ژباړه: ارشاد علي
ژبې ته د خدمت په تاریخ کې د ژباړې صنعت ته د مصنوعي زیرکتیا یا AI داخیلیدل یو د تر ټولو عمیقو او ژورو بدلونونو څخه شمیرل کیږي. یو وخت ژباړه په مکمله توګه په انساني ذهانت، ژبني شهود او کلتوري پوهه باندې تکیه وه، خو اوس ترې د انساني تجربې او ماشیني ګټورتوب یو ډاینامیک څلور لاری جوړ شوی دی. د څو ـ ژبنیو محاورو ترتیبولو څخه نیولي تر هم محاله ترجمې پورې، مصنوعي زیرکتیا په ډراماټیک ډول د ژباړې امکانات پراخه کړي. خو د مصنوعي زیرکتیا کیسه د ځای نیولو نه، بلکې د بدلون، اقتباس او همکارۍ ده.
دې کې شک نشته چې AI د ژباړې سرعت او لاسرسیتوب ته پرمختګ ورکړی. د Google Translate, DeepL او Microsoft Translator په څېر پروګرامونو د ژبې خدامات د میلیونونو خلکو تر ګوتو راوستي دي. سوداګرو له پولو اخوا خپل کارونه برابر کړي، حکومتونو له بل هر وخت څخه په تېزۍ جدي صحي معلومات ژباړلي او هر وګړۍ کولای شي په هر بهرني هیواد کې د ډیرو کمو ژبني مشکلو په لرلو سره خبرې اترې وکړي. دا هغه ګټې دي چې ماشیني ژباړې په ځواک باندې په داسې یوه نړۍ کې ټینګار کوي چې معلومات باید تېز حرکت وکړي تر څو بیلابیلو خلکو ته ورسیږي.
د AI د ژباړې پروګرامونو پراخه کارول او منل خپل محدودیتونه هم لري. ژبه یوازې لغات او د جملو ترکیب نه دی بلکې د کلتور، شناخت، احساساتو او هر اړخیزتوب لپاره یو موټر دی. د مصنوعي زیرکتیا سیسمتونه که څه هم د خامو معلوماتو په پروسس کولو کې ماهر دي، خو د خبرو اترو کولو د انساني اړخ سره لا هم ستونزه لري. دوی لهجه غلطه معنا کوي، کلتوري منابع حذفوي او اصطلاحي عبارتونه غلط ترجمه کوي. دا نیمګړتیاوې په ځانګړي توګه په هغو کانټیکسونو کې مهم دي چې هلته باید معنا په دقیق ډول وړاندې شي لکه: قانوني مراحل، طبي مشاوره، ادبي کارونه او دیپلوماتیکې محاورې. له دې وراخوا اخلاقي او ټولنیز اړخونه هم د محاورې لپاره په زیاتیدونکي توګه مهم دي.
ځيني موضوعات لکه د ډيټآ محرم والی، الګوریتمي یو طرفي یا تعصب او د هغو ژبو څنډې ته کول چې استازیتوب يې کمزوری وي؛ داسې دي چې تکنالوژي يې په یوازې ځان نشي حلولای. همدا ډول د ژبو خدمتونو ماشیني کولو د کار بازار په هکله هم اندیښنې را پورته کړي چې خاصې يې د انساني ژباړونکو بې دندې کیدل او د دوی د مهارتونو بې ارزښته کیدل دي.
دې ننګونو ته په ځواب کې باید وویل شي چې د انساني ژباړونکو رول ورکیږي نه، بلکې تکامل کوي او بدلیږي. د دې پر ځای چې څنډې ته شي، ژباړونکي د مصنوعي زیرکتیا په مټ د شوي ژباړې د سمولو لپاره د پام وړ ادا کاران جوړیدونکي دي. دوی اوس د ایډيټرانو، کلتوري منځغړیو، مشاورینو او حتی د ژباړې د پروګرامونو د کوـ ډیزاینرانو په توګه کار کوي. په ژبه او کلتور باندې د دوی ژور پوهیدل دوی د دې جوګه کوي چې د مصنوعي زیرکتیا ژباړه، وګوري، غلطۍ پکې سمې کړي او د دې ډاډ ورکړي چې دا ژباړه د مطلوبو خلکو لپاره سمه او مناسبه ده.
په ورته وخت کې د ژبو د ماهرینو لپاره د دندو نوي لارې خلاصیږي. د وروسته(پوسټ) ايډيټ، د ژبپوهنې اړوند معلومات تحلیلول، د مصنوعي زیرکتیا د ماډلونو روزل او د محلیتوب ستراتیژي د ژباړې د چاپیریال د بشپړونکیو دندو په توګه یادیدلای شي. دا دندې او ونډې د داسې ماهرینو لپاره د ډیریدونکي ضرورت ښکارندويي کوي چې د ماشيني پروسس او انساني لرلید تر منځ د فاصلې لپاره د یوه پله په توګه کار وکړي. تعلیمي ادارې او روزنیز پروګرامونه د دې حقیقت د منعکسولو لپاره پدې شروع کړي چې ژباړونکو ته د تخنیکي پوهې او د مصنوعي ځیرکتیا پوهاوي درسونه په نصاب کې شامل کړي.
په راتلونکي کې په ژباړه کې د مصنوعي زیرکتیا کارول به له حیرانونکیو امکاناتو څخه خالي نه وي. نوي نوښتونه لکه له موضوع خبر ماډلونه، د څو ماډله ژباړې سیستمونه او د هم مهالې ترجمې پرواګرامونه دا وړاندیزوي چې د ژباړې ډګر به په دوامداره توګه د بدلونونو شاهد وي. دا چې د تکنالوژۍ دا بڼې لا پسې پرمختللي، ټول شموله او په اخلاقي ډول غوره طرحه کیږي، دوی به لا زیات د ژبپوهنیزې محاورې کیفیت او رسیدل وهڅوي.
د دې ټولو نوښتونو او احتراعاتو سره به د انسان او ماشین تر منځ ګډ شراکت لا هم ژور شي. مصنوعي زیرکتیا خام معلومات تحلیولای، نمونې پیژندلای او د کار جریان تنظیمولای شي خو هغه ژوندی تجربه، همدردي او کلتوري حساسیت چې انساني ژباړونکي يې کاروي، نلري. دا انساني اړخ د بدلیدو وړ ندی. دا خبره دا ویل یقینوي چې ژباړه یوازې یوه تخنیکي پروسه نده بلکې د کلتورونو او خلکو تر منځ د اړیکې جوړولو یو معنا لرونکی عمل دی.
په اخېر دا ویل پکار دي چې مصنوعي زیرکتیا په ژباړه باندې ماتونکی اثر نلري بلکې دا د بیا تعریفدو کیسه ده. پدې سره د ژباړې سرحدونه لا پسې پراخیږي. تر څو چې ژبې تکامل کوي او انساني کلتورونه ډاینامیک او مختلف وي، په ژباړه کې د انسان لاس لرل به همداسې دوام لري. مصنوعي زیرکتیا به مو په تېزۍ او مؤثرتیا سره وړاندې بوزي، خو لګ انساني لاس لرل به هغه څه وي چې ژباړې ته خپل ریښتینۍ روح ورکړي. راتلونکی به د مصنوعي زیرکتیا او انسانانو د ګډ کار وي چې په سم مدیریت سره به يې یوه سره نښلول شوي نړیواله ټولنه رامنځته کیږي.