احمد شاه پاڅون
ډېر پخوا د روژې د لومړۍ ورځي یوه خاطره
کلونه وړاندي چي یو عادي شاعر وم، دنده، کمپیوټر او فیسبوک مي تصور کي لا نه ګرځیده، له بې روزګارۍ سخت تنګ سوم او بیګارۍ ته مي مخه کړه.
هلمند کي داسي ترتیب دی چي هره ورځ د میلې په نوم یو بازار جوړیږي خو په بیلو بیلو ولسوالیو کي دې ته نو له هري سیمي خلکو یو څه ور په شاه کړي وي او خپل رزق ورڅخه راوړي.
ما هم د خپل اکا (تره) د زوی په ملتیا له ډیري بېکارۍ دې کار ته ملا وتړل، ښه مي یاد دي په دواړو مو ۲۰۰۰ افغانۍ پور کړې او دکانداري شروع سوه، سختي ستونزي وې، تر میلې پوري به مو د تګ موټر زیات جنجالي وو، که به ځآنګړي موټر رانه ولاړی بیا نو پاته وو، هلته به ټول مناسب ځایونه د نورو لخوا نیول سوي وه موږ به سره لمر ته د بازار په یوه څنډه کي واړول چي چندان به چا توجه هم نه راته کول. ، په چل یې هم نه پوهیدو په کوچنیو موټرانو کي به تلو راتلو چي تر مز به یې شکردانه ډېره سوه.
یو وخت خو داسي هم راغله چي ترازو یوې او موږ بلي میلې ته تللي وو. د نوکیا ټلیفون یو زنګ نه مي تر اوسه کرکه کیږي چي هر سهار به یې ۴ بجې میلې ته د تګ لپاره راپورته کولم.
دکانداري هم یو هنر غواړي لنډه دا زموږ کاربار د پرمختګ په ځاي شاتګ کوی چي په دې ترڅ کي روژه راغله ملګري مي راته وویل چي په روژه کي خو زه له دې کاره تېر یم، ما ویل زه ادامه ورکوم، په روژه کي بېکاري راته ګرانه ده.
په دې نن مي د سبا ورځي دکاندارۍ لپاره ښه ډېره سودا وکړه، سهار چي د روژې لومړۍ وه د پېشلمي وروسته د سړک پر لور رهي سوم، تر انتظار وروسته چي موټر راغی داسي بار وو چي د ناستي لپآره پکي هیڅ ځای نه وو، سرته یې ور پورته سوم د کچالو پر ګونۍ کښیناستم نور کسان هم وه، خو چي هر ځل به موټر ټکانونه خوړل وجود به مي له تېرو وسپنو سره جنګیدی سخت یې خوږولم، یخ باد وو ځان مي په یو توس کي ټینګ پېچلی وو تر نیم ساعت مزل وروسته د موټر ږغ واوښتی، موټر وان راکښته سو ژر بیرته ور پورته سو او تګ ته مو ادامه ورکړه پنځه دقیقې وروسته بیا موټر خراب سو دلته ویاله هم وه، تر اودس او لمونځ وروسته بیرته د موټر باډۍ کي په توس کي پېچلی وم خو موټر لا هم ولاړ وو موټروان نه پوهیدی څه وکړي، دې وخت کي یو بل موټروان را برابر سو تر دې وړاندي چي پوښتنه وکړي چغي یې کړې(( پام چي حرکت ورنکړې، مبلین یې ټول توی سوی، ماشین به جام کي )) ما په توس کي دننه له ځان سره وویل چي کار خراب دی.
ښه رڼا سوه د سړک پر غاړه دبل موټر په تمه ولاړ یو، خو ټول موټران تر مغزي ډک وي او د میلې په لور په منډه وي وروسته مو یو کوچنی باډۍ والا سوزکی پیدا کړ، سامان ور بارول مو شروع کړه یو زه یم یو موټروان او یو هم هغه کس چي په موټر کي یې ۱۸ کونۍ کچالو را بار کړي وه یوه یوه ګونۍ د زړه په زور بل موټر ته اړوو لس دانې مو واړولې چي د سوزکي نور تر توان ووتل پاته ګونۍ په خراب موټر کي پاته سوې موږ هم خپل سامانونه پکي کښېښودل اوپه داسي حال کي د کچالو د بوجیو پر سر ناست وو چي په رسیو پوري مو ټینګ ځانونه نیولي وو. لږ نه وو تللی موټر ټایر پنچر سو. را کښته سوو، اوس نو زموږ سره یو شاوخوا د ۷۰ کالو سپینږری دی، یو دومره چاغ دی لکه نصرت فتح علی خان او بل د کچالوو خاوند دی چي لاس یې عیبي دی، دلته چي موټر خراب سوو یوازي زه او موټروان ورته تړلي یو، یو خواته موټر له اندازې زیات دروند دی او بل پلو د موټر جیک هم خراب دی چي یوه چوړۍ د زړه په دوک اوړي.
یو ډول مو ټایر ور بدل کړ حرکت مو وکړ، لږ نه وو تللي چي دې بل ټایر څخه درز پورته سو دا ځل بیا هغه اش هغه کاسه وه. لمر ښه راتود سو موږ لا میلې ته نه یو رسیدلي د روژې اوله ورځ ده او دغه مهال ته مي لا په ستوني کي د تندي غوټه را پیدا سوه. د ترخه ناور په سیمه کي مو ټایرونه ور برابر کړه، دلته د موټروان او د کچالو د خاوند څه لفظي شخړه هم سوه، موټروان ویل ستا بار زموږ موټر را خلاب کړي نه یې وړم پر تا خو ورځ تېره ده، پر موږ یې رزق دروې، کچالو والا استدلال کاوه چي ولي دي راسره راوړل، دا دومره بار زه اوس دلته څه په وکړم، ستونزه مو یو ډول حل کړه. خو میلې ته چي ورسیدو پنځه سوه متره وړاندي بیا موټر ټایر پنچر کړ میله وینو چي اصلي جوش او خروش یې ختم سوي ګرمۍ مخ په زیاتیدو ده او خلک هم غواړي میله پریږدي.
یو وخت وو چي میلې ته ورسیدو، د خراب سوي موټر خاوند چي په میله کي یې د دکاندۍ خورا مناسب ځای هم لاره، د نن ورځي لپاره یې خپل ځای ماته ډالۍ کړ. زه که څه هم خورا ناوخته میلې ته ورسیدم خو خوشحاله په دې وم چي سودا به مي وسي، که ګورم پر هغه ځای یو بل کس خپله دکانداري غوړولې، وریاده مي کړه چي ددې ځای خاوند دا ځای د نن لپاره ماته راکړی، هغه نه منل غوښتل یې جنجال وکړي، زه چي پر لار ډېر دردیدلی وم له اوله جنجال ته چمتو وم خو هغه هوډ مي رایاد کړ چي په روژه کي به له چا سره شخړه نه کوم، په زاریو مي پیل وکړ، سړي وویل خدای یو مالګي توروې که ځای خالي کړم .
دې څنګ ته یو درمل پلورونکی وو خپل اړخ کي یې لږ ځای راکړ چي د خیمې درولو پکي هیڅ امکان نه وو بس نو تر پخوا خورا لږ سودا او خورا زیاته ګرمۍ او تنده.
درې بجې بیرته لښکرګاه ته ورسیدم، له تندي مي پر سترګو توره شپه راتله، له دې کارباره مي په هغه ورځ توبه و کښتل. هیڅ مي نه ویل چي دا ورځ به تېره سي، خو اوس کلونه تېر سوي ژوند ۱۸۰ درجې تغیر کړی دی،
یا الله ستا شکر به څنګه ادا کړم
نن سهار چي مي هغه د میلې موټران ولیدل دا خاطره رایاده سوه
لښکرګاه
د روژې لومړۍ
I’m really impressed with your writing skills as well as with the layout on your blog. Is this a paid theme or did you customize it yourself? Either way keep up the nice quality writing, it is rare to see a nice blog like this one nowadays..