یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او پاکستان د سوداګريزو ستونزو د حل ګډه کمېټه جوړوي

افغانستان او پاکستان د سوداګريزو ستونزو د حل ګډه کمېټه جوړوي

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې سرپرست وزیر یې مولوي امیرخان متقي نن د یاد وزارت په ستوري ماڼۍ کې د پاکستان ملي امنيت سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي سره لیدلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې یوسف د خپل حکومت له لوري د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو لیدلوری اقتصاد محوره دی.

نوموړي ويلي: او دا یو مثبت ‏پرمختګ دی ، د دې فکر د قوي کولو لپاره به په ګډه کار کوو.

 د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل؛ حکومت یې چمتو دی چې د چمن او طورخم لارو کې د تګ راتګ په برخه کي همکاري وکړي تر څو د ټرانزیټ او په دروازو د تلونکو، راتلونکو خلګو ته سهولتونه رامنځ ته شي.

هغه ويلي، چې دوی به‏د ترانزیټ لپاره خلاصه کړي او له طالب لوري هم غواړي چې د دوی سوداګرو ته اسانتياوې برابرې کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وویل، چې په دې لیدنه کې هوکړه وشوه څو د سوداګرۍ د لاښې ودې په هدف د دواړو غاړو ګډه کمېټه جوړه شي.

سرچينه وايي، چې دا کمېټه به د سوداګرۍ په برخه کې راتلونکې خنډونه حل او تجارت ته وده ورکړل شي.

2 COMMENTS

  1. داسی کمیټی ډیری جوړې شوې. پاکستان تر اوسه د هند خیراتی غنمو ته لار نه ورکوی چی افغانستان ته را انتقال شی.

  2. د دښمن په خوږه مه نازېږئ او د ژمي په توده .
    داچې د ملي امنیت د سلاکار دنده څه ده او د کوم مقصد لپاره افغانستان ته راغلی ، دابېل بحث دی او پاکستان یا پنجاب د افغانانو لپاره هېڅکله هم دوست نشي کېدی.
    څو موده مخکې مو د افغان سوداګرو د تازه مېوو بار لارۍ ولیدلې چې ستاسو دوست لاره پرې بنده کړه او ټول خوسا شول . د منافقانو عهد او قول همدا وي .
    تورخم پښتو کلمه ده ، د عربي په ط یې لیکل کاملا غلطه املاء ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب