جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د غزني په پښتو کې د عددي صفت متممونه

د غزني په پښتو کې د عددي صفت متممونه

ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار

 د هرات پوهنتون استاد

لنډيز

کله چې موږ وايو، څلور تاره وېښتان، يوه څمڅۍ ښوروا، يو غوړپ اوبه او درې لوېشتي واوره، په ترتيب سره”څلور، يو، يو، او درې” ته موږ اعداد او”تار، څمڅۍ، غوړپ او لوېشتې” ته د عددي صفت متممونه وايو. د عددي صفت متمم هغه کلمه ده، چې له صفت سره يو ځای راځي او د صفت مانا بشپړوي. صفتونه له اسمونو سره راځي او د اسمونو حالت بيانوي خو د عددي صفت متمم بيا د اسم شمېر، اندازه او ترتيب راښيي. همدا متممونه د معدود د څرګنتيا او وضاحت لپاره په کلام کې استعمالېږي. د عددي صفت متممونه په فارسي ژبه کې ډېر کارېږي، مثلاً چهار قلاده اسب، سه حلقه ماين، چهار حلقه چاه، دو باب مکتب، دو باب مسجد، ده ميل کلاشينکوف او نور داسې په لسګونو متممونه. په پښتو ژبه کې هم همدې ته ورته متممونه لرو، چې د يو څو يې پورته يادونه وشوه او نور د ليکنې په متن کې راغلي دي. تر اوسه پورې د پښتو ژبې په ګرامرونو کې د عددي صفت د متمم په اړه بحثونه نه دي راغلي، دا برخه په ولس کې شته ده، که د پښتو ژبې لهجې پسې وکتل شي او دا متممونه راټول شي، لوی کار به وي. د عددي صفت متمم له ګرامري نقش څخه که راتېر شو، دا توکي د کلام په تصويري کولو کې هم رول لري، له بلاغي نقشه يې سترګې پټول پکار نه دي، د بېلګې په توګه موږ وايو: د جرکنې کارېز يوه غېږ اوبه لري. دلته مو مخاطب ته خبره تصويري کړې ده او د اوبو د ډېروالي بريالی تصوير مو ورته ايستلی دی.

آروییونه: د عددي صفت متمم، عدد، صفت، متمم

سريزه

د عددي صفت متمم په اړه بحث يو ګرامري بحث دی، لکه څنګه چې د ژبې په ګرامر کې د نوم، نومځري، ستاينوم” صفت”، عدد او قيد و فعل په اړه خبرې کېږي، بايد د عددي صفت متمم هم څېړل شوای وای، خو له بده مرغه په پښتو ګرامرونو کې دا موضوع تر اوسه نه ده څېړل شوې. هيله لرم چې ګرامرستان به دا موضوع هم وڅېړي، ضروري متممونه به په نخښه او غير ضروري به هم تشخيص کړي، تر څو زموږ رسنوال له دې ستونزې څخه بېغمه کړي، چې څلور حلقې څاوې ووايي که څلور څاوې، دوه بابه ښوونځي ووايي که دوه ښوونځي، لس ميله کلاشينکوفونه ووايي که لس کلاشينکوفونه او درې حلقې يا کړۍ ماينونه ووايي که درې ماينونه. زموږ رسنوالو ته چې دا پورتني د عددي صفت متممونه لازمي ښکاري، راوړل يې لازمي نه دي.

د موضوع ارزښت او مخينه

د عددي صفت د متممونو راغونډول يو ګټور کار دی، که له هرې سيمې او هرې لهجې دا متممونه راغونډ شي، له هغې وروسته بيا ضروري متممونه را چاڼولی شو، تر څو په رسنيو او نورو ليکنو کې ترې سمه او د ضرورت په وخت کې استفاده وکړو او د ګرامر دا کنډو برخه به هم ورسره پوره شي. دا خواره واره متممونه که ثبت نه شي، نو د وخت په تېرېدو سره به له منځه ولاړ شي او د ټولنې د کلتوري پانګې يوه برخه به مو له لاسه ورکړې وي.

د عددي صفت متمم په برخه کې استاد اسدالله غضنفر د نثر ليکلو هنر په کتاب کې يوه مقاله کښلې ده، هلته يې ليکلي دي، چې دا به ګټور کار وي چې د پښتو له مختلفو لهجو او سيمو څخه د عددي صفت متممونه راغونډ شي؛ نو دا مقاله د استاد د مقالې يېبره بللی شو. پوهاند رښتين هم د خپل پښتو ګرامر، چې غلام محی الدين هاشمي پښتو کړی دی، د عددي صفت د متمم په برخه کې يو- دوې خبرې لري.

د څېړنې موخې

اصلي موخه

– د غزني ولايت د پښتنو په پښتو کې د عددي صفت متممونه راغونډول او له مرګه ژغورل، ځکه دا د ټولنې د کلتوري پانګې يوه مهمه برخه ده او بايد ضايع نه شي.

فرعي موخه

– په پښتو ګرامرونو کې د عددي صفت د متمم په نامه څه نه لرو، نو کله که ګرامرپوهانو د ګرامر دا کنډو برخه پوره کوله، دا او دې ته ورته ليکنې مرسته ورسه کولای شي.

د څېړنې پوښتنې

اصلي پوښتنې

– آيا په پښتو ژبه کې لکه دري غوندې د عددي صفت متمم شته؟

– د عددي صفت متمم کارول په ليکنه او وينا کې څه وخت اړين دي؟

– د عددي صفت متمم له عدد او صفت سره څه توپير لري؟

فرعي پوښتنې

– د عددي صفت متمم ته څه وخت اړتيا پېښېږي؟

– د عددي صفت متمم څه دنده لري؟

– د عددي صفت متمم د کارولو ګټه څه ده؟

– آيا له نورو ژبو څخه دا متممونه را ژباړلی شو؟

– د عددي صفت د متمم بلاغي نقش څنګه ارزول کېدای شي؟

د څېړنې فرضيه

د عددي صفت متمم له صفت سره يو ځای راځي او مانا يې بشپړوي، خبره انځوریزه کوي، د کلام له وضوح سره مرسته کوي او په پښتو ژبه کې کله د عددي صفت متمم ته اړتیاوي او کله ورته ضرورت نه وي.

د څېړنې ډول او ميتود

د دې څېړنې ډول ساحه‌يي دی او د سروې ميتود په مرسته موضوع څېړل شوې ده خو له کتابونو هم د ضرورت پر وخت مرسته اخيستل شوې ده.

صفت څه شی دی؟

پوهاند دوکتور زيار يې دا وړ راپېژني:

ستاينوم” صفت” په خپلواک ډول څه نه نوموي، بلکې د يو څه څرنګوالی نوموي؛ يا په بله وينا، يو ستاينوم په يوه څيز نوم اړه لري. هغه ټاکي او څرنګوالی يې ښيي، لکه: تود، سوړ، غټ، ووړ، تور، سور، ښکلی، ښايسته، غښتلی، کمزوری، روغ، ناروغ ( زيار، ۱۳۸۴: ۹۹).

يا صفت هغه کلمه ده چې د يو نوم حالت، څرنګوالی، کميت او اندازه بيانوي (رښتين، ۱۳۷۲: ۱۶۹).

عدد څه ته وايي؟

شمېرنوم يو نوم دی چې کله د يو نوم سره راشي شمېر نوم بلل کېږي، شمېر نوم د ستاينوم غوندې څرنګوالی نه ښيي، بلکې تعداد، تدريج او پوړوالی ښيی، لکه: يو، دوه، درې، لومړی، دويم، درېيم ( خوېشکی: ۱۳۹۷: ۱۹۴).

يا عدد هغه کلمه ده، چې د څيزونو شمېره بيانوي، هر څه چې د عدد په وسيله شمېرل کېږي، معدود يې بولي، لکه: څلور کتابونه، چې«څلور» عدد او «کتابونه» معدود دی (رښتين،۱۳۷۲: ۱۸۳).

د عددي صفت متمم څنګه ګرامري مقوله ده؟

استاد اسد الله غضنفر د عددي صفت د متمم په هکله ليکي:

لس ميله وسله، پينځه کيلو غنم، درې کسه روسان، يوه جوړه جامې او څلور عرادې موټر، په دغو عبارتونو کې ميل، کيلو، کس، جوړه او عراده هر يو د عددي صفت متمم بولو. صفت يا ستاينوم د اسم حالت بيانوي او عددي صفت هغه ستاينوم دی چې د اسم شمېره، اندازه يا ترتيب راښيي. مثلاً” لس” د وسلې تعداد او اندازه رامعلومه کړې ده. د صفت متمم هغه کلمه ده چې د صفت د معنا د بشپړولو لپاره له صفت سره راځي. که د پينځه کيلو غنمو په عبارت کې” کيلو” نه وي، معنا نيمګړې پاتېږي ( غضنفر، ۱۳۸۹: ۲۱۱).

د عددي صفت متممونه د طول، عرض، حجم او وزن ولسي مقياسونه دي، د متر، کيلو، لېټر او دقيقې و ثانيې غوندې يې ولس کاروي، د کارېزه د اوبو اندازه چې راښيي داسې نه وايي چې لس يا شل انچه اوبه، بلکې وايې يوه غېږ اوبه، داسې نه وايي چې نيم ګرام مالګه، بلکې وايي چې يوه چونډۍ مالګه.

په پښتو ژبه کې هر وخت د عددي صفت متمم ته اړتيا نه وي، بلکې ځينې وخت ورته ضرورت پېښېږي، که د اړتيا پر وخت دا ګرامري توکی کار نه شي، ويناوال به مقابل لوري ته خپل مطلب سم ونه رسوي. په دې اړوند استاد ليکي:

هغه نومونه چې د کل او جز په فرق کې يې مشکل پېښېږي، عددي صفت يې متمم ته ضرورت لري، مثلاً داسې نه وايو چې: درې ځمکې مې واخيستې، بلکې وايو چې: درې ټوټې ځمکې مې واخيستې ( غضنفر، ۱۳۸۹: ۲۱۳).

د ولس ژبه غني ژبه ده، موږ کولای شو، علمي او ادبي برخو کې ډېره استفاده ترې وکړو، د بېلګې په توګه د” خندا” مقياس ته يې تاسو ځير شئ: يوه خوله خندا. داسې په سلګونو بېلګې شته چې موږ په ادب کې استفاده ترې کولی شو، يوازې ادب نه، د عددي صفت متممونه د ويندويانو لپاره ډېر مهم دي، که چېرې د ولس په ژبه وږغېږي بيا به اړ نه وي، چې د نور ژبو متممونه راپور يا را وژباړي.

د عددي صفت ځينې متممونه خبره انځوريزه کوي او کله بيا په کلام کې د معدود د څرګندتيا او توضيح پازه هم پر غاړه لري، د بېلګې په توګه: د جرکنې کارېز يوه غېږ اوبه لري. دلته مو خبره تصويري کړې ده او په څنګ کې مو د اوبو د اندازې لپاره د”غېږ” مقياس هم کارولی دی. د ځينو داسې انتزاعي پديدو اندازه هم دا متممونه راښيي چې د کچ مېچ وړ نه دي، لکه خندا، ګپ، خوب او داسې نور. مثلا موږ وايو، يوه خوله خندا، يوه خوله ګپ او يوه سترګه خوب. دلته خوله او سترګه د عددي صفت متممونه دي، چې هم بلاغي نقش لري او هم ګرامري.

شاعران د ولسي ژبې همدا متممونه راخلي او په شعر کې يې کاروي خو مبتکر شاعران بيا يوازې پر دغو بسنه نه کوي، خپله هم همداسې متممونه رغوي چې ښاغلی شفيعي کدکني يې ( عددي جوړښتونه) بولي. ډاکټر درمل په شعرستان کې د نه شمېرل کېدونکيو شمېرل تر سرليک لاندې کاږي:

د ژبې په برخه کې يوه بله شاعرانه اضافه دا ده، چې کله کله شاعران هغه څه ته هم واحدات او اندازې پيدا کوي، چې موږ يې نه شمېرلی شو او نه اندازه کولی شو ( درمل، ۱۳۹۷: ۴۰۰).

ځينې شاعرانه جوړښتونه يې داسې دي: سل ګرېوانه اوښکې، يو عالم الم، سل بهاره حسن، دوه عالمه خوبۍ، دوې نړۍ مستي، سل جنونه زولنې، سل عقبې هيلې، يوه لمن هيلې او داسې نور.

اوس راځو د غزني ولايت قره‏باغ ولسوالي په ولس کې ځينې کارېدونکي د عددي صفت متممونه کتاروو، که په همدې شکل له هرې لهجې څخه دا وړ متممونه راټول شي، د کلتور يوه مهمه برخه به مو له مرګه ژغورلې وي.

جانانه خپل وطن ته راشه

شوتلې شنې دي غنم دومره دومره دينه.

۱ـ یوه تاکۍ اوړه.

۲ـ یوه خوله خندا.

۳ـ یوه خوله ګپ.

۴ـ یو ګورت ګندنی.

۵ـ یو اور بل بوټي.

۶ـ یوه غېږ بنجخي.

۷ـ یوه پنډه پروړه.

۸ـ یوه پنډه ریشقه.

۹ـ یو بار بوټي.

۱۰ـ یوه چونډۍ مالګه.

۱۱ـ یوه لپه اوبه.

۱۲ـ یوه لمن مڼې.

۱۳ـ یو ږنګوری انګور.

۱۴ـ یوه ځولۍ، رېړۍ، ټېله خاوره.

۱۵ـ یوه سترګه خوب.

۱۶ـ یوه کټو ښوروا.

۱۷ـ یو ځګ کوچ.

۱۸ـ یوه پولۍ ریشقه.

۱۹ـ یوه چمبه ډول.

۲۰ـ یو اخور واښه.

۲۱ـ یو زنګون واوره.

۲۲ـ یوه لوېشت واوره.

۲۳ـ څلور ګوتې واوره.

۲۴ـ یو پل واوره.

۲۵ـ یو خپ مڼه.

۲۶ـ یو سور چای. یعني یو غوړپ چای.

۲۷ـ یوه ګوله”کپله” مړۍ.

۲۸ـ یوه لمن اتامونه.

۲۹ـ یو کنځور چاپکې.

۳۰ـ یو ګام شوتله. په کلیو کې ملا ته یا یو بسته پټی شوتله و ریشقه ورکوي یا د لوی پټي په اوږدوالي یو ګام ملا ته ور بېلوي، دې ته يو ګام شوتله وايي.

۳۱ـ یو ترنګړ پروړه.

۳۲ـ دوه لړه مرۍ.

۳۳ـ یو ډکی نعناع.

۳۴ـ یوه غېږ اوبه. مثلا: د يونس دوی د کارېز يوه غېږ اوبه دي.

۳۵ـ یو بند اوبه. د ګوتې بند. مثلاً، کله چې وریژې پخوي د ګوتې یو یا دوه بنده اوبه باید پر وریژو له پاسه وي، نو څوک بيا چا ته وايي، چې وريژې لا پخې نه دي، يو بند اوبه پکې ولاړې دي.

۳۶ـ دوه څمڅۍ غوړي.

۳۷ـ دوه ګېډۍ پیاز.

۳۸ـ یو شپول پچې.

۳۹ـ یو موټ ممیز، دوه موټه نينې.

۴۰ـ دوه رمې مېږې.

۴۱ـ درې پاستی مړۍ.

۴۲ـ یوه لوېشت قد. لوېشت د طول لپاره د مقياس په توګه کاروي.

۴۳ـ يو بار ريشقه.

۴۴- يوه کوده ريشقه.

۴۵- يو، دوه او… لس تاره وېښتان.

۴۶- يو زنګون واښه.

۴۷- يو زنګون اوبه.

۴۸- دوه ګامه پټی.

۴۹- يو پختن کچالو.

۵۰- دوه چکۍ ځوځ.

۵۱- درې ګميندې ځوځ.

۵۲- درې خرواره غنم. يو خروار څلوېښت کابلي منونه کېږي.

۵۳- درې خرواره پروړه” بوس”.

۵۴- يوه چکۍ صابون.

۵۵- درې چکۍ ګوړه.

۵۶- يوه ګوګړۍ” ګوړۍ” تار.

۵۷- يوه کلاوه اون.

۵۸- يو ګاډی زرتار.

۵۹- يو تان څونۍ” ټيکري”.

۶۰- دوه چارکه اوبه.

۶۱- يو بڅری غوښه.

۶۲- درې شواروزه اوبه. يعني يوه شپه او ورځ اوبه.

۶۳- يو چارک اوبه.

۶۴- دوه جوړې ډيډې” والۍ، لښتۍ”.

۶۵- درې جوړه جامې.

۶۶- يوه لمن غنم.

۶۷- دوه جوړه کوټې” خونې”.

۶۸- درې دانې مرۍ.

۶۹- يوه چاينکه چای.

۷۰- درې بوکې” سلواغې” اوبه.

۷۱- لس سيکړې دېوال.

۷۲- يوه بوشکه تېل.

۷۳- يوه شيشۍ”بوتل” خوشبويي” عطر”

۷۴- يو، دوه ګامه لار.

۷۵- يو دېګ وريجي.

۷۶- يوه تالۍ مړۍ”ډوډۍ”.

۷۷- يو تلبر چای.

۷۸- يو تاسړی مړۍ. د بېلګې په توګه: پلانکي يو تاسړی مړۍ وخوړه لا موړ نه دی.

۷۹- يو خوری”سفالي لوښی دی” لنده مړۍ.

۸۰- يو سېل مرغۍ.

۸۱- يوه ګله غواوې.

۸۳- يو وخت ډوډۍ.

۸۴- يوه لوېشت ځمکه.

۸۵- يو کتاب خبرې.

اوس د استاد غضنفر له ليکنې څخه هغه متممونه هم دلته راوړو، چې د پياوړي شاعر ومان نيازي له لوري راغونډ شوي دي:

درې پاستې ډوډۍ، دوه کتاره بنګړي، دوه لړه مرمۍ، يوه خوله نسوار، يو موټ اتامونه، يوه ګېډۍ غنم، لس کودې رشقه، يو اور لرګي، يوه تاکۍ اوړه، يوه پنډه رشقه، يو سېل مرغاوۍ، يو کمبو پروړه، يو څپری اغزي، يو ځک کوچ، يوه کټو مستې، يوه څمڅۍ ښوروا، يوه ځولۍ سابه، يو ډکی نوش‌پياز، يو وخت وړه، يو کميس رخت، يو کندو غنم، يو اخور واښه، يو موټی مميز، يوه سلايي رانجه، يوه غېږ جوار، يو تخرګ لرګي، يوه بېډۍ کوچ، يو کنځور چاپکې ( تپياکې).

په ميدان‌ښار کې بيا د آغلې لينا شريفي له خوا دغه مروج متممونه راغونډ شوي وو:

يوه خوله خندا، يوه سترګه ژړا، يو پشت ډوډۍ” هغومره ډوډۍ چې په تناره کې په يوه نوبت پخېږي”، يو شکور ډوډۍ، يو نس ډوډۍ، يوه کپه سپېرکۍ، يو وخت خواړه،، يو کندو وړه، يو دور کوټې، درې درجنه پيالې، يوه پيمانه وړه، يو کميس ټوټه، يو نسوار رانجه، يو کوټ واښه، يو اخور واښه، يو تلبر ډوډۍ” تلبر شکور ته ورته شی دی، چې اوس ورنه استفاده نه کېږي”، يو زنګون واوره، دوه قدمه اوبه، دوه بکسه جامې، يو نخود کوچ، يو تنور خس، يوه لمن مڼې، يو کپ مڼه (غضنفر، ۱۳۸۹: ۲۱۵).

زه په پای کې له پښتو ژبې او ادبياتو سره له تړليو ښاغليو څخه هيله کوم چې د خپلو لهجو متممونه راغونډ کړئ، چې له مرګه وژغورل شي او ګرامرکښونکيو ته خام مواد برابر شي تر څو دا موضوع د خپلو ګرامرونو برخه وګرځوي، ځکه تر اوسه پورې پرته له استاد غضنفره چا په دې اړه مستقل کار و څېړنه نه ده کړې.

پايله

د عددي صفت متمم هغه کلمه ده چې له صفت سره يو ځای راځي او د صفت د مانا په بشپړولو کې برخه اخلي او د اسم شمېره، اندازه او ترتيب هم راښيي خو صفت يا ستاينوم د اسم حالت بيانوي.  صفت هغه نوم دی چې پر ستاينې او غندنې سربېره څرنګوالی او څومره والی څرګندوي، لکه روغ، رنځور، غښتلی، کمزوری، ښايسته، بدرنګ او سوړ و تود. عدد لکه ستاينوم څرنګوالی نه معلوموي، بلکې تعداد، تدريج او پوړ راښيي، عدد د يوه شي په نوم پورې اړوند وي او په خپلواک ډول څه نه نوموي خو د صفت متمم هغه کلمه ده چې د صفت د معنا د بشپړولو لپاره له صفت سره راځي او يا د معدود د څرګندتيا او وضاحت لپاره تر عددونو وروسته راځي. د عددي صفت متممونه تر اوسه پورې له لهجو څخه راغونډ شوي نه دي، که ټول راټول شي؛ نو د ګرامر يوه برخه به مو تشه پاتې نه وي. زموږ ډېری رسنوال د فارسي ژبې متممومه کاروي، چې دا کار ستونزې پېښوي او تر مخاطبه پورې د مفهوم په رسولو کې مرسته خو نه کوي چې نه کوي، لا مفهوم ګونګ کوي، ځکه په پښتو کې ځينې وخت متمم ته اړتيا وي او ځينې وخت متمم ته اړتيا نه وي، مثلاً که موږ ووايو څلور بابه ښوونځي يا لس ميله کلاشينکوف نو دلته د مانا په توضيح کې د عددي صفت متمم هيڅ نقش نه لري، ځکه موږ په پښتو ژبه کې داسې وايو: څلور ښوونځي او لس کلاشينکوفه. خو ځينې ځايونه بيا د عددي صفت متمم ته اړتيا پېښېږي، لکه دې جمله کې: څلور کيلو وريجي درسره راوړه. په دې جمله کې که د” کيلو” متمم رانه وړو؛ نو له جملې څخه مفهوم اخيستلای نه شو.

د عددي صفت متمم پر پښوييز چار سربېره د کلام په تصويري کولو کې هم برخه لري، د متمم په راوړلو سره جمله تصويري کېږي او مخاطب ته مفهوم، خبر او هيله ښه رسولای شو، د دې ګرامري ځېل همدغه دنده هم خورا مهمه او د کلام له وضاحت او په زړه‌پوري والي سره پوره مرسته کوي.

په پښتو ژبه کې د عددي صفت متمم په برخه کې لا چا ډېر کار نه دی کړی، زموږ ګرامر پوهانو څنګزنې اشارې ورته کړې دي، پرته له استاد غضنفر څخه په دې اړه يې کار کړی دی. د عددي صفت متممونه لا د خلکو په سينو کې خوندي دي، که هر څوک د خپلې لهجې همدا متممونه راغونډ کړي نو د زوی زېری به وي، بيا به مو رسنوال مجبور نه وي، چې د بلې ژبې متممونه وکاروي، يا د بلې ژبې متممونه را وژباړي او يا هم بې‌ځايه د عددي صفت متممونه وکاروي، ځکه په پښتو ژبه کې ځينې وخت متمم ته اړتيا پېښېږي او ځينې وخت نه، لکه په څلور ميله وسله کې د متمم راوړل اړين خو په څلور ميله کلاشينکوف کې بيا د متمم راوړل غير ضروري دي. له ټولو لهجو څخه د عددي صفت د متممونو راغونډول پکار دي؛ دا او دې ته ورته هڅې د دې باعث ګرځي چې د پښتو ژبې يوه لويه پانګه له مرګه وژغورل شي.

اخځليک

  1. خويشکی، محمد صابر. ( ۱۳۹۷). پښتو معاصر ګرامر. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه.
  2. درمل، احسان الله. (۱۳۹۷). شعرستان. دويم چاپ. کابل: سروش کتاب‌پلورنځی.
  3. رښتين، صديق الله.(۱۳۷۲). پښتو ګرامر. د سيد محی الدين هاشمي ژباړه. پېښور: يونيورسټي بک ايجنسي.
  4. زيار، مجاور احمد. ( ۱۳۸۴). پښتو پښويه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  5. غضنفر، اسدالله. ( ۱۳۸۹). د نثر ليکلو هنر. کابل: په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه.
  6. پورته راوړل شوي متممونه د دې کرښو د ليکوال په ګړدود کې هغه ډېر مروج متممونه دي، چې له ولس څخه راغونډ او ثبت شوي دي.

8 COMMENTS

  1. ډېر دروند استاد!
    هیله ده ، چې د یوه زاړه کس په پوښتنه او یاپسې شننه راڅخه زړه بدی نه شې.
    که دا د یوې بېلګې له مخې راته وښایې، چې ،،عددې صفت متمم،، به څه وي؟
    دلته دې بېلګې راوړي، یواځې د یوې بېلګې له مخې ،،عددې،، څه ورڅه پوهېږو او په همهغه ځای کې ،،صفت،، بیا څه شی دی او بیاپسې ،،عددي صفت،، څه شی دی او دا متمم باندې خو سوچبوچ نه پوهېږم.
    له ستونځو دې ډېره مننه او بریالی اوسې.

  2. بیا هم په ډېره بخښنه!
    که ووایو چې: څلور منه غنم.
    دلته ۴: هغه څه چې ګڼل کیږي، دهغې څومره والی دی.
    من : هغه څه چې په کچه کیږي، د هغې لپاره یوون( واحد وایو، خو دا ناسم دی) دی.
    غنم: هغه شی یا څه دي، چې په کچه کیږي.
    دلته نو ،،عددې صفت متمم،، کوم، کوم دي؟

  3. په ډېره زیاته بخښنه: موښه مې روښانه ونه ده او بس.
    په پښتو: ستاسو په بېلګه ،،لس کیلوغنم کې لس د کیلو، چې د درونوالي لپاره یوون (واحد ناسم دی) څووالی (ګڼوڼ) دی. دا ګڼیز څه دي. کیلو د دروندوالي لپاره یو یوون دی. او غنم دهغه څه نوم دی، چې لرو یې او په کچه کیږي.
    زه په پورته کې خویوی( صفت) نه وینم او نه یې په متمم پوهېږم، چې دلته به نو څه وي؟

  4. سلام
    دبحث لومړنیو برخو ته هیڅ اړه نه شته له فرعی او اصلی او میتود ،مبرم او نامبرم به تیرشو . ریشقه به په رشقه ولیکو دوزن مقیاس چې ما خان هم پوښتنه کړی ده به لاندې ډول رالنډ کړو:
    ۲۴ نخوده یو مثقال کیږی
    ۲۴ مثقاله یو خورد کیږی
    ۴ خورده یو پاو کیږی
    ۴ پاوه یو چارک کیږی
    ۴ چارکه بیا یو کابلی سېر کیږی
    ۸سېره بیا یو کابلی من کیږی
    ۸۰ سېره یا لس منه بیا یو خروار باندې پای ته ر سیږی
    راغلو دګرامر په برخه کې : زه باور لرم چې نن سبا پښتو ژبه اوچت ګرامر پوهان لری او ډیر پېچلی مسایل عالمانه څېړلای شی . دهرې ژبې ګرامړ له عامې تر عالي برخې پورې معیار لری ټول په یوه برخه کې نه شی خلاصه کیدای. زه تاسره دنیوکې اوګرامر په هکله موافق نه یم .
    پښتو ژبه ته دکړکېچ په وخت کې ډیر ماهر غله لېوان،ګېدړ،شغالان او بې هویته څارنوال او څارنمل څاروی راننوتل .دغه وږی ،تږی څاروی چې مختلف رنګونه لری کله ناکله دعددی،متمم،صفت او لهجه خولا پرېږده دنر اوښځې توپیر کولای نشی………..

  5. د ګران ورور میوند بختیار د خوږې لیکنی څخه می ډېر څه زده کړه.
    د یو احساساتی او بیسواد تماشاچی ( لوستونکی ) پتوګه فقط دوې وړوکی یادونی لرم:
    د چا خُسر ئې په ما نه سی منلای چی په ګرامری ډګر کی:
    صفت = ستاینوم؟
    ځکه
    د کور او کوڅې او بازار په محیط کی ” صفت ” یو مفهوم لری او په ګرامری لمنه کی ” صفت ”
    بل مفهوم لری.
    مثلاً:
    د صوفی خیرو د دوکان پالوده ډېره خوندوره ده ( هر خوړونکې ئې ستاینه کوی ).
    د لالا فیضو د دوکان شلومبې اکثراً ډېری تُروې او ځینی وخت ورستې هم وی ( هر خوړونکئ او رانیوونکئ ئې غندنه کوی ).
    په عامیانه کچه پایله دا ده:
    د خیرو د پالودې صفت ( ستاینه ) کیږی
    خو
    د فیضو د شلومبو صفت هیڅوک نکوی ( غندنه ) ئې کیږی.
    امّا
    په ګرامری لمنه کی د ” صفت ” اطلاق هم د خیرو پر خوندوری پالودې کیږی او هم د فیضو پر ورستو او بې خونده شلومبو.
    بناً
    په ګرامری تشریحاتو او توضیحاتو کی د ” صفت ” لپاره د ” ستاینوم ” انتخاب به غیر علمی او نامناسب انتخاب وی ځکه ” ستایل یا ستاینه ” ځانته مستقل حکومت او هویت لری نو ښه به دا وی چی د پښتو د اِنجن او باډۍ د ترمیم په پلمه زیږه زیږه ریګ مالونه و نه کارول سی که نه نو هغه زوړ حال به هم ور دریږی.
    بس، صفت = صفت یا همهغه ” څرنګوالی ” کفایت کوی.
    بله دا چی:
    په فارسی ژبه کی معمولاً اهلی – بار وړونکو حیواناتو ته د ” واحد ” پتوګه ” رأس ” ویل کیږی
    مثلاً
    یک رأس شتر، یک رأس ګوسفند یا ( مثلاً ، حیا دی وی یک رأس مارشال ).
    البته ” قلاده ” معمولاً وړوکو او وحشی یا بعضاً اهلی غیر بار وړونکو څلور پایه حیواناتو ته ویل کیږی.

  6. سلامونه او نېکي هيلې!
    دروند ډاکټر شينواری صاحب، د عددي صفت متممونه د عام ولس مقياسونه دي، موږ تاسې ويلی شو، چې څلور اينچه اوبه، يعنې په څلور اينچه پايپ کې چې څومره اوبه په فشار راځي، خو د کليو خلک ممکن ووايي، چې يوه غېږ اوبه.
    د عددي صفت متمم د کلام له تصويري کولو سره مرسته کوي او د داسې شيونو لپاره مقياس او اندازه ټاکي چې هغه د تول وړ نه وي، مثلا يوه سترګه خوب. يوه خوله ګپ.
    يو عدد دی
    سترګه متمم دی

  7. قدرمن غلام حضرت صاحب سلامونه او نېکې!
    خوښ شوم چې ليکنه مو خوښه شوې ده، د صفت په هکله مو يادونه پاموړ ده.
    مننه کور ودان

  8. ټولو ښاغليو ته سلامونه
    د عددي صفت متمم يا که يې هر څه تاسې نوموئ، د ولس په ژبه کې شته دي، د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي، ما وغوښتل چې له مرګه وژغورل شي، د دې مقالې يوه موخه همدغه هم وه.
    که هر څوک د خپلې لهجې همدغه توکي راټول کړي، تر ګرامرپوهانو يې ورسوي، بيا به د دې ژبني توک پر چار او نومونه هم بحث اسانه شي او هم به يوې پايلې ته سره ورسېږو. زما په خيال د دهمدغسې توکيو راټولول به بې يېبرې کار نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب