پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبشعرد پروین ملال یو شعر

د پروین ملال یو شعر

د استاد پسرلي ابدي سفر ته

 پسرلې او د ګلونو پاچا ولاړی

 د مهینو غزلونو پاچا ولاړی

 په کابل به پرخي نه ناڅي له ویره

 د وږمو د مزلونو پاچا ولاړی

 چې د (ستورو) په جوپو کې جنازه ځي

 د سپوږمۍ، سپوږمۍ خیالونو پاچا ولاړی

 د غزل ناوی پلو په مخ را خپور کړ

 د ښایست د تفسیرونو پاچا ولاړی

 د ( نازو) اوښکي باجګیره د (پروین) شوی

 د شفق او د لمرونو پاچا ولاړی

۱-ستوری دادب لارویان ۲- نازو داستاد مرحوم یوازنی لور ۱۳۹۲

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب