یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا ځانګړې استازې: ط دې افغان رسنۍ له وېرې پرته فعاليت...

د امریکا ځانګړې استازې: ط دې افغان رسنۍ له وېرې پرته فعاليت ته پریږدي

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏د افغانستان د ښځو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو غواړي، چې افغان رسنيو ته له وېرې پرته د فعالیتونو اجازه ورکړي.

 آغلې امیري پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د افغانستان ازادې رسنۍ د تېرو شلو کلونو يوه له ښو لاسته راوړنو څخه وه.

هغې پر طالبانو غږ کړی، چې ازادو رسنيو ته د « له وېرې پرته» فعاليت اجازه ورکړي.

د امريکا ځانګړې استازې د افغان او بهرنيو خبريالانو پر وړاندې د طالبانو له توپیري چلند څخه هم پرده پورته کړې او ویلي، چې دوی باید له افغان خبریالانو سره هم همغسې ښه چلند وکړي، کوم چلند چې له بهرنيو خبريالانو سره کوي.

طالبانو تېره اونۍ په کابل کې د افغان خبریالانو د فدراسیون هغه اعتراضیه غونډه منع او د تنظیمونکو د بندي کولو ګواښ کړی و، چې د افغان خبریالانو د ستونزو په اړه ترسره کیده.

د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد د خپل دې کار پر ضد توندو څرګندونو ته په غبرګون کې وويل، چې د خبريالانو بل فدراسيون جلا فعاليت درلود، خو نوي فدراسيون د جلا فعاليت پلان لرلو.

هغه دغه ادعا شوی کار « نا مناسب» وباله او په دې ډول یې د خپلو استخباراتي همکارانو د رسنيز مزاحمت ننګه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب