شنبه, مې 4, 2024
Home+توږل/ اجمل پسرلی

توږل/ اجمل پسرلی

زمري چیغي کړې:

«مورې مورې مورې… زینه ونیسه زینه….زینه..»

-خو نیولې مې ده دغه څه کوې په بغارو دې دنیا راخبره کړه

هلک له څلورمې زینې په پوړیدا د ګوتو سرونه په دریمه زینه تکیه کړل. مور یې ورته وویل:

-مه راښکته کیږه بام به راړنګ شي

هلک له دوهمې زینې لاندې په واوره کې ټوپ کړل. وپروت. مخ، وریځي تندی، له یخه سره بارخوګان یې ټول په واوره ککړ شول.

مور یې لرګي ته لاس کړ، هلک د کوټې خواته منډه کړه، ښځې لرګی د کړکۍ پر ژۍ د ایښي جارو په بیخ کې ومانډه واوره یې له لاندې د بام له ژیو په جارو لږ لږ وتوږله. هڅه یې کوله چې جارو لږ مخته شي خو نه کیده.

پښې یې ودربولې چې له کلوشو یې واوره وڅنډل شي، په کوټه ورننوته. میړه یې کمپله پر مخ کش کړی وه. زمري د کوټې به بل کونج کې سر پر زنګنو ایښی و. د کوټې په منځ کې د چرۍ پر سر د ایشیدلې چاچوشي سر بخار خوځاوه. د چایجوشې لاستي ته یې د ټیکري پیڅکه ونیوله، لاس یې وسوځید:

-میراث شې لکه میراث چې یې

 د چایجوشې سر ولوید، د چووني چرۍ پر سر یې ټنګ ټونګ وکړ، سړي سر لوڅ کړ:

-دغه دې څه حال جوړ کړی مخکې دې له هلک سره کوڅه وغږوله اوس…

-واوره ډیره ده که یې ونه توږو دا بام به راړنګ شي

-د معلم صاحب زوی به تر ماښامه راشي امر بالمعرف خو به نه وي بیولی

-هاغه بل واري یې بام وتوږه نو هر وار خو به یې…

سړي کمپله له پښو کش کړه، خپلو غوڅو پښو ته یې لاس ونیو:

-په دغو یې څنګه وکړم

میرمنې یې غږ ورو کړ:

-ته یې مه کوه زه یې کوم خو که ورپورته شم په کوڅه کې به مې وویني

سړي په کمپله کې مخ پټ کړ، ښځې په اورلړوني د چرۍ اور ولاړه.

څرپ څرپ شو له بامه لاندې په غولي کې واوره ولویده. سړي سر نیغ کړ:

-هاغه دی نه مې درته ویل د معلم صاحب زوي لکه چې په خپله ورغلی خیر دې یوسي

ښځه ورووته، زمري د بام له ږۍ ډک راشپیل واوره لاندې واچوله، دی چیغي کړي:

-پام کوه پام کوه چې ونه لویږې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب