مه وارخطا کيږئ، دا دلنډو کيسو دټولگي دیوې کیسې نوم دي، خو زموږ خبرې نورې دې. د لنډو کيسو په دې ټولگه کې چى بل زندان نوميږي اونوى له چاپه راوتلي ده يوه کيسه په کې د((بل واده ))په نامه ده ۔ ټولي اولس کيسي دي۔ دا کيسې لکه زموږ دفرهنگ دلرغوني انځور گرۍ هنر (ميناتور) ته ورته دي، چې ډېر مطالب لري. په هره کيسه که څه ووايو، نو هغه متل به صدق وکړي چې وايي: « له موره يې لور غټه ده۔ » يعني له کتابه به زموږ خبرې ډېرې اواوږدي شي. خو زه غوړام يوازې يوه کيسه را واخلم اوله تاسو غواړم چې د دې يوې کيسې خبرې جنرلايز يا تعميم کړئ چې په نور وهم صدق وکي . په دې کيسه کې چې بل واده نومیږي په داسې ټکو گوتې ږدم چې هر لوستونکی يا ځيني لوستونکي يې لولي کيداى شي په قهقه ورته وخاندي، اودکرکتر هغه حيواني جاذبه داسې سترگو ته مجسمه کړي اوله ځانه سره ووايي چې ولا سوله مل هم ښى عينکي لري۔ ان په ترين اوميترو کي ځيني ځناور څاري. دا دسوله مل يو هنر دې چې داسې ټکو ته يې پام کيږي، دا خبره ماته يوه خاطره را يادوي:
په شپيتمو کلونو کې چې ما په راديو افغانستان کې کار کاوه ۔ يوورځ مي له پاس کړکۍ ليدل چې دهيواد يو مشهور سندرغاړي لاندي په انگړ کې چکر وهي اوڅو واري تاو را تاو شو ۔ اخير مي صبر ونه شو ،را کوز شوم ما ويل استاده نو خير خو دي چي څنگه دسودايي په شان گرځي ۔ هغه راته کړه: سودا يې نه يم دا نجوني چې په مخ را ځي، ته يې په کاليو کې گوري او زه فکر کوم چې دا لوڅي دي. نو سوله مل هم کسان لوڅ گوري او د ده د ېوې پر ځاې ځلور دي.
اوپه دې څلورو دترين سواري هم لوڅه ويني . نابلده کسان به داسې وانگيري او يا به فکر وکړي چې سوله مل له دې يو شې (۱) پرته په بل هيڅ شي فکر نه کوي ۔ خو خبره داسې نه ده ۔ خبره له دې وړاندي ده .« دادپټي سر دي پټى وروسته سورور دي.» د دې کيسې دکرکتر مثال هغه ليوني ته ورته دى چې په يوه غرنې سيمه کي ېې د کلي يوه ژرنده ساتله خو کله چې به کومه نجلۍ يا ميرمن ژرندي ته ورغله ،نو ورو به ورنیږدي شو ورته به يې وويل :« حوري (خوري ) دي حي (شي ) ته مي زړه کيږي.» نو کله چې به نجلۍ يا ميرمن پوهه شوه چې ليونی څه غواړي نو بس دژرندي دگوډو د ډکولو لرگی (چمنډ لرگی) به يې را واخيست اونږدي به وه چې لرگی د ليوني په ۔۔۔۔ ننباسي.
خو دلته زه دبل واده کيسه کوم ۔ دکيسي يو لنډيز را اخلم خو که لوستونکي وکړاي شي ټوله کيسه په کتاب کې ولولي نو نور الله نور ، خو زه به يې يو لنډ نچوړ راواخلم.
«گل ولي په ترين کې کښيني ، دوه نجوني گوري چې ډېرې ښکلي دي بيا هم دعطرو بوي يې دې ليوني کوي بيا هم هينداري ته گوري لږ څه ارایش يا سينگار کوي خو دگل ولي خوله ورته د دروب جن غوايي په څير خوله اوبه کوي ۔په ليد ويې نه مړيږي ۔ بيا دنجونو سينو ته گوري ، څيرو ته يې گوري ۔ اوهمداسې دهغو دښکلا په اباسين کې لاهو کيږي . هغوي په بل تم ځاې کي کښته کيږي ۔ خو يوه بله ښکلي خو طنازه اوشوخه را پورته کيږي ۔ گل ولي ته مخامخ کښيني ،گل ولي ددې نوې پرښتي په تماشه کيږي ۔ کله خپل لاس دخپلو پښو منځ ته تيروي ، سترگي دهغي په سينو گنډي ، نجلي هم احساس کوي چې گل ولي خو په ټکټ سينما موندلي ده نو ناز اونخرو ته دوام ورکوي کله کښته شي چې دسينو شاه يې مالومه شي اوکله پښي وازې کړي خو گل ولي ته يو قيامت ورښیي ۔ گل ولي چې په بل تم ځاي کي بايد کښته شي د دې رواني سينما په ليدو ترې تم ځاې پاتي کيږي اوهمداسې روان دي په دويم تم ځاې کې نجلۍ له ناز اونخرو ورسته کښته کيږي گل ولي هم پښي سپکوي لکه چې هغې ورته غاړه کي پړی اچولي وي ۔ له ځان پسى يې ر اکاږي ،دې هم ورپسې کوزیږي ۔ دهغي شاه نيسي ،ورنيږدي کيږي غواري ورته ووايي چې کوم رستورانت يا کافه شاپ ته يې وبولي چې په همدي کي دهغه ملگرى گل مرجان يې په اوږه لاس ايږدي او مخ وراړوي ۔ وايي ته چيري وي:
گل مرجان ورته وايي له ډيره ليري ځايه مي کتلي.
دلته په دې کيسه کې څو عنصره ډېر دپام وړ دي:
يو دکليوالي ساده فرهنگ او اودمودر ن ښاري فرهنگ شخره وينو ۔
بل په کليوال گل ولي کې دجنسي محروميت هغه ژوره تنده وينو سره له دې چې هغه واده لري خو لوږه اوتنده يې دومره زياته ده چې نجلۍ خو څه چې په خپل ځان هم اړ نه دى ۔ دادسوله مل هنر دې چې څنگه يي ترسيموي .
ډېره مهمه مساله په گل ولي کې د هغه د درون يا دنني وجود د پټولو او د هغه دجنسي غوښتنو داور دلمبې پټول دي . غواړي چې خپل باطني شخصيت د دين اومذهب په سيوري کې پټ کړي اوپر مخ دريا اوتظاهر پرده را کاږي .
گل ولي له جيبه تسبيح راباسي ذکر او اوراد وايي ۔ تسبيح اړوي ۔ اوله ځانه سره وايي :
« ددې لغړو هلکانو اونجونو په منځ کې سړي دالله دنامي په اخيستو اوذکر هم گناهکاريږي . »
يا داچې له ځانه سره وايي :
«تولعنت ! دخداى په غضب اخته شئ
ښځه چې لنډه لمن يې اغوستي اوله نري نيکره يې هر څه په ډاگه ښکاريدل دخان ولي سترگې ېې دتيز روښانه لمر په څير وبريښولي ۔
له ځانه سره وايي : خداېه مه يې را باندي گوره ! »
«ځان گرم اوملامت گڼي ، وايي
-شيطان څنگه سړى گمراه او اوبي هوښه کړي چې هر څه ترې هېر شي . ښځه لکه په ده يې چې زړه بايللي وي ،دده هر څه په غور اومينه وڅاري . له ده سترگي نه اړوي اوپه ټول مکيز خپلې سينې ښکته پورته اومخته بيايي. خان ولي له ځانه سره و وايي :
ـــــ لکه دا ډمه چې را باندې ځان تاوانوي ۔۔ هسې تش ست لکه چې غواړي ،ناببره يې گړۍ ته پام شي ،
-اخ ۔! شيطانه کور دې وران شه دا خو رانه لمونڅ هم قضا شو !»
اوس را څو د داستان دکرکتر يو لړ اروايي اوشخصيتي مسايلو ته .
کرکتر يو کليوالي فرهنگ لري . اوپه ښار اودکډوالي په هيواد کي دعصري او بافرهنگه نجونو چې ازادي لري او لوړې زده کړي لري جلا فرهنگ لري ۔ دلته په کيسه کي موږ د دوه فرهنگونو ټکر ليدلې ،شو ۔ په بدوي اووروسته پاتي انسان کي دهغه غرايز په بدوي پړا وکي پاتي وي .دلته هم کرکتر هغه وحشي غریزي لري چې لا دکنترول فرهنگ نه بي برخي دي. دتمدن اولوړ فرهنگ يوه لويه لاس ته را وړنه داده چې انسان په کې خپل حيواني غرايز په قابو کي راولي ،هغه ټولي هغه غوښتني چې دحيوانيت په سطحه کي دي ،هغو ته تعالي ورکوي او په خپل تن اوروان کي يې ځپي يا ورته لوړ اخلاقي معيارونه ټاکي . دلته گل ولي هغه کرکتر دې چې رواني تظاهر ته زياته زمينه لري خو ددې وس اوظرفيت نه لري چې حيواني غرايزپه انساني چوکاټ کي بند کړي . نو ځکه کله چې نجلي ويني اوبيا دښار ښکلي نجوني گوري هغه په هماغه يوڅه فکر کوي .
له بلې خوا دجنسي محروميت مساله ده . په وروسته پاتې ټولنو اوپه وروسته پاتي انسان کې د اجدي هغه ده ۔ هغه له کوچنيولي څخه يوډول ځپل شوې روان لري ،همدا علت دى چې په هغه کي شهواني او حيواني تمايلات تر دې حده زيات وي چې ښځه دانسان او دخپل وجود دبشپړوونکي مثل په تله کي نه گوري بلکي حيواني چلند ورسره کوي ۔ ان دېوې پر ځاې دوه درې ،څلور اوداسې نور ې ميرمني لري ۔ ددې عمليي ريښه بيا هم په سنتو اوبدوي فرهنگ کې هم ده چې په ځينو مواردو کې يې ورته مذهبي اوتقدسي جنبه يا اساس ورکړي دى ۔
۔ همدارنگه بله يوه جدي مساءله دکرکتر دوه گوني شخصيت دى ـ چې له يوې خوا دپرهيز گارۍ اومسلمانۍ دعوا کوي خو له بلي خوا ان دخپل وجود غړي دهغه له واکه بهر دي ۔ له يوې خوا تطاهر کوي اوله بلې خوا يې روان او دروني طينت پاشلي دي ۔ له يوې خوا ځان پرهيزگاره اوعابد بولي ملامتي د موجد هيواد په فرهنگ او ټولنه اوشيطان اچوي خو له دي نا خبره دي چې شيطان دده په تن اوروان کي ځاې نيولي دي اويا پخپله په شيطان بدل شوى دى .
ډېره مهمه مساله په گل ولي کې د هغه د درون يا دنني وجود دپټولو اودهغه دجنسي غوښتنو داور دلمبې پټول دي . غواړي چې خپل باطني شخصيت د دين اومذهب په سيوري کې پټ کړي اوپر مخ دريا اوتظاهر پرده را کاږي .حا ل داچي دا کومه نوې خبره نه ده ۔ زموږ په وروسته پاتې ټولنه کې چې ملا طايفه دښځو دازادي او حقوقو اودهغو دتعليم سخت مخالف ده ددې خبرې زياتي ريښې دملا طايفي په محروميت او دټوک په ډوډې باندې دلويدو او دبدي اوبدرنگي څيرې په درلودو کي هم ده ۔
دا خيل دروغ وايي . دروغ هغه څوک وايي چې يو ارواېې کمښت په خپل روان کې لرې يعنې دناستو کسانو ، دملګرو دوستانو ، چم ګاونډ اونورو کسانو نه چې ورسره رابطه لري ځان کم احساس کړي ۔ نو دروانې اڼډول دجوړېدو له پاره دروغ واېی ـ چې ځان له مقابل لور کم را نه ولي۔ نو کرکتر له خدايه سره دروغ پيل کړي دي . د دې له پاره چې يو څوک .دکمښت احساس له منځه يوسي ۔ نو دروغو ته مخه کوي ۔ دروغ ژر رسوا کيږي ۔ بله سر چينه چې له لومړى سره تړاو لري هغه داده چې ځيني کسان په نارسيسيزم اخته وي يعني په ځان عاشق وي دا کاذب عشق له ځانه سره هغه دې ته رابولي چې بايد باټې ووهي ۔ دې باټو اولاپو ته په ښارې چاپيريال کې ښکره ور دروغ اوپه کليواله ساحه کې چې ما اورېدلي دي دروغجن ته لکي دروغجن وايه شي.
که خبري لنډي کړو دروغجن انسان ديو لوى وسوسې خاوند هم وي ۔ له نورو ځان کم احساسوي ۔ هغه فکر کوي چې نور خلک احمقان دي اودهغه په دروغو نه پوهيږي ۔ خو په واقعيت کې ددې تصور لرونکي پخپله دعقل په کمښت اخته وي .
اوس که خبري را لنډي کړو په درې ټکو کي دخپلو خبرو جاج ته غوټه اچولي شو اوهغه داچې ؛
گل ولي دښاري اوتمدني تولني سره په تقابل کې واقع دى ، نه يوازې گل ولي بلکي وروسته پاتې کرکتر چې دلته په کيسه کي ننگول کيږي .
کيسه يوازې په جنسي مسايلو راټوله نه بلکې په شخصيت متمرکزه ده ، دگل ولي شخصيت بدوي اوحيواني پراو کي شخصيت دي .
گل ولي تسبيح هم اړوي اوراد هم وايي ۔ خو يو دروغجن ،مکار اودخپل وجود اوتن ديو غړي نوکر دى ۔ دنيچه خبره چې حيوان يوازې په يو فصل کې دخپل سيال اوجوړې سره يوځاې کيږي خو انسان هر وخت دې ډول تېري اوتجاوز ته تيار دي ۔ د گل ولي دا کړنه په نورو مذهبي درواغجنو چې له فرهنگ او تمدن نه لېري وي هم تعميم کيداى شي .
اووروستي خبره دجنسي محروميت اودځپل شوي روان خبره هم ده ۔ ځپل شوى روان چې که کنترول نه شي طبعا چې له چتي نه بهر کيږي ۔
پاى .
د مارچ ۱۰ نيټه ۲۰۲۱
بل واده
له خان ولي سره یو ځای میترو ته د خلکو لویه جوپه هم راپورته شوه. ده سترګې اخوا دېخوا واړولې راواړولې، په بېړه د دوو نجونو منځ کې پر تشه څوکۍ کښېناست. له ناستې سره سم یې په هغې نجلۍ سترګې ولګېدې چې له سینګار بکسه يې کوچنۍ هنداره له لب سېرین سره یو ځای راوویسته او د شونډو په رنګولو يې ځان بوخت کړ. همدا چې د هغې په بربنډو لېچو او لغړو پښو یې سترګې ولګېدې، لکه څوک یې چې په ناپامۍ په لاس پښه کېږدي ټکان وخوړ او له ځانه سره وبوګنېد:
ـ د خدای په غضب اخته شې نو کور کې دې څه کول؟
سر یې ځوړند ونیو چې ځان له ګناه راوګرځوي، بیا یې په ورو له ځانه سره وویل:
ـ نو ترکومې ورځې به دې د کفر ملک کې سترګو ته لاسونه نیسې؟ دا مې لسم کال دی چې هره ورځ د دې نخرو په لیدو ځان ګنهکاروم.
سر یې بېرته راپورته کړ، پورته او ښکته یې ډبه له نظره تېره کړه. دوو تنو هلک او نجلۍ یې چې یو بل یې کلک په غېږ کې نیولي او یو اوبل ېې سره ښکلول پام ځانته راواړاوه، لکه مچۍ یې چې وچیچي:
ـ دا چې د خلکو په وړاندې لکه خره یو په بل سپرېږي په کور کې به يې څه حال وي؟
له ځانه سره همداسې بوخت و، کرل او رېبل یې چې په دم ګړۍ کې میترو تمځای کې ودرېده؛ ګڼ کسان ترې کښېوتل او نور راپورته شول. د ده تر خوا هغه نجلۍ هم له ځایه پورته او له میترو ووته چې د ده ترخوا یې پخپل سینګار د ده خوا بدوله. هغه جوړه چې یو بل يې کلک په غېږ کې نیولي او یو د بل په مچولو ګرده لار بوخت وو هم له میترو ووتل. خان ولي لکه ساه يې چې د دوی په موجودیت کې بنده وه د ارام ساه وکښله. په ډبه کې یې هر لور نظر واچاوه. د خوښۍ احساس یې وکړ، ځکه په ډبه کې د ناستو ښځو په شته والي کې یې ځان داسې احساسوه لکه کوم ملا چې دې په زور د نڅا او سندرو په تاوده مجلس کې کښېنولی وي.
شکر یې وکېښ، له جېبه یې تسپې راوویستې او ذکر ته یې ځان جوړ کړ؛ مخکې له دې چې په ذکر او د تسپو په اړولو بوخت شي له ځانه سره یې وویل:
ـ ددې لغړو هلکانو او نجونو په منځ کې سړی د الله د نامې په اخېستو او ذکر هم ګنهګارېږي.
د تسبپو په اړولو یې ځان بوخت کړ، لا دوه دقیقې نه وې تېرې چې د میترو بل تمځای راورسېد. دا ځل لږ کسان کښېوتل خو ګڼ نور راوختل. په ډبه کې دواړو خواو ته په خالي څوکیو بیا څو جټې پېغلې چې د ښایسته عطرو وږم ترې خوت، کښېناستې. ده د سترګو په رپ کې له نظره تېرې کړې. تسبیح یې بېرته جیب ته واچولې، لکه څوک یې چې په ستوني کې ونیسي ذکر یې دستي ودراوه. سترګې یې ټیټې ونیوې. شېبه سوچ کې لاړ خو زر یې بېرته سر راپورته کړ او مخامخ یې وکتل لکه تر مخه یې چې بم وچوي:
ـ تو لعنت د خدای په غضب اخته شئ!
ښځه چې لنډه لمن یې اغوستې او له نري نېکره یې هر څه په ډاګه ښکارېدل د خان ولي سترګې د تېز روښانه لمر په څېر وبرېښولې. ده ته مخامخ ځوانې نجلۍ نه یوازې لنډه لمن او خورا نری نیکر اغوستی و، له سینه بنده لویو راوتلو تیانو یې هم له لېرې د نارینه د شهوت رګونه تخڼول. خان ولي لکه له کومې بلا سره چې مخ شي او د تېښتې هڅه وکړي له خپلې څوکۍ په منډه را پاڅېد. هڅه يې وکړه ځای او چوکۍ بدل کړي خو چې هره خوا یې نظر وځغلاوه په خالي څوکۍ یې سترګې ونه لګېدې. ټولې څوکۍ په خلکو ډکې وې. بېرته پخپله څوکۍ کښېناست. د اعتراض په پار یې پخپلو سترګو لاسونه کېښودل.
ـ خدایه مه يې راباندې ګوره!
شېبه نه وه تېره چې له سترګو یې لاسونه لیرې کړل، لکه د ښځې تصویر چې په کامره اخلي؛ سترګې یې بېرته په ښځې کې خښې کړې، ښځه لاندې ټیټه شوه، په ټیټېدا یې بربنډ تیان نور هم له سینه بنده دباندې راووتل، دې تصویر او حالت یې په وجود اور بل کړ، تندي یې ګونځې وکړې، سترګې يې بې واکه پټې کړې او له خدایه یې وغوښتل:
ـ خدایه! څه کېدل که په داسې حالت کې دې د نارینه په مخ پرده راخورولی؟
لکه د ښځې څېره چې د جاذبې له قوې برخمنه وي سترګې یې بېرته د هغې لور ته سیخ او کږې شوې. دا ځل ښځه بیا پورته او ټیټه شوه لکه په زور یې چې غوښتل د خپلو راوتلو سینو ننداره بیا خان ولي ته وړاندې کړي؛ د خان ولي سترګې لکه د لمر وړانګې چې یې په سترګو ولوېږي وبرېښېدې ،ناببره خندا ورغله.
ـ دا څه بې شرمه ده په زور لکه چې ځان راباندې تاوانوي!
ښځه هم لکه د ده په احساس چې پوهېدلې وي موسکۍ شوه، یوه سترګه یې لکه سترګګ چې ووهي پټه او وغړېده. خان ولي په شونډو ژبه تېره کړه، ژبه یې لکه کوچنی ماشوم چې تږی وي بې واکه د باندې راووته:
ښځه تا به ویل د خپلو سینو تمرین کوي نوره هم ښکته او پورته شوه، پښې یې نورې هم ارتې ونیوې؛ لمن يې پوره پورته شوه او خان ولي بېرته له غوسې سور راواوښت:
ـ تو لعنت دې په شیطان شي!
ښځه لکه په ژبه چې یې پوه شوې وي او یا د هغه د احساس تصویر په ذهن کې جوړوي نوره هم خوله له خندا وېړه کړه. د هغې کرشمې دا ځل په ده جادو وکړ د ده په شونډو هم نرۍ موسکا وځلېده، میترو ودرید او بل تمځای راورسېد خو د خان ولي سترګې دا شېبه په ښځې کې داسې ښخې دي ته به وايې ویده او یا يې هم کومې نشې هوښ له منځه وړی دی. هر څه ترې هېر شول، میترو له لنډ تم کېدو وروسته بېرته روانه شوه، له روانېدو سره سم د واره د خان ولي سترګې له میترو دباندې د تمځای په نوم ولګېدې او تندي ته یې ټس ورکړ.
ـ دا خو مې ستېشن و.
ځان یې ګرم او ملامت وګاڼه:
ـ شیطان څنګه سړی ګمراه او بې هوښه کړي چې هرڅه ترې هېر شي.
ښځه لکه په ده یې چې زړه بایللی وي د ده هرڅه په غور او مینه وڅاري، له ده سترګې نه اړوي او په ټول مکېز خپلې سینې ښکته، پورته او مخته بیايي؛ خان ولي له ځانه سره ووايي:
ـ لکه دا ډمه چې راباندې ځان تاوانوي…هسې تش ست لکه چې غواړي.
نا ببره يې ګړۍ ته پام شي.
ـ اخ! شیطانه کور دې وران شه دا خو رانه لمونځ هم قضا شو!
بل تمځای راورسېد، میترو بیا ودرېده، دی اوس پوهېږي چې مترو ولاړه او درېدلې ده خو د ښځې په نشه کې د هېڅ شي په کیسه او اندېښنه کې نه دی، اوس یې ټول حواس په ښځه کې راټول دي او په دې فکر کوي چې څنګه یې په لومه کې ونښلي خو ښځه چې تمځای يې رارسېدلی دی له ځایه ولټېږي. د هغې له پاڅېدنې سره دی هم لکه له دې سره چې تړلی وي له خپلې څوکۍ راپاڅي. ښځه شا ته راوګوري چې دی هم جوخت پسې روان دی، ښځه ګړندۍ او چابکه روانه شي، مزل ته زور ورکړي خو دی هم چابک او تېز قدمونه واخلي، پوره ورنږدې شي، زړه نازړه بې واکه یې له خولې راووځي.
ـ سلام!
ښځه هم په مکېز سلام ځواب کړي.
غواړي د پېژندنې او ورنږدې کېدو خبره بشپړه کړي چې ناببره لکه غلا چې کوي پښه نیولی شي، شاوخوا وګوري او له ځانه سره غلي شان ووايي:
ـ بچیان او خپلوان مې چېرته ونه ویني؟
دی په همدې اندېښنه کې وي چې له شاه پسې غږ شي.
ـ خان ولي!
دغږ په اورېدو لکه څوک یې چې ځای په ځای په زنا ونیسي ټکان وخوري، وار و پار یې خطا شي او هر څه ترې هېر شي. مخکې تر دې چې په غږ پسې شا ته مخ ورواړوي، په اوږه یې لاس کېښودل شي، ځای پرځای ودرېږي، مخ راواړوي او ګل مرجان یې نور هم اوږه زور کړي:
ـ څنګه په منډو یې؟
خان ولي وخاندي، په شرمېدلي غږ ځواب ورکړي لکه ګنهکار چې پخپله ګناه اعتراف کوي.
ـ تا څه وليدم؟
ـ ما له هغه اوله لیدلی يې، څنګه مو چې په یو بل کې سترګې ښخې وې.
خا ن ولي ټکان وخوري:
ـ رښتیا!؟
ګل مرجان په ږیره لاس را تېر کړي، ځان ورجوخت کړي او غوږ ته یې خوله ورنږدې کړي:
ـ نو که له مخلوقه ځان پټ کړې له خدایه به چېرته پټ شې؟
په خان ولي د شرم خولې راماتې شي، لکه یو ګنهکار چې پخپله ګناه پښېمانه شي:
ـ دا خو رښتیا وایې خو په دې لعنتي وطن کې څنګه شیطان له ځانه شړلی شې؛ دې سرو سپینو ته به سړی څنګه ټینګ شي چې په هر ځای کې درسره بدرګه روانې اوسي.
ګل مرجان بیا په ږیره لاس راکاږي، په نصیحت او مشوره لاس پورې کړي:
ـ توبه وباسه او ایمان ټینګ ساته!
خان ولي ته خندا ورشي او خپل دلیل وړاندې کړي:
ـ چې سل ځلې توبه وباسې بېرته به په توبه بیا خېژې، په دې ملکو کې نه کېږي.
ګل مرجان بې ځوابه شي:
ـ نو چاره څه ده؟
خان ولي لکه له ډېره پخوا راهېسې یې چې د دې ستونزې په هواري په شپو شپو فکر کړی وي په بېړه په لنډو ځواب ورکړي:
ـ چاره يې دا ده چې دا د کفر ملک پرېږدو.
ګل مرجان اوږې پورته ونیسي.
ـ دا بې شرمه ملک کله پرېښودل کېږي؛ بچیان او ښځه کله درسره ځي.
دی په سړه سینه ځواب ورکړي:
ـ بس غاړه پرې خلاصه کړه چې خدای ته دې غاړه خلاصه وي نور یې پرېږده چې څه کوي هغه به کوي!
ګل مرجان ته دا پرېکړه درنده او ګرانه په نظر ورشي:
ـ دا ناشونې او ډېره ګرانه ده.
هغه وخاندي:
ـ د خدای ساده هر څه شوني دي.
ګل مرجان چې د ده خبرو ته سوچ کې تللی و لکه بیده چې وي او له خوبه راکښېني:
ـ هغه څنګه؟
ـ هغه دا چې لاړ به شې بل واده به وکړې.
په ګل مرجان یې خبره ښه ولګېږي، تصدیق یې کړي:
ـ دا خو دې ولا چې زبردسته خبره وکړه.
دی سر وخوځوي، د خپلې خبرې پخلی نور هم وکړي:
ـ پوهېږې دا کار هم ثواب دی او هم خرما.
ګل مرجان ووايي:
ـ هغه څنګه؟
ده ورلنډه کړه:
ـ هغه دا چې یو به دلته له هره ورځ ګناه خلاص یو او بل به مو زړې ښځې په ځوانو بدلې شي.
ګل مرجان لاس ور اوږد کړ:
ـ بس پنجه کړه، ته مخکې زه درپسې.
په دې سره دواړو کلکې پنجې ورکړې.
وایله ـ ډنمارک
دشپې لس نیمې بجې
د۲۰۱۹ ميلادي کال د دسمبر۲۶
ما اوریدلي چي کرګر صاب ته په انتقاد خوشکه ورځي، له ډېره قهره د سړي نوم لا بدل اخلي. د لیکني مقدمه زیاته او په لوی لاس اوږده شوې ده او یوه برخه جملي بیخې بې ربطه هم ښکاري تکراري جملې پکي زیاتي دي او ورسره که املايي سهوي و شمیرم نو تر شلو اوړي، چرت مې داسي یوڅه خراب شو، بالا مې لوستل بند کړ، د سوله مل کیسه مي پخوا لوستې وه.
زموږ مشران لاهم د نثر کښلو په زاړه میتود او سبک کي ګیرونه بدلوي. داسي خو نو هم نه ده چي کیسه کمۍ نه لري خو هاغه د ملا او ملوي د لقبونو خبره زموږ د لیکوالانو ترمنځ لا اوړي را اوړي. نو کرګر صاب چي په لندن کي ساه باسي موږ ته بایده ده چي داسي نُقل وارو نثر و کاږي. ځکه حواس یې راټول دي، بل دغه پر ملایانو بېځایه تورونه لګول هم ګومان کوم چي ښه کار نه دی. د کرګر صاب خلقي و پرچمي مشران او استاذان لکه نورمحمد تره کی او سلیمان لایق هم د ملایانو زامن وه او د خپلو پلرونو د زیار په سبب په خپل وخت کي ښه لیکوالان هم وه دوی پخپله اعتراف کړی دی چي د پلرونو احسانمن دی، نوري به نه کاږم کنه کرګر صاب راڅخه خفه کیږي بیا خوشکه ور نه شي. په احترام
ډېره مننه څومره ښه تبصره دې ليکلي ده ۔ بس خوشاله دې کړم چې په ملا طايفه لږ خپه شوې ياست خير دې ته هم له ما سره حوصله کوه ۔