چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبکره کتنهجلالکوټ ادبي خوځښت د استاد پسرلي په یاد غونډه وکړه

جلالکوټ ادبي خوځښت د استاد پسرلي په یاد غونډه وکړه

حامد سلیم

جلالکوټ ادبي خوځښت خپله تېره اونیزه غونډه (د جمعې ورځې له لمانځه وروسته )د  پښتو غزل د ستوري،پیاوړي لیکوال او ادیب ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړینې په ویر د هغه یاد ته ځانګړې کړې وه.

په دغه غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس اورنګ صمیم،د ختیزو سیمو د ازادو لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر او کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون،د ننګرهار پوهنتون استادې زرغونه زېور رېښتین،د علومو اکاډمۍ غړي استاد عبدالقیوم زاهد مشواڼي ،لیکوال او فرهنګي شخصیت استاد امرالله امېد او لسګونه ځوانو لیکوالو او شاعرانو برخه اخیستې وه.

د قرآنکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دې غونډه کې لومړی محمد ظاهرعادل د استاد محمد صدیق پسرلي لنډ ژوند لیک واوروه،بیا  د ننګرهارپوهنتون استادې  او د پوهاند ریښتین لور زرغونې زیور ریښتین د خپلې کورنۍ په استازیتوب خبرې وکړې.

مېرمن زرغونې رېښتین استاد پسرلی د پښتو معاصرو ادبیاتو یوه مهمه څېره وګڼله او مړینه یې لویه ضایع یاده کړه.

ورپسې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېس اورنګ صمیم وینا وکړه.

ښاغلي صمیم د استاد پسرلي د ځانګړې شاعرۍ او فعالو ادبي هڅو له یادولو سره وویل،چې هغه په افغانستان کې د ادبي ټولنو د رایجولو له موسیسنو څخه دی او ټولې ادبي ټولنې په یو نه یو  ډول د ارواښاد پسرلي له فعالیتونو څخه اغېزمنې دي.

وروسته د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وینا ته وبلل شو.

استاد ازمون د استاد پسرلي په اړه لومړۍ خپلې خاطرې بیان کړې،ویې ویل:استاد پسرلی ترپایه له فرهنګیانو سره خواخوږی،پرخپلې ژبې او فرهنګ مېن اود زردارو پروړاندې د خپل غرور ساتونکی و.

ښاغلي ازمون د مقاومت ادب په هنري کولو،د سپیدې مجلې،افغان ادبي بهیر او نورو برخو کې د استاد پسرلي د فعالیتونو،لیکنو او لیکني طرز ستاینه وکړه.

دغه راز یې هغه د خپلو اولادونوپه ښه روزنه کې کم ساری کس وباله او ویې ویل،چې ارواښاد پسرلی له خوشال بابا څخه وروسته دویم پښتون و،چې کورنۍ یې پښتون فرهنګ ته لوی خدمت کړی او کوي.

ځوان شاعر،لیکوال او ژورنالیست نورولي سعید شینواري پخپله مقاله کې د استاد پسرلي له نامه،ادبي ژوند او کتابونو سره د خپلې اشنایۍ یادونه وکړه او خواشيني یې وښوده،چې د زیات ارمان باوجود یې په ژوندوني له لیدو برخمن نه شو.

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل او ځوان شاعر ساجد بهار د استاد پسرلي په شاعرۍ کې د لوړو افکارو او نوښتونو په اړه خپله لیکنه واوروله اود ځینو بېلګو له یادولو سره یې استاد پسرلی د پښتو شعر له خورا ښو هنري لیکوالو څخه یاد کړ.

د مینې مجلې مدیر،شاعر او لیکوال عزت الله ځواب د استاد پسرلي په اړه خپلې خاطرې بیان کړې او د ځینو شعري بېلګو له یادولو سره یې هغه د پښتو ادب لوی خدمتګار وباله.

ځواب د جلالکوټ ادبي خوځښت له غړو مننه وکړه،چې په ښه وخت کې یې د استاد پسرلي په یاد او درناوي غونډه وکړه.

ځوان لیکوال هارون ناصري د استاد پسرلي د کتابونو په اړه د خپلې مطالعې تاثرات په یوه لیکنه کې لیکلي وو او په ځانګړي ډول پښتو مقاومتي ادب ته یې د هغه هنري هڅې وستایلې.

د مازېګر د لمانځه له وقفې څخه وروسته د ننګرهار پوهنتون محصل محمد یونس تنویر د استاد پسرلي پرشاعرۍ خپله لیکنه ولوسته.

تنویرد استاد پسرلي د شاعرۍ پرقوت،هنري توب او ځانګړي والي بحث وکړ او ستاینه یې وکړه.

د ننګرهار پوهنتون بل محصل او ځوان شاعر نقیب احمد عزیزي هم د استاد پسرلي د شاعرۍ په هنري لوړوالي خپله لیکنه ولوسته او استاد پسرلی یې د ژوند زیاتو برخو ته په نوي اندازکې پیاوړی شعرلیکونکی یاد کړ.

شاعر او لیکوال خالد سنګر د پښتو ادبي ټولنو په ایجاد کې د استاد پسرلي د هڅو پراغېزلیکنه واورله او ویې ویل،چې له دولتي اغېزپرته پخوا په کوزه پښتونخوا کې ادبي ټولنې وې،خو د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د دې ښه دود په انتقال کې استاد پسرلي سرلارې عملي هڅې کړي.

غونډې ته له اوکراین څخه پیاوړي افغان لیکوال،کره کتونکي او ادیب ډاکټرلطیف بهاند هم لیکنه استولې وه،چې د استاد پسرلي د څلوریځو،د روسي یرغل خلاف د شاعرۍ او له هېواده د پردېسۍ مسلې پکې څېړل شوې وې.

له ماسکو څخه د ښه شاعر او لیکوال فاروق فردا لیکنه هم رسیدلې وه،چې د استاد پسرلي پرمړینې پکې د خواشینۍ ترڅنګ د هغه ادبي خدمتونه ستایل شوي وو.

د مېرمن کولتوري ټولنیزبهیر غړې او لیکوالې پاکیزې ارزو هم غونډې ته لیکنه استولې وه،چې استاد پسرلی پکې څواړخیز فرهنګي شخصیت یاد شوی او ستایل شوی و.

له پکتیکا څخه لیکوال او شاعر داد محمد ناوک هم د استاد پسرلي په اړه خپله لیکنه استولې وه،چې استاد پسرلی پکې د ښو خدمتونو له کبله ترمړینې وروسته هم ژوند ګڼلی و.

پرلیکنو سربېره علمي شخصیت او سیاستوال ډاکټراشرف غني احمدزي،ودان افغانستان ګوند،کرښې اونیزې،بېنوا فرهنګي او اوښتون کلتوري ټولنې د استاد پسرلي په مړینه د خواشینۍ پیغامونه استولي وو.

ترلیکنو وروسته   مشاعره وشوه،چې د استاد پسرلي په اړه پکې ساجد بهار خپل نظم واوروه،اسماعیل مشعل چې له بل ځای څخه یې شعر استولی و،شعریې ولوستل شو،نورو ګڼو شاعرانو  خپل  نورشعرونه واورول.

د غونډې په پای کې د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند له ټولو هغو لیکوالو او فرهنګیانو څخه مننه وکړه چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه او یا یې له لرې سیمو ورته لیکنې او شعرونه استولي وو.

رغاند زیاته کړه،چې د غونډې یومهم هدف له استاد پسرلي سره د ځوانانو په وسیله د ځوان نسل د اشنایي کولو یوه هڅه وه.

په غونډه کې د کرښې اونیزې مرستیال نورولي سعید شینواري وویل،چې دوی د خپلې اونیزې راتلونکې ګڼه د غونډې د لیکنو خپرولو ته ځانګړې کوي او له ټولوڅخه هیله لري،چې خپلې لیکنې اود استاد پسرلي په اړه نور مطالب ورسره شریک کړي.

غونډه ماخوستن مهال د استاد پسرلي روح ته په دعا ویلو سره پای ته ورسیده.

استاد پسرلی تېره اونۍ په هند کې د درملنې پروخت د ۸۵ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه جنازه تېره چارشنبه په پلازمېنه کابل کې د سلګونه فرهنګیانو په ګډون خاورو ته وسپارل شوه.

روح یې ښاد او یاد یې تل!

د یادونې وړ ده،چې د جلالکوټ ادبي خوځښت راتلونکې اونیزه غونډه به له دې غونډې څخه په مخکینۍ غونډه کې د ټاکل شوې اجنډا مطابق د خوځښت د نورو غونډو په شان د هرې جمعې له لمانځه وروسته د اطلاعاتو او کولتور ریاست په تالارکې وي.

1 COMMENT

  1. We have made the decision to open our POWERFUL and PRIVATE website traffic system to the public for a limited time! You can sign up for our UP SCALE network with a free trial as we get started with the public’s orders. Imagine how your bank account will look when your website gets the traffic it needs. Visit us today: http://regisztralj.be/tj

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب