له سړیتوبه تر…
څو ورځې وړاندې درانه اجمل پسرلي د خپلې مور په یاد یوه کیسه خپره کړه، ما ورسره ژمنه وکړه چې زه به هم د خپلې ببۍ (مور) کیسه نه ، یوه خاطره خپروم. دغه خاطره زما د ژوند د کیسو په درېم ټوک کې راغلې، خو لا خپره شوې نه ده.
څپېدل
د پسه غوښې په تناوونو کې تکې تورې او شنې اوښتې وې، څلې د هرې تودې کوټې ور ټکاوه، رپېدلو ګوتو یې هډوکي تخنول. په جلال آباد کې د چرګۍ تودلو دود عام نه دی. خلک څه ناڅه په برېښنا ګوزاره کوي. دا وخت برېښنا هم سر خوړلی و، څله لکه وږې کوکرۍ کوړنجېده.
نیمه شپه و چې له یارانو مې ځان بېل کړ، د خپلې تودې بړستنې په ارمان د کور وره ته ودرېدم، د ترور خاوند ته را نه پېښه وه، ور یې بېرته کړ، ځان مې په تودې بړستنې کې را ونغاړه، په خوب پسې مې د چرتونو لړ وغځاوه، خوب قسم کړی و چې په بڼو کې مې پورته نه کړې، اوښتم را اوښتم. یو وخت مې د کوټې د وره تر مخې څپاری تر غوږ شو، په کټ کې را کېناستم:
ـ دا به څوک وي!؟
یو خوا ساړه، بل خوا څپاری، بل خوا لا کوڅه په کوڅه د ببر څټو ټوپکوالو رسالې ګرځي! ځان مې نور هم په بړستنه کې را ونغاړه. دا وخت ما له امریکا غږ سره د ژورنالېزم شانانینا زمزمه کوله:
– داسې نه چې څوک راپسې راغلي وي. د عوایدو کفت له ما و نه باسي؟
له ډاره مې پښې نه راټولېدې:
ـ چې هر څوک وي، هر څه وي، را پېښه ده، له پېښې تېښته نشته؟!
نور مې هم ځان په بړستنې کې را ونغاړه، څپاری زیات شو، را کېناستم، هیبتناک غږ مې وکړ:
– څوک یې؟
له څوک سره مې هیبتناک غږ په یوه خواږه غږ ځواب شو:
– لعل پاچا راغلی یې؟
– وۍ ببۍ ته یې؟
– هو.
هغې نه غوښتل چې زه ویښ شم، د لاس په څپولو یې زما بوټان لیدل چې کور ته راغلی یم که نه!؟ ور مې بېرته کړ، هغه لا هم د کوټې په وره کې ولاړه وه:
– زویه! ناوخته راځې، سودا وه راسره، بوټان مې ستا لیدل چې که راغلی یې، غلې به بېرته لاړه شم، خو بوټان مې دې پيدا نه کړه.
ما له یخنۍ بوټان کوټې ته ننه ایستي وو، هغې د لاسونو په څپاري سړه ځمکه توده کړې وه. را ته یې وویل:
ـ اوس مې زړه ولګېده، ځه ویده شه!!
ببۍ د خوږې ( شوګر ـ شکرې) په رنځ اخته وه، د سترګو دید یې ترې مروړلی و.