل اغېز وښندي، هنر بلل کیږي داسې هم ويلای شو چې هنر د ښکلا د خلقيت مهارت او توانايي ته ويل کيږي.

هنر بېلابېل ډولونه لري لکه تجسمي هنرونه، نمایشي هنرونه، موسيقي، ادبيات (شعر، داستان)… .

په (دانشنامه بريتانيکا) کې هنر داسې تعريف شوی دی: د ښو او غوره اثارو په ايجاد او منځته راوړلو کې د تخيل او توانايي څخه استفاده کول ددې لپاره چې خپلې محيطي تجربې له نورو سره ګډې کړي، هنر بلل کيږي.

تولستوی د هنر په هکله وايي: تر اوسه د هنر په اړه په خروارونو کتابونه ليکل شوي دي؛ خو هیچا هم د هنر دقیقه پېژندنه ډګر ته نه رااېستلې، لامل يې دا دی چې د هنر تر شا د ښکلا مفهوم ځای لري؛ خو بل ځای بيا هنر د ښکلا او خوندونو خالق بولي.

په بل ځای کې تولستوی بيا د هنر په اړه وايي چې هنر یو انساني فعاليت دی، هدف یې تر نورو انسانانو د ښو او غورو احساساتو لېږدول دي.

پوهيالی سید اصغر هاشمي د هنر په اړه وايي هنر د ټولنيز ژوند او انساني تجربو د بيان او تفسير اغېزناکه وسيله ده چې هېڅکله له ژوند څخه نه شي بېلېدلى او د اجتماعي شعور يوه غوره برخه ده.

د هنرمند د عواطفو او احساساتو انتقال نورو انسانانو ته د هنر په نامه ياديږي.

همدارنګه ډېرو نورو پوهانو هم د هنر په اړه خپل نظرونه بیان کړي دي چې د ټولو ‌يادونه به يې موږ له اصلي موضوع څخه لرې کړي.

صفت

صفت عربي کليمه ده. په پښتو کې ورته ستاینوم ويل کيږي. ستاينوم هغه کليمه ده چې د يو نوم حالت، څرنګوالی، کيفيت او اندازه بیان کړي. ستاينوم خپل دريځ په يوه توصيفي چاپېريال کې روښانه کوي. که چېرې توصيفي چاپېريال رامنځته نه شي؛ نو صفت هم نه شي رامنځته کېدلی. که چېرې موږ ووايو چې (تور کمپيوټر) نو (تور) ستاينوم شو او نوم (کمپيوټر) د موصوف په بڼه ظاهر شو. که چېرې موږ (تور) ته صفت ووايو؛ نو اشتبا به مو ځکه کړې وي چې دا مورفيم په ځانګړي ډول نوم دی او د انسان په ذهن کې يو رواني تصوير لري.

په ستاينوم ډېرې خبرې نه کوم، ځکه چې ښايي له خپلې اصلي موضوع نه به لرې شو.

هنري صفت (Epithet)

د عربو په ادبياتو کې دا صفت ډېر کارېده، په لاتين کې يې نوم ايپي ټیف وو، دوی هم دغه صفات له ډېرو پخوا زمانو راهيسې کارول. په يونان کې هومر او ځينو نورو ليکوالو دغه صفتونه کارولي دي. په فارسي ادب کې يې هم ځای خالي نه دی پاتې. فردوسي، سعدي، مولانا او ډېرو نورو سترو شاعرانو په ياد هنر کې خپل قلمونه ازمويلي دي. د دغو صفتونو کارېدل په پښتو کې له ډېرو پخوا زمانو راهيسې دود وو؛ خو دا چې د چا ورته پام نه وو او يا څوک پرې نه پوهېدل؛ نو فکر يې کاوه چې په پښتو ادب کې کارېدنه نه لري.

ډېری پوهان وايي چې دغه صفات په حماسي داستانونو کې کاريږي. په داستان کې د يوه اتل يا قهرمان د ځانګړنو په ګوته کول، خصلتونه، د احساساتو بیان او په صحنو کې يې د موقعيت ښودنه د همدې صفتونو پر غاړه ښودلې ده.

د يادو وصفي ترکيبونو پر مټ يو لوستونکی د داستان د شخصيتونو يا د داستان د اصلي کرېکټرونو په اړه جزي مالومات لکه: نسب، قدرت، مهارت او داسې نور تر لاسه کوي، چې له لوستونکي سره د اصلي کس په بشپړه پېژندنه کې مرسته کوي. همدارنګه د اتل د دغو جزياتو په پوهېدلو سره لوستونکی د يوې پېښې د مفهوم تل ته رسيږي. د مثال په ډول فردوسي په خپله شاهنامه کې د سفنديار لپاره د (رويين تن) صفت کارولئ دی.

بدو ګفت رويين تن اسفندیار که ای بر منش پير ناسازګار

(فردوسي، ۱۳۸۴:۷۴۴)

د سفنديار لپاره د دغه صفت راوړل دا ښيي چې نوموړي ضرر نه مننونکی جسم لاره، د جنګ په ډګر کې له خپل رقیب څخه څو چنده قوي او چابک و.

په لومړيو کې ځينو د ادب پوهانو هنري صفت، کنايه او ځينو نورو استعاره بلله.  د دغه صفت يوه ځانګړنه دا ده چې بايد له موصوف سره راشي؛ خو په کنايې او استعارې کې دا اصل نشته.

د هنري صفت (Epithet) تعريف

هر هغه توکی چې د متن په جوړښت کې داسې راشي چې د شتون او يا نه شتون يې د متن مانا ته تغير ورکړي، د ادبي صفت په نامه ياديږي.

هنري صفات هغه ترکيبونه دي چې د اشخاصو، شيانو، حيواناتو او ځايونو د توصيف لپاره کاريږي. يا هنري صفت (Epithet) عبارت له هغو ادبي افزارو څخه دی، چې د اشخاصو د توصیف لپاره کاريږي.  دغه وصفي عبارت د يو شخص يا یو شي ځانګړنو ته اشاره کوي.

د مثال په ډول: موږ وايو: د کابل سور اسمان کرښې کرښې و.

دغه جمله په يوه ادبي متن کې، که هغه نظم وي که نثر، راغلې ده. دلته د کابل د اسمان لپاره د سور صفت کارېدلی دی، سور اسمان يو بېل مفهوم او تصوير دی چې د جګړې، وژنو او وينو حالت بيانوي. دلته سور اسمان هنري صفت شو.

د سور اسمان په شتون، د متن مانا يو بېل رنګ واخيست.

که په پورته جمله کې موږ د سور صفت لرې کړو او يوازې د کابل اسمان ووایو؛ نو د دغه صفت په نه شتون سره د متن په مانا کې تغير راغی.

هنري صفت له تخيلي او فکري يا عقلي رابطې رامنځته کيږي او موږ ته یو فکر راکوي. د دغه صفت شتون، خبره له عادي حالت څخه باسي، په تخييلي رنګ کې يو فکر رانغاړي، نه شتون يې خبره عادي کوي او د ادب له رنګه يې بې رنګه کوي.

موږ دوه ډوله هنري صفات لرو:

۱ ـ هغه هنري صفتونه چې موصوف په صفت کې پټ وي، موصوف نه وي راغلئ؛ خو په خپله په صفت کې د موصوف څېره څرګنديږي او يا د مجاز په څېر وي، چې صفت ذکر شي مراد  ورنه موصوف وي. خوشحال خان وايي:

د بلندې په قامت باندې مين يم هر چې لويې چارې کاندي هغه لوی شي

دلته (بلندي) يو داسې هنري صفت دی چې اوږده (ې) مخاطب لوری ټاکي يا څرګندوي. مطلب ترې معشوقه ده. دلته اوس په بلندي هنري صفت کې موصوف ښکاري.

په بل بيت کې شفيق العالم معذوريار وايي:

ډاكوګان ډېر دي دا د سرو زرو دوكان وتړه خلك دې غرق كړو د ظالم لورې ګرېوان وتړه

دا بيت هم هنري صفت لري، په دې بیت کې شاعر د يوه طبيعي صفت لپاره داسې سبب پيدا كړي چې په حقيقت كې يې هغه سبب نه دی، خو د لطافت او باريكۍ په خاطر يې هغه ته نسبت شوی. په پورته بيت كې د سروزرو دوكان چې په حقيقت كې څومره ښكلا لري له هغې سره د محبوبې د ګرېوان د خلاصو تڼيو منظرې، د حسن تعليل صنعت خپل كړى دى او د دې بيت لفظي ښكلا  په دې كې ده چې كله شاعر يو مفهوم ، كيفيت، او پېښه د شعر په مټ داسې انځور كړې چې انځور يې اغېزناك وي، په ادبي صنعت كې محاكات ورته ويل كېږي چې دا د لفظي ښكلا يوه په زړه پورې ځانګړنه ده.

حمزه بابا وايي:

ښکليه چې موسکی په ټيټو سترګو شې هېڅ د اندازه د ښکلا نه راځي

دلته (ښکليه) د يو چا لپاره، چې مخاطب دی، صفت راغلی. په دې بیت کې ښکلی صفت دی؛ خو موصوف يې نه دی ذکر شوی، په صفت کې د (ه) موجوديت د مخاطب موصوف ښکارندوی دی چې په صفت کې ښکاري.

په بل ځای کې حمزه بابا وايي:

تاته رسېدی نه شي نمر مخيه څوک ستا په لور د ډېرو ډېرو يون شوی

دلته (نمر مخيه) هنري صفت دی. له (نمر مخيه) څخه معشوق مراد دی، په صفت کې معشوق پټ ښکاري.

د خيبر اپرېدي يو بيت دی:

ښکليه ته چې راته ګورې خاندې ولې؟ دا نقطه شوې درېغه ماته رامعلومه

دې پورته بیت په څېر دلته هم (ښکليه) هنري صفت دی او موصوف په صفت کې پټ دی.

۲ ـ هغه هنري صفت، چې صفت او موصوف دواړه څنګ تر څنګ راغلي وي؛ خو ترکيب يې شاعرانه وي، يا تشبه يي، يا استعاره او يا… وي.

د کابل د سره اسمان کيسې ته غوږ وم!

دلته اوس د سره اسمان ترکيب، چې هنري صفت يې جوړ کړی دی، يوه بله يا دویمه مانا ښندي. صفت او موصوف دواړه راغلي دي.

ګبينه ژبه او شکرې شونډې

د ژوند حاصل مې ستا کافرې شونډې

وې غريزه او ساده اپرېدی

دلته صفت او موصوف دواړه راغلي دي. د ژبې د خوږلنۍ لپاره چې مطلب ترې لفظونه دي (ګبين) صفت شوی دی او  د شونډو د خوږلنۍ يا ښايست لپاره د (شکرې) صفت راوړل شوی دی.

(کافرې شونډې) هم يو هنري صفت دی. دلته له کافرې نه مطلب ډېرې ښايسته شونډې دي. کافر، د زيات لياقت او ښايست لپاره کاريږي. دغه صفتونه د یوې غريزې اپرېدۍ ښايست ښيي.

ساقي له ما نه د چم نه هېريږي وچې او سپورې او نهرې شونډې

دلته د یوه موصوف لپاره درې صفتونه (وچې، سپورې، نهرې) راغلي دي. شونډې جز دی چې مطلب ترې کل دی؛ نو شونډې مجاز دي. دلته دغه درې صفتونه د یوې سيمې انځور باسي. داسې ټولنه راته ښيي، چې هلته غربت او تنګلاسي ده.

د کاظم خان شيدا بيت دی:

زه د عشق له غمه ټول سياه پوش يم په مانند د جرس هر دم په خروش يم

په (سياه پوش) کې د صفت او موصوف اړيکه، يو هنري صفت او توصيفي ترکيب ګڼلی شو، دلته شيدا د عشق په غمونو کې دومره پټ شوی، چې د زغم پولې يې ړنګې کړي او د جرس غوندې په فرياد سر دی. پر دې سربېره، په دوه يم نيم بيتي کې موږ ته يو عيني انځور هم مخې ته ودروي او د جرس کړنګوونکی غږ احساسوو.

د شيدا څلوريزې هم له شاعرانه ترکيبونو خالي نه دي، دلته يې يوه څلوريزه د مثال په ډول رااخلم:

مهر که هر څو د چا دلسوز شي اثر يې کله په ســــــياه روز شي

بخت دې چې وکا مــدد له همه په دا ظلمت کې چراغ افروز شي

دا چې پښتو ژبه د عربي، فارسي او اردو ژبو کلمې ډېرې ښې په ځان کې منحل کړي، دلته هم د (سياه روز) دري ترکيب، د توصيفي ترکيب تر څنګ، د تشبيهي ترکيب بڼه هم لري او د نورو کلمو تر منځ يې يوه ښه اړيکه ټينګه کړې ده. مطلب مې دا دی، چې که همدغه ترکيب پښتو ته واړوو، دومره شاعرانه او روانه معنا به ورنه کړي.

سيد علي محمود لاهيجاني په خپله مقاله ( بررسی صفت های هنری و کاربردشان به عنوان یک ویژه ګی سبکی در شاهنامه فردوسی) کې هنري صفات په دوه ډوله، عام او خاصو ویشي. نوموړی وایي چې عام هنري صفات هغه دي چې د اشخاصو يوې ډلې ته په کراتو استعمال شي او په يوه ځانګړي شخص پورې مختص نه وي. لکه فردوسي چې په شاهنامه کې د (روشن روان) صفت مهراب، سهراب، ګيو او اسفنديار ته کارولی دی.

که من خویش ضحاکم ای پهلوان زن ګـــرد مهراب روشن روان

(فردوسي، ۱۳۸۴: ۸۷)

برفتــــــند بیدار دو پهلــــــــــوان به نزدیک سهراب روشن روان

(فردوسي: ۱۷۶)

فرســــــــــتاده ګيو روشن روان نخستین بیامـــــــــــد برِ پهلوان

(فردوسي: ۲۹۷)

بدو ګفت رســــتم که ای پهلوان جهاندارو بیدار و روشن روان

(فردوسي: ۷۲۶)

او همدارنګه په ايلياد کې د (Heavenly، مینوی، جنتی، روحاني) هنري صفت د اشيل (هومر، ۱۳۸۹ب: ۱۴)، هکتور (همان: ۱۹۸)، نستور (همان: ۲۱۳) او اولیس (همان: ۲۲۰) لپاره کارېدلي دي.

خاص هنري صفات يې هغه ګڼلي دي چې د يو ځانګړي شخص لپاره کاريږي نوموړی زياتوي چې دغه صفتونه په غالب ګمان د فرد له نوم سره راځي. لکه فردوسي چې په شاهنامه کې د تهمورث لپاره د (ديوبند) خاص صفت کارولی دی.

پسر بد مر او را یکی هوشمند ګران مایه تهمورث دیوبند

(فردوسي، ۱۳۸۴: ۱۱)

همدارنګه هومر په ایلیاد کې د (Speedstar) (بادپای) ( په منډه کې تیز، چالاکه) هنری صفت د اشیل لپاره کاروي، (Plunder other cities)( تاراجگر شهرها) یا د (ښارونو لوټمار) صفت د هکتور لپاره او  د هرا لپاره د (White goddess arm) (ښکلی او ښایسته ښځه) صفت کارولی دی.

ولې هنري صفات کاروو؟

کله چې غواړو د يو شخص، سيمې، حيوان او يا بل څه په اړه خبرې واورو او يا چاته د يادو مواردو په هکله خبرې کوو؛ نو د ښه فهم او درک په خاطر له یادو ترکيبونو (توصیفي ترکيب) څخه کار اخلو. دغه تر کيبونه د يو چا احساساتو، موقف، منشا، د قوت ميزان او نورو جزياتو ته اشاره کوي او همدارنګه که خبرې د سيمې او حيواناتو په هکله وي؛ نو بیا يې ځانګړنې بيانوي.

د صفاتو دا ډول کارول، وينا او ليکنه هنري کوي؛ خو په شعر کې بیا هنريت اساس دی. د دغو صفاتو کارول د دې سبب کيږي چې د تصوير جوړولو ته لار خلاصه شي او د اتل يا کرکټر ښه شخصيت ترسیم کړي.

همدارنګه شاعران ياد صفتونه د شعر د وزن او قافيو د برابرولو په خاطر هم کاروي. کوم شاعران چې د کوم بيت په وزن کې کم راشي او يا کومه غوره قافيه ونه مومي؛ نو د صفاتو ترکيب ته مخه کوي لکه په لاندې بيتونو کې:

ـ شخصیت پېژندنه (د شخصيت معرفي کول)

ليکوال يا شاعر د هنري صفتونو پر مټ د يو فرد شخصيت راپېژني. د هغه لپاره داسې اوصاف کاروي چې لوستونکي ته د هغه يو بشپړ تصوير ښکاره کړي. له دې سره به لوستونکی د هغه فرد په اړه بشپړ پوه شي چې شاعر يا لیکوال يې د اوصافو په ملتيا يادونه کړې ده. د مثال په ډول د اميرکروړ د وياړنې يوه برخه راخلم:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته په هند و سند و په تخار و په کابل نسته

بل پر زابل نسته-له ما اتل نسته

امیرکروړ په پورتنيو کرښو کې د ځان لپاره د زمري صفت کارولئ دئ. دا چې دلته د زمري څخه مجازي مانا اخيستل کيږي او مراد ترې د زمري قوت، زيرکتيا او زړورتوب دئ؛ نو امير هم د ځان لپاره دغه صفت کارولئ دئ. دغه صفات د اميرکروړ د شخصيت په پېژندنه کې له موږ سره مرسته کوي او موږ پوهوي چې امير، غښتلی، قوي او زيرک انسان و.

په اودیسه کې د اولیس د شخصیت د معرفي کولو لپاره د (Tolerant/ بردبار/ تحمل)، (Forethoughtful/ دور اندیش/ لري فکر کوونکی)، (Honorable/ بزرګوار/ محترم)، (Intelligent andinformed/ اگاه و هوشمند/ باخبره او هوښیار)، (Races/ نژاده)، (Sign up/ بلند نام)، (The alert/ بیدار دل) صفتونه کارولي دي.

ـ تصوير جوړونې په برخه کې دغه ترکيبونه کاريږي.

ـ د دغو توصيفي ترکيبونو کارېدنه له شاعر سره د وزن او قافيې د پوره کولو او جوړولو په برخه کې مرسته کوي.

په نثر کې هنري صفات

لکه څنګه چې هنري صفات په شعر او شاعرۍ کې په پراخه کچه استعمال لري، همدغه شان په نثر کې یې هم لري. له ډېرې تشرېح او توضح يې ځکه تېرېږم چې د شعر په برخه کې په بشپړ ډول واضح شو. بېلګه:

« شپې خپلې تورې وزرې په نړۍ خورې کړې، شین اسمان له ستورو ډګ او سپوږمۍ د سپینو مخونو نندارې ته د اسمان په منځ کې مسکۍ شوېده. ستوري هم سترګګونه وهي او لارې-ګودرې څاري. د کونړ د لوړو غرونو نه سیلۍ را الوزي او د راسا د مستو څپو اوازونه په تورو غرونو کې زمزمه کوي. سندرې وايي او په خپله مرموزه ژبه باندې مینانو ته د هغوی د لوظونو د پوره کېدو زیری ورکوي. ټوله دنیا د شپې تورتم نېولې، خلک ویده دی او هیڅوک د شپې د خوب نه ندي پاڅیدلي. سپوږمۍ هم د ستورو سره په سیالۍ کې وړاندې تللې او د اسمان منځ ته رسیدلې ده؛ خو لا د غرونو نه پنا کېدو ته یې اوس هم اوږده لار پاتې ده …» ( ۹:۲۱).

(شپې خپلې تورې وزرې په نړۍ خورې کړې) که چېرې له دې جملې څخه هنري صفت وباسو نو جمله به خپل هنريت له لاسه ورکړي او يوه عادي جمله به ترې جوړه شي یعنې (شپه شوه)، چې هېڅ هنريت پکې نشته. په دې جمله کې تورې وزرې د (شپې) لپاره صفت دی او شپه د موصوف په ډول راغلې ده.

په دې جمله کې (شین اسمان د ستورو نه ډګ دی)، د (شین) صفت له اسمان سره مرکب شوی دی او توصيفي ترکيب يې جوړ کړی دی. که چېرې د شين صفت له اسمان څخه بېل کړو؛ نو يوازې ساده جمله به پاتې شي.

پای

م. عارف زيار

ماخذونه:

.۱ ازمون، لعل پاجا. (۱۳۹۷). پښتو نظم پوهنه: جلال اباد، د ختيځ خپرندويه ټولنې تخنيکي څانګه

.۲ رفيع، څېړنوال حبيب الله. (۱۳۹۷). د خوشحال خان خټک دېوان، د امان کتاب خپرولو موسسه: درېيم پروان

.۳ مجله، وږمه. (۱۳۹۷). دويمه دوره، لومړۍ ګڼه، د کابل پوهنتون مطبعه

.۵ لاهیجاني، سيدعلي محمودي. (۱۳۹۲). بررسی صفت های هنری و کاربردشان به عنوان یک ويژه ګی سبکی در شاهنامه فردوسی، ويکيپېډيا

.۴ همکار، پوهنوال محمد ابراهيم. (۱۳۹۶ل). بيان پوهنه: جلال اباد، مومند خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب