شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهپوکڼۍ (لنډه کیسه) رحمت ديوان

پوکڼۍ (لنډه کیسه) رحمت ديوان

ين ځوړند سر ناست وۀ، د زرين پلار، ترۀ، مشر ورور او د دکان نائيک ټول په حجره کښې چپ چاپ او خاموش ناست وو، په بېټک يوه اوږده خاموشي خوره وه، د زرين د پلار سترګې سرې وې، کله به يې زرين ته کتل او کله به د بېټک بشونو ته ځير وه، د يخنۍ موسم کۀ څۀ هم دومره زيات نۀ وۀ خو زرين نرى نرى رپېدۀ، دا پته يې نۀ لګېده چې د يخنۍ نه رپي او کۀ د يرې نه.

د زرين نائيک چې نېک محمد نومېده او په اندرشېر کښې يې د سرو زرو دکان وۀ، د زرين به دا يو کال کېده چې له هغه سره يې کار کولو، پلار يې غوښتل چې د زرين نه زرګر جوړ کړي، ځکه چې زرين د پنځم جمات نه وروسته سبق ته ډډې نۀ لګېدې او نور په شړو خوشو سر کېده، نو پلار يې دا ښۀ وګڼله چې د خپل ملګري نېک محمد زرګر سره يې په دکان کښېنوي.

نېک محمد غاړه تازه کړه او د زرين پلار ته ګويا شه:

“ظاهر شاه! زۀ په دې نۀ يم خفه چې دې هلک د دخل نه پنځۀ زره روپۍ اخستي دي”.

بيا يې په زرين يو ژور نظر واچوه، زرين هماغسې ټيټ سر ناست وه او سترګې يې په خپلې غېږ کښې خښې کړې وې، هيڅ کش کړپ يې نه کولو، سترګې يې زيړې اوښتې وې، ويښتۀ يې ببر شوي وو، داسې ښکارېده چې ذي روح نۀ، بلکې بُت ناست وي، نېک محمد يو ځل بيا د زرين پلار ته مخ راواړولو او زياته يې کړه:

“زۀ خفه په دې يم چې دې هلک يو خو پېسې بې تپوسه اخستي او بيا پرې منکر شوى چې زۀ ترې نۀ يم خبر، هسې نۀ چې دې هلک چرته……………”.

نېک محمد خبره په نيمايي کښې پرېښوده خو په بېټک کښې ناست ټول د دۀ په خبره پوهه شول، د زرين د پلار سترګې نورې هم راببرې شوې او د مخ نه يې د غصې څرګندونه داسې کېده تا به وې چې اوس به لمبه واخلي، دا وخت زرين هم لږ نور راغونډ شه، مشر ورور يې يوه توده څپېړه د غوږ لاندې ورکړه او په تېزه لهجه کښې يې ورته وويل:

“څۀ دې کړې پېسې، چرته دې يوړې؟”.

د څپېړې سره زرين زمکې ته راولوېده، د يو لاس په مرسته بيا کښېناسته، خو څۀ يې ونۀ وئيل، دا وخت د زرين ترۀ، چې له ډېره وخته غلى ناست وه، وړومبى زرين ته او بيا د زرين پلار ته وکتل،

“چرته د جينکو قيصه خو به نۀ وي؟”.

دې خبرې اورېدو سره په زرين ويښتۀ ودرېدل، لږ نور هم رانېغ شه او د رپېدو په ځائې پرې توده خوله راماته شوه، د سترګو په بڼو يې د پلار په لور وکتل، خو د هغۀ د غصې نه تک سور مخ چې يې وليده نو سترګې يې زر بيا ښکته شوې او د ترۀ دا خبره چې “د جينکو کيسه خو به نۀ وي؟” يې بيا په غوږونو کښې وکړنګېدله او وبوږنېده او دا وخت يې د کلي د ملا هغه تقرير راپه غوږو شو:

“اوس خو له دې ځايه هم امريکا جوړه شوې ده، ښځې داسې ګرځي لکه چې خرې وي، دلته هم اوس بې حيايي دومره زياته شوې ده چې زۀ خو يرېږم چې هسې نۀ د امريکا په شان لغړې بازار ته راووځي”.

د دې خبرې په يادېدو سره د زرين په زړۀ کښې تېر شول چې “کاشکي په امريکا کښې وې”، د دۀ په زړۀ کښې به لا نورې خبرې راتلې چې يو کړس شه او په زمکه راوغورځېد، ورور يې بيا يوه مضبوطه څپېړه د غوږ لاندې ورسيخ کړې وه، زرين لا نېغ شوى نۀ وۀ چې د پلار اواز يې تر غوږو شو:

“حرمونيه! په کومې رنډۍ پسې تلى وې؟”.

د ټولو نظر بيا په زرين ودرېده، خو زرين هماغه شان غلى ناست وۀ، هيڅ غږ غوږ يې نۀ کولو، خو د “رنډۍ” لفظ په اورېدو يې په ذهن کښې د پنځۀ زره روپو پنځۀ زره منظرونو منډې شروع کړې، زرين ځان سره نرى شان وبڼېده او بې واره يې د خپل پرتوګ جېب ته لاس لاړو، د دۀ په دې حرکت يې ورور پوهه شه او چې څنګه يې ورله جېب ولټوه، نو پوکڼۍ پکښې پرته وه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب