جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد عبدالرحیم هوتک ژوند او شعرته نوې کتنه

د عبدالرحیم هوتک ژوند او شعرته نوې کتنه

عبدالرحیم هوتک یا عبدالرحیم بخارایي (شمس الدین کاکړئې په دغه نامه یادوي)له هغوپښتوشاعرانوڅخه دئ چي پخپل دېوان کي ئې دخپل ژوندپه باب ښه پوره معلومات ورکړي دي اولوستونکي ډېرڅه ورڅخه موندلای سي. خوله بده مرغه ددغومعلوماتوله سته والي سره سره موږته دده دژوندلیک په کښلوکي ځیني برخي سمي نه دي روښانه سوي.

د ده په باب لومړني معلومات دلوی استادعلامه حبیبي په قلم له طلوع افغان څخه (دوولسم،دیارلسم کال) خپاره سول. بیاهمدغه معلومات په تاریخچه شعرپشتو،پښتانه شعراء لومړي ټوک کي هم په لږوډېر بدلون سره تکرارسول. دنورووروستنیولیکنوتاداوهم پرهمدغومعلوماتوباندي تکیه دئ. دولادیمیرکوشیف څېړني چي پښتوترجمې ئې دښاغلي خدمتگارصاحب اوارواښادمحمداکبر معتمدشینواري له خواسرته رسېدلي اوپه کابل مجله اوزیري جریده کي خپرې سوي دي، دعبدالرحیم هوتک په باب دلیکنوبله سرچینه ده. خودده دژوندلیک ترټولومفصله لیکنه هغه ده چي ښاغلي حبیب الله رفیع صاحب په سره غره گلونه نومې مجموعه کي په ۱۹۷۹ع کال خپره کړې اودوه ویشت کاله وروسته ئې دعبدالرحیم هوتک دفارسي مهاجرتنامې په سریزه کي لاپسي بشپړه کړې ده. په دغه نوې بڼه کي ئې په سره غره گلونه نومې مجموعه کي پرنشرسوومعلوماتوباندي له سره نوې کتنه کړې ده.

ماته چي سږکال (۲۰۱۲ع) په کندهارکي دعبدالرحیم هوتک ددیوان دیوې خطي نسخې دمطالعې زمینه برابره سوه، له داسي خبروسره مخامخ سوم چي دهغوله مخي بایددده پرژوندلیک باندي یوه بله نوې کتنه هم وسي. په مهاجرتنامه کي راغلی ژوندلیک هم د(خو)ځایونه لري چي زه به ئې په همدې لیکنه کي وڅېړم.

۱ ــ د عبدالرحیم هوتک دزېږېدلووکال په باب

لوی استاد علامه حبیبي په تاریخچه شعرپشتواوپښتانه شعراء لومړي ټوک کي دده دزېدلونېټه نه ده بیان کړې . په تذکرة الشعراء ( دسراج الدین سعیداومولوي صالح محمدهوتک تالیف) کي هم دده دزېدلوپرکال څه نه دي ویل سوي.

ښاغلي رفیع صاحب په سره غره گلونه (۲۰مخ) کي دده دزېږېدلوکال د ۱۱۴۰هق شاوخوااټکل کړی دئ اوژوندئې تر۱۲۱۰هق کال پوري یقیني بللی دئ خووایي چي تردغه کال وروسته ئې  ژوندڅرگندنه دی اونه ښکاري چې څونورکلونه به ژوندی پاتې شوی وي؟“

ددې اټکل تاداودشاعرپردغه خبره ولاړدئ چي دی په لس کلني کي له وطنه وتلی دئ اوله وطن څخه دوتلوزمانه ئې هم پرکندهارباندي دافشارنادردتاړاک وخت گڼل سوی دئ.

کله چي دعبدالرحیم هوتک مهاجرتنامه دتحقیق میدان ته راووتله، هورې داسي قرائن وموندل سول چي له وطن څخه زموږدشاعروتل ترنادري تاړاک پخوا پېښ سوي دي ځکه نوپردغه اټکل باندي ئې په مهاجرتنامه (۹مخ) کي نوې کتنه سوې ده اولیکلي ئې دي چي “دمهاجرتنامې له مخي موږاټکل کولای شوچې دی به د۱۱۰۰هق کال شاوخوازېږېدلی اود۱۱۱۰هق کال شاوخوابه …له هیواده ایران ته په وتلومجبورشوی وي،تر۱۱۲۰ هق کال وروسته به بخاراته تللی وي اوهلته یې دده دویناله مخي تراویاکلنۍ پورې ژوندیقیني دی اواټکل کیږي چي تر۱۱۷۰هق کال وروسته به هورې وفات شوی وي“. دماجرتنامې دغه اټکل ما(م . هوتک) هم پخپل اثر (سل بگړۍ یوپوړنی) ــ ۶۱مخ کي هم اخیستی دئ.

ماچي دعبدالرحیم هوتک دیوان وکوت، هورې دی خپل زړه ته په خطاب کي یوه اتلس بیتیزه قصیده وشمه غزله لري، چي زه فکرکوم دده دژوندټول حدسونه وقیاسونه به دهمدې غزلي پربنسټ لیکل سوي وي. داقصیده وشمه نظم خوراډېرتاریخي موادلري .دی په دغه قصیده وشمه غزله کي وایي :

چي حاجي انگوحاکم ووپه قلات کښي

ته هلته تولددمورله ځـــــــــــــــــــــان شوې

زموږڅېړونکودعبدالرحیم هوتک دزېږېدني دوخت په باب دخپلو اټکلونوتاداوله وطن څخه په لس کلنۍ کي دده دوتلوپرحادثه باندي درولی دئ اودغه بیت ته ئې لازمه توجه نه ده کړې. ښایي دابیت به په خطي نسخوکي نه وو،چي زموږدڅېړونکوپه واک کي وې. په دې بیت کي شاعردخپل تولدنېټه نسبتاٌ په صراحت سره ښیي اووایي چي په قلات کي دحاجي انگودحکومت پروخت زېږېدلی دئ. موږبایدخپله ټوله څېړنه دحاجي انکو(انگو) دحکومت زمانې ته متوجه کړو. کله چي مودغه زمانه تحقیق کړه، زموږدشاعردتولدوخت بیاپه اسانۍ سره موندل کېدلای سي. زه همدغه استقامت پسي تعقیبوم.

دقلات (اوسنی زابل) حکومت دسلطان ملخي توخي له وختوراهیسي دتوخودقوم په لاس کي وو. پخپله دسلطان ملخي په ژوندکي دتوخواو هوتکوروابط ډېردوستانه دي اوددغودوستانه اړیکواغېزه وه چي سلطان ملخي توخي خپله لورنازود۱۰۷۰هق په حدودوکي دهوتکومشر ښالم خان ته ورکړه (پېښلیک ــ ۱۴۶مخ). دامېرمن دحاجي میرویس خان موروه. دسلطان ملخي توخي حکمراني دسیمي ټولوقومونومنلې وه. دده تروفات وروسته دمشرتوب بگړۍ دده دزوی عادل خان پر سر سوه. عادل خان په سیمه کي دپرتوقومونورضائیت ونسوای ساتلای اوورو وروددوستۍ اړیکي په مخالفت باندي واوښتې. دحاجي عادل خان دحکومت په وخت کي دغه حکومت ته دهوتکوقوم هم نېنگلي وه اوله توخوسره ئې ددغه حکومت اودسیمي پرکنټرول باندي جنگونه هم پېښ سوي دي. اول جنگ ئې داومکۍ داورشوپرسرپېښ سوی دئ . داومکۍ اورشودکلات په شمال لویدیځ کي پرته ده. په دغه جنگ کي دسلطان ملخي توخي توریالی زوی چي توردلی نومېدئ، ووژل سو. علامه رشاد(رح) ددغه جنگ په ارتباط یوه ناره ثبت کړې ده چي وایي :

که واښه ده، اومه کۍ په نل واښه ده

اوس ئې ته پیایه هوتکه،“توردلی“ پربنددرازپه مرگ بیده ده

علامه مرحوم دبنددرازموقعیت له کلاته څخه پنځه کروه لیري شمالي خواراښوولې ده اوفرمایلي ئې دي چي “پردغه بند دبرارغنداوناوې ته وراوړي“ ( تاریخي پلټني ــ دمقالومجموعه ــ ۱۱۸،۱۱۹ مخونه ــ کابل ــ ۱۳۵۷ش)

لکه وړاندي چي مووویل،دسلطان ملخي توخي تروفات وروسته دکلات حکمراني دده زوی حاجي عادل خان ته ورسېده. دغه حاجي عادل خان دمیرویس نیکه ماماوو. ترحاجي عادل وروسته ئې زوی بایي خان دکلات حاکم سو. علامه رشادبابالیکلي دي چي  بایي خان دترنک پرغاړه یوه پخه کلاجوړه کړې اوهلته یې اړولي وه. دترنک پربله غاړه دجختران په سیمه کي دهوتکوکلاوي وې. بایي خان به دغه گاونډي هوتک ځورول،هوتکودحاجي انکوپه مشرۍ یوه ورځ نابوبره بریدپروکړ،بایي خان یې (چي دحاجي انکوداناوراره وو)وواژه، کلا یې هم له توخوڅخه ونیوله ….”. (هماغه اثر ــ ۱۱۹مخ)

تردغي پېښي وروسته دکلات حکومت دهوتکولاس ته ورغی. داپېښه څه وخت واقع سوې ده؟

تاریخي اسنادښیي چي دکلات حکومت تر۱۱۱۵ هق کال پوري لاد حاجي عادل خان دزوی بایي خان په لاس کي وو(وگ : تاریخي پېښلیک ــ ۱۵۲مخ). دحاجي انکواوبایي خان جنگ بایدپه دغه کال یا تردغه وروسته پېښ سوی وي. زه داجنگ د۱۱۱۵ ــ ۱۱۱۷ هق کلونوترمنځ پېښ سوی بولم. په ۱۱۱۷ هق کال حاجي میرویس نیکه دکندهاردآزادۍ له پاره لومړۍ تاریخي جرگه راغوښتې وه. په دغه کال یاترهغه راوروسته کلونوکي دعقل ودرایت په حکم څوک ویلای سي چي ملي قایدبه هیڅکله دخپلي کورنۍ یوه غړی اوپه تېره بیادده مخلص وراره حاجي انکوته اجازه نه وي ورکړې چي په دغه شان یوه حساس وخت کي دي دخپلي ماماگنۍ پرضددغه رازخونړۍ جګړه وکړي. دحاجي انکواوبایي خان جنگ تر۱۱۱۷ هق کال وړاندي پېښ سوی دئ. زه لا دونه قدرهم ویلای سم چي له جگړې څخه راولاړسوی کدورت ئې لاپه دغه وخت کي پاته دئ. ځکه دمیرویس نیکه په دوهمه جرگه کي دتوخو دنماینده نوم په تاریخي اسنادوکي نه لرو. نوپه نتیجه کي ویلای سو چي دبایي خان توخي وژنه اوپرکلات باندي دحاجي انکودحکومت کولوموده د۱۱۱۵ هق او۱۱۱۷ هق کلونوترمنځ زمانه ده. تردې کلونو وروسته حاجي انکودخپل اکاحاجي میرویس خان سره په نورو مهمو مسایلوکي مصروف پاته کېږي .دی له ملي قایدسره داصفهان په قید کي ملگری دئ،دحج په سفرکي ورسره مل دئ اودگرگین له منگولوڅخه دکندهاردنجات په جنگوکي توره په لاس سپاهي دئ. دکندهارترآزادۍ وروسته هندته دسیاسي نماینده په توگه استول سوی دئ اودهوتکودسلطنت ترزواله پوري هورې پاته دئ. دمیرعبدالعزیزدواکمنۍ په وخت کي حاجي انکوپه ډهلي کي استوگن بلل سوی دئ (وگ :دخپلواکۍ لمرڅرک ــ ۹۳مخ).

په تاریخي پلټنی کي چي داواقعه دشاه حسین هوتک دپاچهۍ په وروستیوکلونوکي بلل سوې ده، دعبدالرحیم هوتک له بیان سره سرنه خوري. که داواقعه دشاه حسین هوتک دپاچهۍ په وروستیوکلونوکي ومنواودپرکلات باندي دحاجي انکوحکومت هم په دغه وخت کي فرض کړونودعبدالرحیم هوتک زېږېدنه بایددشاه حسین هوتک دپاچهۍ دپای کلونه وي؟ خودمهاجرتنامې له مخي په دغه وخت کي زموږشاعرپه بخاراکي دئ اودشاه حسین پرسلطنت باندي په فارسي ژبه قوي قصیدې اونظمونه لیکي.

په هرصورت، کله چي پرکلات باندي دحاجي انکودحکومت کلونه ۱۱۱۵ ــ ۱۱۱۷هق ومنونوزموږدشاعرزېږېدنه هم ددغودووکلونوترمنځ پېښه سوې ده. داکلونه درفیع صاحب  د۱۱۰۰ هق شاوخوا“ اټکل ته نزدې دي. خود“شاوخوا= حدود“ په مفهوم کي له یوه څخه ترنهوپوري عددونه راتلای سي . دعبدالرحیم هوتک دتولدزمانه دده دخپل صراحت پربنسټ ،دحاجي انکودحکومت په وخت کي يعني تردغو حدودوپنځه شپږکاله وروسته ده.

عبدالرحیم هوتک پخپله دغه قصیده وشمه غزله کي وروسته داسي وایي :

څودمورپه غېږکښي ناست وې په حضوروې

چي دي پل پرزمکه کښېښوســـرگردان شوې

په قلات کښي دي درې کاله عـــــــــــــمرتېرکړ

له قلاته قندرهـــــــــــــــــــــــــــــاروته روان شوې

یوڅـــــــــــــــــوکاله دي هلته سیل وکــــــــــــــــــړ

په هوادناشابــــــــــــــــور ولاړې روان شـــــــوې

دعطارزیارت دي وکـــــــــــــــــــــــــړله اخلاصه

عزم داردورامین اودتـــــــــــــــــــــــــهران شوې

چي دشــــــــــــــــاه عبدالعظیم زیارت دي وکړ

منورهلته پــــــــــــــــــــــــه فیض دسبحان شوې

دعشق اوردي په سینه کښي خدای دربل کړ

یوڅوروځي په مجازپسي گـــــــــــــــریان شوې

داالف اوبې دي ولوسته ځــــــــــــــــــــــــــمایاره

شنواځکه په حروفـــــــــــــــــــــــــــــودقرآن شوې

ورامین تهران دي څــــــــــــــــــــــووقته وطن کړ

لېونی پکښې ترحـــــــــــــــــــــده بې پایان شوې

په طلب دپیرکامل پرهرلــــــــــــــــــورځغاستې

زړه دي پاڅېده عــــــــــــــــازم دترکستان شوې

بخارالـــــــــــــــــــــــــره په شوق وپه ذوق راغلې

دکامل املاءپرکـــــــــــــورباندي مهمان شوې

دابیتونه موږته ډېرڅه په لاس راکوي اوزموږدمحققینوټول بیانونه د همدغوبیتوله مخي لیکل سوي دي، چي طبیعي ده زماله پاره هم د نوي څېړني ډېرموادبرابروي.

زموږشاعرتردرې کلنۍ پوري په قلات کي دئ اوبیائې کورنۍکندهار ته راځي . کندهارته دراتگ وخت ئې د۱۱۱۸ ــ ۱۱۱۲۰هق کلونوترمنځ باید وي. دغه وخت کندهاردحاجي میرویس نیکه په همت دپردوله لاسه آزاد سوی دئ.تاریخي اسنادراته وایي چي په دغه وخت کي د کندهار ښار ته دشاوخواسیموپښتنوکورنیوراتگ ښه په زورکي دئ او زموږ د شاعرکورنۍ هم ددغه بهېریوه برخه ده.

په کندهارکي دشاعرکورنۍ “څوکاله سیل“ کوي. د(څو) په مفهوم کي بیادعشراتوعدودونه يعني له یوه څخه ترنهوپوري راتلای سي. څرنگه چي شاعربل ځای له وطنه څخه خپل راوتل د“زیات وکم“ په قیدپه لس کلنۍ بولي اووایي :

وم هلک دلسوکالوزیات وکم

له وطنه یــــــــــــــم وتلی په ماتم

(دسره غره گلونه  ــ ۱۳ مخ)

یا:

لس کلن وم زیات وکم دي پکې وینه

له وطنه شوم جـــــــــــــداپه کوکارونه

(هماغه اثر ــ ۱۴مخ)

دغه بیتونه زماپه خطی نسخه کي نسته . زماپه نسخه کي یوځای وایي :

لاهلک وم چي جداشـــــــــــــــــــــــــوم له وطنه

اوس مي هېردرست قندهارشه درېغه درېغ

( خطي نسخه ــ ۶۰مخ)

په پښتني کلچرکي هلک، نابالغه چاته ویل کېږي. که بلوغ ته د رسېدلو حداقل عمرڅورلس کاله وبولونودله وطن څخه دوتلوپروخت تر څورلس کلنۍ کم عمردرلود.په دې عمرکي یوولس،دوولس ،دیارلس کلونه راځي.که موږپه کندهارکي دده دخپلي خولې یادسوي  څو کلونه“ حداکثراته ،نهه کاله وبولونوله کندهاره څخه دده دراوتلو کلونه د۱۱۲۸ ــ ۱۱۳۰هق کلونوترمنځ گڼل کېدلای سي . داکلونه دحاجي میرویس نیکه تروفات وروسته کلونه دي اوپه دې حساب به د عبدالرحیم هوتک کورنۍیادمیرعبدالعزیز دحکومت (۱۱۲۷ ــ ۱۱۲۹ هق) په دوران کي له وطنه وتلی وي، یادشامحمود د پاچهۍ په سر کي.

دهغواشعاروله مخي چي شپېته کاله پخواپه طلوع افغان کي خپاره سوي دي،زموږدشاعرکورنۍ دیوراز“ظلم وستم“ له اسیته په “کوکارو“ له وطنه وتلې ده.

زماوطن ؤقندهارپکې زوکړی

 وایستم پـــــــــــــــــــه زورستم

(دسره غره گلونه ــ ۱۳مخ)

لس کلن وم زیات وکم دې پکې وینه

له وطنه شـــــــــــــــوم جلاپه کوکارونه

(هماغه اثرــ ۱۴مخ)

دابیتونه اودهغواړونده غزلي زماپه نسخه کي نسته، په سره غره گلونه مجموعه دطلوع افغان د۱۳۱۲ش کال دکب د۱۲ مي اود۱۳۱۳ش کال دغویي داولي گڼې څخه رااخیستل سوی دي. داول بیت ددوهم نیم بیتي دسرخالي ځای چي درې ټکي پکښې ایښوول سوي دي، هم څرگنده اشاره نه لري چي داځای دمجموعې مرتب خالي پري ایښی دئ اوکه په طلوع افغان کي همداسي وو. زه په دې برخه څه نسم ویلای ځکه نه مي دطلوع افغان دهماغه کال گڼې په واک کي سته اونه زماپه خطي نسخه کي دغه اشعارراغلي دي. که دااشعاردنورونسخوله مخي تاییدسي، نوزموږدشاعرکورنۍ به غالباپه هغه فتوراوشخړه کي له وطنه وتلوته مجبوره سوې وي چي دحاجي میرویس خان نیکه تروفات وروسته په واکمنه کورنۍ کي دمیرعبدالعزیزاودحاجي میرویس د زامنوترمنځ دپاچهۍ پرسرپېښه سوې وه اوپه نتیجه کي ئې میر عبدالعزیزووژل سواودمیرویس مشرزوی محمودپاچاسو. ددغه خانداني اختلاف اودښمنۍ اغېزه پراولس باندي هم لوېدلې وه اود مغضوب لوري یوشمېرپلویان اومتعلقین له خپل کوروکلي څخه بېځایه سوي ول. ددغه رازبېځایه کېدلونورمثالونه هم زماسره سته. خوزه له وطن څخه دعبدالرحیم هوتک دکورنۍ وتل دمیرعبدالعزیزله غایلې سره ځکه تړلی ته بولم چي یوخوپه دې برخه کي برخه څرگند روایتونه نسته اوبل زماپه خطي نسخه کي شاعروایي چي دی  په هوادناشابور“ له کوره وتلی دئ. لکه تاسي چي څوکرښي وړاندي ولوستل،دی وایي چي په کندهارکي له څوکاله سیل وروسته د نیشابورهوس هغه لورته بېولی دئ :

یوڅـــــــــــوکاله دي هلته سیل وکړ

په هوادناشابورولاړې روان شوې

ددغي څرگندي اشارې له مخي زه ویلای سم چي فارس ته دشاعرد کورنۍ تگ په هغولښکرکښیوکي سوی دئ، چي شاه محمودهوتک داصفهان دگټلوپه نیامت فارس ته کړي دي. په دغه رازلښکرکښیوکي یوازي نظامیان شامل نه وي بلکي په ایله جاریانوکي سیلانیان، دروېشان،عالمان،سوداگران،اونورغیرنظامي افرادوکورنۍ هم شاملي وي. زه یقین ته په نزدې گومان سره ویلای سم چي دشاعر کورنۍ په دغو ستروقافلوکي دفارس پرلوروتلې ده. ددې قافلو سر د شاه محمودهوتک دپاچهۍ په پیل کي تر۱۱۳۳هق کال وروسته کښېښوول سو.

له کوره بېځایه سووکورنیوته دبیرته راتگ چانسونه ډېره نه وي. دا حقیقت موږافغانانودتېرودروڅلورولسیزوپه جریان دسرپه سترگو لیدلی دئ.

دعبدالرحیم هوتک کورنۍ به غالباپه فارس کي دهوتکي واکمنۍ تردړي وړي کېدلومخکي یاوروسته ددې چانس موندلی وي چي خپل پلرني ټاټوبي ته بیرته ستنه سي خوپخپله ده ته په ورامین (فارس) کي نورکیفیتونه پېښ سوي دي اودهغوله اسیته له کورنۍ سره دوطن په بیرته ورتگ کي ملگرتیاپرې ایښې ده.

ده په پورتنیوشعرونوکي ویلي دي چي ورامین ئې دڅه مودې له پاره وطن سوی دئ. ددې معناداده چي هلته ئې کوروکورگی سرښته کړی دئ. هورې  ئې دعشق اورپه سینه کي بل سوی دئ اوپه“مجازي عشق“ پسي دسرگردانۍ خبره لاهم کوي. خوژرئې خپل مسیربدل کړی دئ اودکامل پیرپه تلاښ پسي ئې ځان تربخاراپوري رسولی اودشیخ املاپرکورمېلمه سوی دئ. ماته داسي ښکاري چی دشیخ املاپه نامه اومقام باندي دی په ورامین کي خبرسوی دئ اوپتېیلې ئې ده چي ددغه پیرخدمت به ځان رسوي. دی وایي چي بخاراته  په شوق وپه ذوق“ راغلی دئ.

عبدالرحیم هوتک څه وخت وفات سو؟

دعبدالرحیم هوتک دوفات وخت هم دیولړاټکلونوله مخي ټاکل سوی دئ.په سره غره گلونه نومې مجموعه کي ئې ښاغلي رفیع صاحب ژوندتر ۱۲۱۰هق کال پوري یقیني بللی دئ (دسره غره گلونه ــ ۲۰ ، ۲۱ مخونه)اودااټکل دهغه نظرپربنیادسوی دئ چي وایي دشاعرکورنۍ دنادري تاړاک په وخت کي له وطنه وتلې ده اوپه دغه وخت کي شاعرلس کلن وو. دمهاجرتنامې په رامنځ ته کېدوسره دانظرناسم وخوت اوښاغلي رفیع صاحب هم پرخپلواټکلونوباندي نوې کتنه وکړه اوداوارئې   دوفات وخت تر۱۱۷۰هق کال وروسته وباله (مهاجرتنامه ــ ۱۰مخ)

ښاغلي زلمي هیوادمل صاحب دعبدالرحیم هوتک ددېوان دکومي خطي پرسرباندي دیوه یاداښت له مخي دده وفات په ۱۱۶۲هق کال کي بللی دئ( دپښتوادبیاتوتاریخ ــ لرغونې اومنځنۍ دوره ــ ۱۹۳مخ ــ د۱۳۷۹ش ).داخبره ما(هوتک) هم په سل بگړۍ یوپوړني ( ۶۰ مخ)کي دهمدغه ماخذڅخه رااخیستې ده.

د شاعرپخپل کلام کي زه پردغویادونوپېښ سوی یم :

دنادرافشاردپاچهۍ یادونه داسي کوي :

دنادرپه بادشاهي بـــــــه ئې ورنه کړي

هغه شپه چي مېلمه شوی ئې دلبروي

(خطي نسخه ــ ۱۱۲مخ. په اصل نسخه کي “… ورنه کړم“ دي. مادغزلي دنوروبیتوپه قیاس“ورنه کړي“ کړ.)

دافشارنادردپاچهۍ دسرکلونه په جګړواوفتوحاتوکي تېرسوي دي. دده دپاچهۍ هغه کلونه چي شاعران دي ئې پخپلوشعروکي دهغودبرم بیانونه وکړي، هغه وختونه بایدوي چي ده ئې په ویاړپه مشهدکي د فتوحاتوجشن جوړکړ. داکال ۱۱۵۳هق وو(پېښلیک ۱۵۹مخ). دعبدالرحیم هوتک پورتنی بیت بایدتر۱۱۵۳هق کال وروسته ویل سوی وي. یاپه بل عبارت تردغه کاله پوري دده ژوندیقیني کیږي. خوله امکانه لیري نه ده چي دابیت دي دنادردپاچهۍ په وروستي کال (۱۱۶۰هق) ویل سوی وي.

شاعردخپل پیر،شیخ املایادوني ډېري کړي دي. په یوه څلوریځه کي ځان دخپل شیخ پرمقام ناست راښیي :

بنده غـــــــــــلام یم زه داملا

پای بندپه  دام یم زه داملا

هوامي نشي وبل مقام ته

ناست پرمقام یم زه داملا

(خطي نسخه ــ ۱۳۸مخ)

له دې یادوني څخه څوک ویلای سي، چي ده دخپل پیرتروفات وروسته هم ژوندکړی دئ. خوښایي دقیق څېړونکي له “مقام“ څخه یوازي دځای معناواخلي اودڅلوریځي مفهوم داسي وښیي چي گویا شاعرداملاپه دربارکي حاضراومیشت غلام دئ. داحدس پرځای دئ.خوزه دخپل دغه اټکل له پاره چي شاعردخپل پیرتروفات وروسته ژوندی وو،بل دلیل هم لرم. هغه داچي شاعرپه یوه قصیده کي چي د خپل پیرشمایل ئې پکښې بیان کړي دي، له هغه سره هرځای دماضي فعل صیغه کاروي. دسریوڅوبیتونه ئې داسي دي:

دکامل صفت به کـــــړمه، په لــــــــــسان دافــــــــــــــــــغاني

راته غوږباسئ عالــــــــــمه، داځــــــــــــــــــما[پر] پُررویي

شیخ اخندمحــــــــــــــــــمدي،دی له اصــــــــــــله ووساقي

چي پیاله بې وچاورکـــــــــــــــــــړه،تل به مست وودایمي

سرئې تل پروت پرسینه وو،شپه وروځ مــــــــــــــراقبه وو

چي بې پورته یوساعت کــــــــــــــــــړ،خلق ټول په حیراني

داتندی[ئې]لوی دریاب وو،چي په فهم کښي نایاب وو

تجلې ئې رنگ په رنگ کړې،په حـــــــــــــــــــکمت داِلهي

جوهري ئې دوه غوږونه،دوی په مثل صدفــــــــــــــــــــونه

همېشه لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دُروډک وو،په باران نیساني

له دې بیتوڅخه په څرگنده توگه حکم کېدلای سي چي شاعردخپل پیر تروفات وروسته ژوندی وو. ښاغلی رفیع صاحب هم کښلي دي چي چي “عبدالرحیم هوتک دتصوف په منډکښې دومره پرمخ ولاړچې د منځنۍ آسیادلوی روحاني اوادبي شخصیت مولانااملاء مریدؤاو بیا دده ځای ناستی اوپیرشو“ ( مهاجرتنامه ــ ۱۰مخ)

دمولانااملابخارایي دیوان په ۱۳۸۸هـ ش کال ددکترحبیب صفرزاده په زیاردلومړي ځل له پاره چاپ سوی دئ. ددغه چاپي دېوان پروقایه باندې کښلي دي:” متوفی ۱۱۶۴هق“

نودعبدالرحیم هوتک پورتنۍ قصیده تر۱۱۶۴هق کال وروسته ویل سوې ده اودده ژوندتردغه کال وروسته هم یقیني کوي. داچي څوکاله وروسته ؟ موږپه یقین سره نسوویلای خودومره قدرویلای سوچي په ۱۱۶۲هق کال کي دده دمړیني خبره چي یوچادده ددیوان پرکمهخطي نسخه باندي کښلې ده،ددغي قصیدې له مخي ماتیږي اوناسمه راوزي.

په هغه بیتو کي چي دسره غره گلونه نومي کتاب په ۱۷مخ او۳۵مخ کي دولادیمیرکوشیف له لیکني اوطلوع افغان اخبارڅخه رانقل سوي دي ، زموږتربحث لاندي شاعرتراویاکلنۍ پوري رسېدلی دئ.

تراویاووکالوراغــــــــــــــــــلم که باورکړې

سره سوځم نه شوم خلاص دعشق له اوره

+++++++++++

اویاکاله درحیم په عشق کې تېرسو

عقل وهوش یې مدام وي ودلرباته

له دغویادونوڅخه څوک ویلای سي چي شاعرتر۱۱۸۵ ــ ۱۱۸۷هق پوري ژوندی وو. خوڅرنگه چي دادواړه بیتونه زماپه خطي نسخه کي نسته، نوزه له نوري تبصرې څخه تېرېږم.

ښاغلي رفیع صاحب دعبدالرحیم هوتک وفات تر۱۱۷۰هق کال وروسته بللی دئ (وگ : مهاجرتنامه ــ ۱۰مخ)چي داروایت ماهم په سل بگړۍ یوپوړني کي اخیستی دئ.

(نوربیا)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب