ځای: انلاین
نېټه: 23/06/2024
ګډونوالې: 17
وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند
راپور: محبوبه اکبر
د دې اوونۍ غونډې درې برخې لرلې. په لومړۍ برخه کې د اغلې شمایلې سلیمي پر کتاب (داغ په نسترن) شعري ټولګه باندې خبرې وشوې. په دوهمه برخه کې د کیسې پر ایډیټ باندې بحث وشو او په درېیمه برخه کې مشاعره وشوه.
لومړۍ برخه
د غونډې په پیل کې مېرمن شمایلې سلیمي د خپل ادبي ژوند اړوند خبرې وکړې او ویې ویل: “داغ په نسترن” زما لومړی کتاب دی چې چاپېږي. زما د شاعرۍ تقریبا ۱۶ کاله کېږي او شعرونه مې اکثرا په بېلابېلو قالبونو کې لیکلي دي. درې کاله مخکې ما غوښتل چې کتاب چاپ کړم حتا ډیرو ادیبانو پرې تبصرې هم ولیکلې خو دا چې د افغانستان سیاسي حالات بدل شول، زړه مې مات شو او ما نه شوی کولی چې د کتاب د چاپ چارې مخته یوسم. خو اوس خوشاله یم چې د دې حالاتو با وجود کتاب مې چاپ ته لاړ او د خلکو له هرکلي سره مخامخ شو.
په شعر او شاعري کې زما عقیده دا ده چې شعر باید افاقي فطرت ولري او یوې مخصوصې طبقې او ټاکلې نظریې کې محدود نه شي په عمومي توګه شاعري محدودول یو ډول ظلم دی.
زما په نظر شعر هغه نازک لطیف رنګ دی چې د هر خیال د ګوتو لمس ته ځان نه ورکوي. په دې کتاب کې ما شعوري او غیر شعوري صنعتونه هم ډير کارولي او د تشبیهاتو او عارفانه انداز شعرونه مې هم لیکلي دي. په ذاتي توګه د شعوري صنعت ښکلا یوازې صنعت ته ښکلا ورکوي خو شعر ته خو د غیر شعوري صنعت ښکلا بیا د کمال مظاهره کوي چې په شعر کې راشي.
هیله پسرلی:
د مبارکي ترڅنګ غواړم ووایم چې کتاب په ډېر مناسب وخت کې چاپ شو. د ښځو هر پرمختګ د نهیلۍ او خپګان په دې وخت کې نورو ښځو ته د کار روحیه او الهام ورکوي.
۳۶۰ مخه شاعري ډېره لویه خبره او سخت کار دی. مخصوصا د غزل شاعري، موخه مې دا نه ده چې د غزل شاعري تر نورې شاعري مهمه ده خو ګومان کوم په غزل کې کامیابي ښايي ځکه هم لږ سخته وي چې د پښتو ډېره او کلاسیکه شاعري د عزل په قالب کې شوې ده. له اغلې شمایلې څخه مننه کوم چې په دوامداره توګه پښتو ژبه او فرهنګ ته کار کوي.
شکبیا نادري:
د اغلې شمایلې کتاب مبارکی ترڅنګ غواړم ووایم چې د اغلې شعرونه ما مخکې لوستي وو. زما د شعر سره دومره علاقه نه وه خو د دې شعرونو په ما کې دا حس پیدا کړ چې په ژوند کې باید شعرونه هم ولولو او خپل احساسات پکې ولټوو.
بله خبره چې د اغلې په شعرونو کې ما پیدا کړه هغه ښځینه احساس و، مخکې د دوی له شعرونو به مې چې کوم شعرونه لوستل تر ډېره حده به مې داسې انګیرل چې دا یوازې الفاظ دي چې د شعر په قالب کې بیان شوي دي او بس خو د اغلې شمایلې په شعر کې ما خپل ښځینه احساسات وموندل نو ځکه یې هم ډېر اثر راباندې وکړ.
بله موضوع په شعر کې انځوریزه شاعري ده. د اغلې شمایلې د شعر په هره برخه کې دا موضوع رعایت شوې ده چې د دوی شعرونو ته یې خاصه ښکلا وربښلې ده.
ګلالۍ مومند:
دا چې ټولې بهیروالې د دې کتاب او د شعرونو اړوند ښکلي نظرونه بیان کړل، ستاسو د شعرونو لوستلو لپاره مې تلوسه لا ډیره شوه چې هغه عالی احساس پکې درک کړم، نو ایا د دې امکان شته چې پي ډياف بڼه موږ سره شریکه شي؟
شمایله سلیمي:
دا چې د کتاب د چاپ یوه اوونۍ لا نه ده وتلې نو سافټ کاپی راسره نشته خو زما هدف زما شعرونه تر خپلو پښتنو خویندې پورې رسول دي نو هڅه کوم چې د سافټ کاپی تر تاسو پورې ورسېږي.
شفیقه خپلواک:
اغلې شمایلې ته د کتاب او بهیر ته ښه راغلاست وایم دا ډیر مهم کار دی چې په داسې حالاتو کې کتاب چاپیږی هغه که شعر وي کیسه وي او که هر څه وي او دا ډیر لوی کمال دی. د هیله جانې د خبرې په تایید په غزل کې شاعري سخته ده نه یوازې غزل بلکې د شعر لیکل، قافیې برابرول او دا هرڅه پراخه حوصله غواړي. او د ګلالۍ جانې د پوښتنې په ځواب کې به دا ووایم چې ځینې ملګرې په بهر کې د سافټ کتابونو خدمات لکه د هارډ کتابونو د خرڅلاو په بڼه تیار کړي دي چې لیکوال خپل پي ډي اف کتاب خرڅوي او لوستونکي دا کتاب ترې په یو څه فیصدی ترې رانیسی.
ولوله دهقان:
د اغلې شمایلې په غزلونو کې زما خیال ډېر خوښ شو. زما په نظر د شعر د کامیابي لپاره نوی او اوچت خیال لازم دی چې دا کمال د اغلې په شعرونو کې شته.
دوهمه برخه
د غونډې دوهمه برخه کې د کیسې پر ایډیټ باندې بحث و، چې په دې موضوع باندې لومړی هیله جانې پسرلی خبرې پیل کړې.
هیله پسرلی:
کله چې تازه کیسه ولیکو نو عاطفي اړیکه مو ورسره ډېره وي نو ایډيټ او قضاوت ممکن سخته شي، نو ځکه ډېر لیکوال وړاندیز کوي چې کله مو کیسه ولیکله، د یوې لنډې مودې لپاره یې پرېږدئ او بیا یې د ایډیټ په نیت ولولئ. مثلا، که تاسو یوه کیسه سهار ولیکئ او ماښام یې د ایډیټ لپاره ولولئ ممکن ډېر څه پکې د اصلاح لپاره پیدا نکړئ خو که یې یوه اوونۍ وروسته ولولئ ممکن ډېرو خامیو ته مو پام شي.
ممکن د کیسې ایډیټ په بېلابېلو برخو وویشئ. مثلا، یو ځل یې یوازې د نثر له نظره ولولئ. ایا املا، ګرامر سم دی؟ ایا جملې واضح او روانې دي؟ بل ځل کېدای شي یوازې پر کریکټر دقت وکړئ. د کیسې اصلي کریکټرونه کوم دي؟ ایا اصلي کریکټرونه د کیسې تر پایه وده کوي؟ ایا د کریکټرونو په هکله کافي معلومات لیکل شوي؟ د کریکټرونو په هکله خو به اضافه معلومات نه وي؟ فرعي کریکټرونه کوم دي؟ ایا اړتیا ورته شته؟
بل ځلې چې کیسه لولئ ممکن یوازې محاورو ته پام وکړئ. د خپلې کیسو ډیالوګونه په لوړ اواز ځان سره ووایاست او ځان وپوښتئ چې ایا په واقعي ژوند کې زما کریکټرونو ته ورته انسانان همداسې خبرې کوي؟… د کیسې ایډیټ په بېلو برخو ویشل شاید دقت ډېر او کار لږ اسانه کړي.
درییمه موضوع د فیډبک ده. د خپلو کیسو په هکله د نورو نظر غوښتل ممکن د ایډیټ په وخت کې مرسته وکړي. همدغه بهیر او د بهیر د کره کتنې برخه بهترین فرصت دی. دلته د یوې کیسې په هکله د ډېرو کسانو نظر اورو او د دغو نظرونو مقایسه موږ ته د کیسې او دا چې د ایډیټ پر وخت کومو خبرو ته پام وکړو، ډېر څه رازده کولی شي.
د کیسو د ایډيټ په برخه کې یو نه چندان سم باور دا دی چې ګواکې ښه لیکوال ایډیټ ته ضرورت نه لري. حال دا چې د دنیا هغه لیکوال چې په نوابغو مشهور دي د دې برعکس خبره کوي.
د کیسو د ایډیټ لپاره د کیسو له اصولو سره یو څه اشنايي پکار ده او د اصولو د زدکړې تر ټولو ښه لاره د لویو لیکوالو لوستل او په دقت لوستل دي. مثلا که لنډۍ کیسې لیکئ حتما چخوف ولولئ.
کله چې یوه کیسه ایډيټ کوو باید ځان وپوښتو چې ولې مو داسې لیکلي؟ مثلا په کیسه کې تور رنګ یاد شوی. ولې تور؟ ولې ګلابي نه دی یاد شوی. ولې په کیسه کې درې کریکټره دي؟ درې کافي دي؟ نه دي؟ ولې وایم چې کریکټر ښایسته دی؟ ایا دغه ښایست ښکاره کولی شم؟… ګومان کوم په ابتدا کې د خپلې کیسې له کرښې کرښې سره د حساب کولو یوه ګټه دا ده چې وروسته بیا ډېر څه په کیسه کې پرته له دې چې په ځان پوه شو مراعات کوو.
بله خبره دا ده چې باید دې ته انتظار ونکړو چې زه به تل عالي څه لیکم. ډېر کله د انسان وخت او عمر په همدې کې تېر شي چې زه به ډېر ښه شی لیکم. د مارګریت اتوډ په وینا چې که زه عالي توب ته پاتې شوې وای هېڅ مې نه ول لیکلي.
وږمه سبا عامر:
ایډیټ د هرې کیسې لپاره به خصوص ناول لپاره داسې حیثیت لري لکه د کالي چې خیاط ته وړو او د اندازې له مخې موږ ته نوي کالي جوړوي، او خیاط پوهیږي چې څرنګه مالومه کړي چې نوي خامکوک جامې کوم ځای یې لوی،کوچینی، لنډ او یا بل عیب لري چې اصلاح شي؟
ایډیټ یوازې املایی غلطي نه دي بلکې په ایډیټ کې ډیرې نورې خبرې دي. ایډیټ د یوې کیسې صحنه بدلوي، ډېر کله داسې شوي دي چې د ایډیټ په وخت کې ما ټوله صحنه بدله کړې ده او ورسره ټوله کیسه بدله شوې ده.
تازه لیکوالو ته زما مشوره دا ده چې له ایډیټ نه مه ډارېږئ. یو وخت مې چېرته اورېدلې ول چې ایډیټ په رقیب باندې وکړه چې ټولو خامیو ته دې متوجې کړي. د ایډیټ په برخه کې د نورو لیکوالو نظر پوښتل او د هغو له تجربو استفاده هم ډېره ګټه لري.
د ښه ایډیټ لپاره لوستل تر هرڅه مهم دي. مخصوصا د هغه لیکوال/ې لوستل چې تاسو ته خوند درکوي.هېڅکله هغه کتابونه مه لولئ چې د نورو په خاطر وي، هڅه وکړئ چې واړه لیکوال ولولئ چې تاسو ته خوند درکړي، او تاسې بوخت وساتي. یو کتاب ولولئ او کریکټرونو سره یې پاتې شئ ژوند ورسره تجربه کړئ بیا بل کتاب ته لاړې شئ.
د کتابونو په انتخاب کې خپلې خوښې ته وګورئ چې کوم کتاب سره مو جوړه ده؟ ممکن تاسو له یو ډېر مشهور کتابه خوند وانخلئ او لازمه هم نه ده چې هر لیکوال/ه دې هر چا ته خبرې ولري. هغه لیکوال/ه ولولئ چې تاسو ته خبرې لري.
ځلا نور:
کیسه لیکل اسانه وي خو تر ټولو سخت کار همدا ایډیټ دی. مثلا زه کله کله د ورځې لس کیسې هم لیکلای شم، او کیسې اکثرا د شپې لیکم خو ایډیټ د سهار لخوا کوم، خو کله کله د ځینو کیسو پر ایډیټ میاشتې او حتا کلونه تېر کړم.
پخوا ما خپلې کیسې په پلار باندې ایډیټ کولې د صحنو او کرکټرونو په هکله به یې ماته ښې مشورې راکولې خو اوس دا کار پخپله کوم، کیسه لیکم بیا یې یوڅه وخت پریږدم، بیا یې خپله ایډیټ کوم.
زما تجربه دا ده چې لوستل ډېر زیات مهم دي. د ځینو ستونزو له امله ما یو کال ډېره مطالعه ونکړه خو په همدې یو کال کې ما یوه کیسه هم نشوای لیکلای او دا ماته جالبه په دې وه چې هېڅ خپلې کیسې ته نه شوای داخلیدای. همدې تجربې رازده کړل چې پرته له لوستلو لیکل ډېر سخته کېږي. د کیسو لیکلو او ایډیټ لپاره مطالعه ډېره مهمه ده او زما په نظر هر ډول مطالعه باید وشي.
نازو پسرلی:
د ناولونو او د کیسو د لوستلو په اړه ویلی شم چې ډېره مهمه ده چې ښې کیسې ولولو. که ناول عالي وي حتا که ډېر مو خوښ هم نه شي خو پر موږ اثر کوي او د لوست تجربه یې تر ډېرو راسره پاتې وي. مثلا تقریبا شل کاله مخکې ما یو ایرانی ناول ولوست تر اوسه پورې فکر کوم چې د ایران په شمال کې زه ګرځیدلې یمه او هلته ما ژوند کړی دی.
درییمه برخه
د غونډې دا برخه د اغلې شمایلې په یو غزل پیل شوه او بیا سلګۍ غزل خپل شعر زمزه کړ.