پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د افغانانو د بدنامولو هڅه‎

د افغانانو د بدنامولو هڅه‎

لیکوال: حامدمیر

ژباړه: محیب رحمتي

دا کیسه له زرو کلو هم ډېره پخوانۍ ده، خو په دې کیسه کي هغه وخت بدلون راغی کله چي برطانوی پوځ په لومړي ځل په افغانستان کي له ماتي او رسوايي سره مخ سو.

د 1841 کال د نومبر په دوهمه د افغان قبایلو یوې جرګې د برطانوي پوځ په خلاف د بغاوت پرېکړه وکړه. په دې ورځ د روژې 17 وه، د بدر ورځ هم وه د بدر د غزا په مناسبت دا بغاوت جهاد وبلل سو.

افغانانو د افغانستان په مختلفو سیمو کي د برطانيې پوځ غرور له خاورو سره ګډ کړ نو دا وېره پيدا سوه چي اوس په هند کي هم د برطانيې په خلاف بغاوت کېدی سي.

 د هند عمومي والي یا ګورنر جنرال اف انډيا لارډ ایلن برو د 1842 کال د نومبر په 16 يو حکم وکړ چي له مخي يې په غزني کي د سلطان محمود غزنوي د قبر دروازې و ایستل سي او هند ته دي راوړل سي. ایلن برو تور ولګوی چي سلطان محمود غزنوي دا دروازې په 1026 کال کي د سومنات له مندر څخه غلا کړې او غزني ته يې وړې دي. ایلن برو ویل چي سلطان محمود غزنوي یو لوټمار و، چا چي د سومنات د مندر سپکاوی وکړ موږ به ددې سلګونو کلونو پخواني سپکاوي بدل اخلو.

کله چي په افغانستان کي د برطانيې پوځ دا دروازې هندوستان ته راوړې نو معلومه سوه چي دا دروازې د اوبښتي له لرګي څخه جوړي سوې دي.

 دا وني په افغانستان کي ډيري زیاتي دي خو د سومنات په دروازو کي هيڅ کله دا لرګی نه و استعمال سوی.

لارډ ایلن برو د هندوستان او افغانستان په خلکو کي د سلطان محمود غزنوي د لوټمار ثابتولو او غلط فهمي پيدا کولو ناکامه هڅه وکړه.

 کله چي د ایلن برو د مکر او فریب راز افشا سو نو د 1843 کال د مارچ په 9 د برطانیې په پارلیمان کي د هند د عمومي والي په درواغو باندي اوږد بحث وسو.

په 1857 کال کي په هند کي د یرغلګر برطانوي پوځ په خلاف بغاوت وسو.

له دې بغاوت وروسته د برطانیې لیکوالو په حیلو او بهانو محمود غزنوي د یوه لوټمار په توګه معرفي کړ چي اصلي مقصد يې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د فاصلې پيدا کول و. دې لیکوالو دا تاثر هم ورکړ چي برصغیر پاک و هند کي اسلام د توري په زور خپور سوی دی.

 د همدې انګریز لیکوالو د لیکل سوي تاريخ په اساس هندو سخت دریځو هم محمود غزنوي ښه وغندی.

بده لا دا چي ځينو مسلمان تاریخ لیکونکو هم په سومنات د محمود غزنوي حملې کته پورته کړې او حقیقت په خرافاتو کي ورک سو.

 نن چي هم هندو سخت دريځي په بابري مسجد باندي د بریدونو او مسلمانانو څخه د نفرت په اساس تقريرونه کوي نو محمود غزنوي د لوټمار بلل نه هیروي.

اوس خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم محمود غزنوي لوټمار وبلی. د دفاع وزیر دې بیان یوازي پاکستان کي نه بلکي په هند کي هم بحثونه پارولي دي.

په پاکستان کي تر ټولو مهمه پوښتنه دا راپورته کېږي که محمود غزنوي لوټمار و نو بیا پاکستان ولي په خپلو میزایلو د غزنوي نوم کېښود؟

 ایا دا نوم به بدل کړل شي؟

کله چي مي دا پوښتنه له دفاع وزیر نه وکړه نو هغه ځان په دې خلاص کړ چي د مزایل نوم ما ندی ايښی.

حقیقت ډېر په زړه پوری دی چي د غزنوي مزایل(حتف تهری) جوړول په 1993 کي د لومړۍ وزیري بېنظير بوټو په دور کي شروع سو.

د هغې په دور کي د ابدالي مزایل (حتف ټو) او غوري مزایل(حتف فور ) باندي هم کار شروع سو. ددې ټولو مزایلونو د نومونو منظوري بېنظير بوټو ورکړه.

په مزایلونو د داسي افغان جنګیالیو نومونه کېښودل سول چي هغوی په پخوا زمانو کي د هندوستان مختلفو راجاګانو ته ماته ورکړې وه. د پاکستاني مزایلو نومونه له افغان جنګیالیو سره د تړلو وجه دا وه چي هند ته وښودل سي چي زموږ د مزایل پروګرام له هند سره د سیالۍ لپاره دي نه د بل چا لپاره.

د پام وړ ټکی داده چي له محمود غزنوي څخه مخکي محمدبن قاسم په هندوستان حمله کړې وه خو پاکستان هيڅ کوم مزایل ته د محمدبن قاسم نوم ورنکړ . ځيني سندي قوم پرست محمد بن قاسم هم لوټمار ګڼي خو خواجه محمد آصف محمد بن قاسم لوټمار ونه بلی شاید ځکه چي هغه عرب و.

 نن سبا په افغانانو باندي د تنقید فیشن روان دی نو ځکه محمود غزنوي لوټمار وبلل سو. حالانکه هندي تاریخ پوه رومیلا تاپړ په خپل کتاب “سومنات” کي ليکلي چي د محمود غزنوي په پوځ کي زیات شمېر هندوان شامل و. د سومنات دفاع کونکي د راجه بهیما په پوځ کي ډېر اسماعیلیان شامل و.

د رومیلا تاپړ له قوله چي په مندرو باندي یوازي مسلمانانو بریدونه نه کول بلکي هندو راجاګانو به هم بریدونه کول چي مطلب يې د خپل قوت اضافه کول و .

رومیلا تاپړ دا هم ليکلي چي د ځينو روایتونو په اساس محمود غزنوي ته ددې برید بلنه یوه صوفی بزرګ

مسعود غازي ورکړې وه ځکه چي په سومنات کي په مسلمانانو باندي ډېر ظلمونه کېدل.

هره ورځ به یو مسلمان دې مندر ته قرباني کېدی. د يوه ګجراتي مسلمان کونډي يوازینی زوی هندو راجا ونیو او همدې کونډي خپل فریاد او د مسعود غازي خط محمود غزنوی ته راوړی.

که دا روایات سم وي نو مسلمانان له وړاندي لا په سومنات کي موجود و محمود غزنوي وروسته راغلی دی.

تاريخونه وايي چي له محمود غزنوي او محمد بن قاسم څخه ډېر وړاندي د عرب تجارانو له لاري اسلام هندوستان ته راغلی و .

محمدبن قاسم په 712 کال او سلطان محمود غزنوي په 1026کال کي په سومنات باندي برید وکړ. په برصغیر پاک و هند کي لومړی جومات په 629 کي د کیراله په تریسر ولسوالۍ چرامان کي جوړ سو .

محمداسحاق بټي کتاب ’’برصغیر میں اسلام کے اولین نقوش‘‘ د لاهور اداره ثقافت اسلامیه خپور کړی.

ددې کتاب له مخي د عرب مسلمانانو د پوځي حملو پیل د حضرت عمر فاروق د خلافت په مهال پيل سو.

د بټي د څېړنو له مخي هندوستان ته ټول 25 صحابه کرام راغلي دي. 12 د حضرت عمر فاروق په وخت کي، 5 د حضرت عثمان، 3 د حضرت علي او 5 بیا وروسته راغلل.

حضرت عبدالرحمٰن بن سمره قریشي د ګجرات او کاټیاواړ سیمه فتح کړه، حضرت مجاشع بن مسعود سلمی کابل فتح کړ. زموږ په تعلیمی کتابونو کي ددې صحابه وو ذکر نسته.

 که ذکر سوی دی نو هغه د محمدبن قاسم او محمود غزنوي سوی. محمود غزنوي چي هر ډول و خو د عالمانو او صوفیانو قدر دان و. حضرت علی هجويري مشهور په داتا ګنج بخش هم د هغه هم عصر و او محمود غزنوي هغه ته ډېر احترام درلود. هجویر په اصل کي د غزني یوه سیمه ده. علي هجویري د محمود غزنوي د زوی مسعود غزنوي په دور کي لاهور ته راغلی او دلته يې اسلام خپور کړ. د هغه د پلار عثمان علي هجویري او د مور قبرونه په غزني دي.

عرض مي دا دی چي له افغانستان څخه یوازي سلطان محمود غزنوي نه و راغلی حضرت علي هجویري هم راغلی و نو ځکه له افغانانو نفرت ښه خبره نده. که د چا افغانان ډېر بد ایسي نو مهرباني دي وکړي د خپلو مزایلونو نوم دي بدل کړي.

که په سلطان محمود غزنوی وزیر دفاع تنقید د پاکستان او افغانستان تر منځ له روان کړکېچ سره کوم تړوا نه لري نو د هغه دبیان په اړه ولي د پاکستان د حکومت تر اوسه کوم وضاحت نه دی راغلی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...