Homeخبرونهکابل نه دوحې ته د کام آیر مستقیمې الوتنې پیل شوې

کابل نه دوحې ته د کام آیر مستقیمې الوتنې پیل شوې

تاند (پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) له کابل څخه دوحې ته د کام ایر هوایي شرکت الوتنې پیل شوې.

د دغه شرکت مسوولان وايي، چې دوی په اوونۍ کې یو ځل له کابل څخه دوحې ته الوتنې لري.

قطر کې د طالبانو د حکومت چارواکو ويلي، دوی له قطر سره په دې مسله مخکې توافق ته رسېدلي وه او د الوتنو له پیل سره به مسافرو ته اسانتیاوې برابرې شي.

لومړۍ الوتنه پرون چهارشنبه سهارمهال ( د لیندۍ ۲۸مه) د دوحې په هوایی ډګر کې د کښته کیدو پرمهال د اوبو له شیندلو سره مخ شوه.

د کام ایر هوایي شرکت د تګ راتګ یو ټیکټ ۶۵۰ امریکایي ډالره ښودل شوې.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ویلي وو،چې

قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېری افغانان هلته د کار لپاره ځي.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال افغانستان لسو هېوادونو ته مستقیمې الوتنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...