جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهقيسه په دې عمر کې داسې غزل؟ - اقبال خيبر

قيسه په دې عمر کې داسې غزل؟ – اقبال خيبر

خوشال بابا وايي :

ملايي په ډير تحصيل شي     شاعري ده له حکمته

ويل کيږي چي شاعري او انځور ګري دواړه ډير نازک او حساس او تخليقي فکر ته اړتيا لري شاعر لفوظونه سره پييي او انځور ګر رنګونه که دشاعر لفظونه لږ پورته ښکته ډير لږ اوږده يا لنډوي نو له هغه شعره خوند نه زيږي په دې ډول که دانځور ګر رنګونه بې ډوله سي انځور دماشومانو په ختو پتو اوړي  نو په  دې حساب ويلای سو چي ښه شاعري دومره اسانه نه ده لکه  خپله چي قيس هم وايي

نه ده دهر سړي له توانه نه ده

ښه شاعري دومره اسانه نه ده

شاعري هغه وخت خوږه سي چي سندريزتوب ، انځوريزوالی ،نوی والی، ليږدونه او رنګارنګي ولري

زما په اند تر ټولو لومړي توب يې موسيقي لري هغه شاعري  چي موسيقي ولرله له واره پام اړونکې وي چي پام يې واړاوه بيا نورې خبرې هم سړی اوريدلی سي که دقيس شاعري له پيله سړی ګوري خوند به ترې اخلي ځکه په کې سندريزتوب پروت دی

لاړ شي زړه مو کور دغزلونو شي

راشي يو ځل شور دغزلونو شي

قيس ته خپلې مور داسې دعا کړې

ستا غزل دې مور دغزلونوشي

 تر تشو خبرو بيا انځور پام اړونکی وي تجاران ، هتۍ وال ، پلورونکي په خپلو اعلاناتي پاڼو له دې امله  انځورونه ځای پر ځای کوي  چي انځور په پټه خوله ټولي خبري کوي  نو په شعر کې هم  انځور همداسې په پټه خوله ډيرې خبري کوي ، خو په شاعرۍ کې انځور ګري بلا سخت کار دی  ډير کم شاعران دي چي هنري انځور ګري کولای سي چي يو هم قيس دی

پس له پنځو کالو په خوارې دغه زيری وشو

ورېندارې وه ورېندارې راشه چي ستا ورور راغی

 بل ځای بيا وايي

پښتون چي وکړي بې ننګي زه داسې ودرديږم

لکه دچا چي دلاس ګوته دروازه ونيسي

 دا ستړې مکتبۍ  دخپل کور خلک خبروي

لګيا ده په ځنځير باندې دوره وهي رباب

بيګا چې تږی سوم تري ومې پوښتل

اې زه اوبه غواړم ويده خو نه يې

ته چې خپه شې ستا له شونډو چې خندا  ولاړه سي

لکه په ښار کې چي تياره سي او بريښنا ولاړه سي

نو کله چي په موسيقي  او انځور پام راواوښته نو ذهن دې ته جوړ سو  چي ليږدونې جذب کړي قيس دژوند هر اړخيزي ليږدونې کړي زموږ   ټولنه  چي دسواد او لوستنې کچه ټيټه ده ډير کم خلک په خپل تاريخ  ، خاوره ، جغرافيه او ځان خبردي دا خبرونه هم تر ډيره په ډيره اسانۍ  زموږ شاعرانو  کړې چي  قيس هم تري شاته نه دی پاته  :

اخير به شي دا پيښور کابل او کوټه يوه

دپښتنو خو له  ازل څخه ده خټه يوه

 داچي افغان وطن يو وجود دی  که ددې پراخ وطن په هر ګوټ کې ژوند کوونکي دخپل له بل ګوټ سره ناليدلې مينه لري لکه قيس چې وايي :

دپيښور دغې افغانې که ليدلی نه  دی

خو بيا هم وايي چې جانان کابل يې ډير خوښيږي

نااميدی بلا ده قيس له دې بلا ډير لرې ګرځي  خپل خدای ته اميد لري چي وخت به راشي  لر او بر افغان به تر يوه رپي لاندي ژوند وکړي او درښتينې غوښتنې جذبې يې نه دي سړې سوي :

خاونده ته يوه کړې لره بره پښتونخوا مې

بيګامې  قيس لالي داسې ويل په ترنم کې

 له دې سره سره  يې رښتيا په ډير هنري انداز ويلي او دوخت له مخه يې پرده پورته کړې

 ددې دريګو کوټني خدای خبر چاورانې کړې

سپينه ماڼۍ يې زور له موږه خوارکيانو باسي

 او دافغان وژنې ريښې  او لاملونه يې په ډير ساده خوښوونکي ډول  راښودلي دي که يې خپله قاتل هم اوري سر به ښورولي

مولانا تامي  په طالب لالي اوس څه کړي دي

روغ جوړ درغلی وه خو بيرته کرو کور راغی

 ددې تر څنګ افغانانو ته خپل اصلي دښمن هم  ورښیي خو په ډير مهارت او ښکلو الفاظو

ستا دا انګريز باڼه نو کله په کراره کښينې

چي له پښتون زړه نه مې خپل زوړ انتقام وانه خلي

ددې تر څنګ قيس که نصيحت هم کوي  په سړي بد نه لګيږي ځکه په نصيحت  کې يې دفلم ديوې ښکلې صحنې انځور پروت وي او ددې تر څنګ نصيحت له يو نوې زاوې کوي

زه چې  دونې لاندې تير شم مرغۍ نه الوزي

لکه چې سم شومه په مخ کې مې نفرت کم شوی

ددې تر څنګ  دناوړه دودونو په وړاندې هم چپه خوله نه دی پاته سوی په جرئت يې ويلي :

دولس کلنه پښتنه ناوي خپل بخت ته ژاړي

دپلا ر له دره نن په چغو چغو ګوره وزي

قيس ډيرې رنګينۍ لري اوس که هر څو پرې ږغيږو لا به هم ږغيږو اوس به يوازې دکتاب صحافت  ډول  ليکوالي ته راسو

اوس يې که بيا په پښتۍ خبرې پيل کړو يوازې دقيس په معصوم  غلي خو خوشاله تصوير کې بلا خبرې پرتې او دننه کتاب ته که ورسو له بسم الله ورها خوا ډالۍ يې ډيره ساده او هر چا ته ده ( ډالۍ  تاته په انساني مينه ) چي په دې کې هم يو عالم خبرې پرتې دي او که يې ټاپنګ ته ورشو  ډيرې کمې تيروتنې تر سترګو کيږې  او هغه تر ډيره دکمپوزونکې پړه وي خوبيا هم وروستۍ  کتنه له چاپه وړاندې ډيره دقيقه بايد  اووسي

درانه اووسئ

اقبال خيبر

هلمند  لښکرګاه

۲۴ـ۸-۱۳۹۲ ه ل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب