جمعه, جون 14, 2024
Homeادبطنزونهد زخمونو نڅا

د زخمونو نڅا

/ عبدالنافع همت/

په تالار  کي ښکلي غالۍ اواري دي او دېوالونه يې هم په خورا ښکليو نقاشيو ښايسته سوي دي، خلک په ډېرو ښکليو او قيمتي څوکيو کي ناست دي او يوه لويه کړۍ يې جوړه کړې ده. اکثره خلکو پکولونه پر سر کړي، برګ دسمالونه يې په غاړه کي اچولي دي، تر خولو يې ځګونه راغلي دي، د ځينو د خولو ځګونه خو تر برېتو رااوښتي او په ږيرو ور ګډ سوي دي. د محفل ټول برخه وال خاندي او خوشاله دي، لکه د ټولي نړۍ خوشالي چي په همدې يوه تالار کي راټوله سوې وي. په ميدان کي يوه ډېره ښکلې نڅاګره ناڅي، په ډېر هنريت او مهارت ناڅي، لکه د ګلو څانګه چي کږه سي نو نوره هم ښايسته ښکاره سي.

 نڅاګره په نڅا نڅا کي د قوماندان مخ ته ودرېږي او پر ملا کړوپه سي، ډېره کړوپه سي، نوره هم کړوپه سي، د قوماندان غېږي ته دومره ور ټيټه سي چي له ځمکي سره سمه سي، سر د قوماندان په غېږ کي کښېږدي، کله چي هغه د قوماندان په غېږ کي سر کښېږدي نو زړه يې نه غواړي کي بيرته ولاړه سي.  قوماندان هغه پر مخ ښکل کړي، نور ملګري يې چيغي کړي او واه واه ورته ووايي.

 هر څوک د هوس څپو اخيستي دی او هڅه کوي چي نڅاګره يې خوا ته ورسي او لاسنيوی يې وکړي. د ټولو نندارچيانو سترګي د نڅاګري مخ، ظريفو اندامونو او اوږدو او ښکليو وېښتو ته خوا ته دي، خو هيڅوک د هغې درد نه سي احساسولی او نه يې زخمونه ويني. پوښتنه دا ده چي هغه ولي کړېږي او کوم زخمونه لري؟

کله چي هغه د قوماندان مخ ته پر ملا کړوپه سي او سر د قوماندان په غېږ کي کښېږدي، نو په پوندو کي يې تڼاکي راښکاره سي، نه پوهېږم چي د محفل کيمره مېن څنګه د نڅاګري د پښو تڼاکو ته پام سو، په ويډيو عکاسي کي لومړی د نڅاګري د پښو تڼاکي له ليري معلومېږي، تڼاکي له ليري توربخن رنګ لري، خو وروسته ورو ورو رانژدې کېږي، کله چي رانژدې سي نو معلومېږي چي تڼاکي چاودلي او ويني ځني بهېدلي دي.

تڼاکي اوس د تويولو لپاره نوري ويني نه لري، اوس يې رنګ تور اوښتی دی، خو د هوس لېونيان داسي فکوي چي نڅاګري پښې په نکريزو سرې کړي دي. کله چي نڅاګره د قوماندان په پښو کي سر کښېږدي نو په ظاهره داسي ښکاري چي پر هغې قوماندان ډېر ګران دی، خو د هغې پښې خوږېږي، نه سي ولاړېدای او غواړي چي لږ هوسا سي. کله چي محفل خلاص سي او نڅاګره د قوماندان خوا ته ورسي چي خپله حق الزحمه ځني واخلي، نو قوماندان هغې ته پر مخ يوه کلکه څپېړه ورکوي او تش لاس يې ايله کوي، په تونده ژبه داسي ورته وايي: فاحشې ته نه شرمېږې؟ موږ لس کاله جهاد کړی دی، ته له موږ څخه هم پيسې غواړې؟

 تر دې څپېړي وروسته د محفل ګډونوال يو يو له تالار څخه وځي، وروسته کيمره پر غالۍ باندي د توی سويو پر يو څو څاڅکو وينه درېږي، په عکاسۍ کي څاڅکي ورو ورو رانژدې کېږي او وروسته تياره راځي.

زموږ هم عجيبه ژوند او عجيبه ټولنه ده، زموږ په ډېرو خوښيو کي به ډېر غمونه او په ډېرو تودو ولولو کي به مو ډېر ساړه آهونه پټ وي، عام خلک دا آهونه او غمونه نه ويني، ايله بيله کوم هنرمند پيدا سي او د ټولني دې ناويلو او نا ليدلو واقعيتونو ته ځير سي او په دې ډول د خلکو ويده ضميرونه هم وتخنوي.

يادونه: دا ليکنه مي په يوټيوب کي د يوه ويډيويي کليپ تر ليدلو وروسته وکړه.

3 COMMENTS

  1. سلامونه

    هیله کوم چی د جهاد اومجاهد کلمی په پټو سترګو ددی اوسنی نړی دپرمختللی تکنالوجی په مرسته د جوړشویو صحنو په لیدلو مه بدناموی

    وسلام

  2. همت صیب بريالی اوسې، په رښتيا هم چې ډېر خلک نه شي کولای د نورو اړتيا درک کړي. دوی يوازې خپل هوس او شوق پسې اخيستي وي. يوې ډېرې مهمې پېښې ته مو اشاره کړې، او ښه پيغام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب