Homeخبرونهملا حنفي: هیله من یم چې پاکستان سره اوس غوندې تل د...

ملا حنفي: هیله من یم چې پاکستان سره اوس غوندې تل د دوستۍ او ورورۍ ښې اړيکې ولرو

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏‏د طالبانو د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف او مل پلاوي سره په ارګ کې لیدلي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو پر بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو سترو پروژو د تطبیق په برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا خبرې وکړې.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل:(( افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او ورونه هېوادونه دي چې تاریخي، دیني او د ورورۍ مناسبات لري، هیله لرم دغه اړیکې تل لپاره د دوستۍ او ورورۍ په فضا کې دوام ولري.))

هغه افغان کډوالو ته د بشري مرستو رسولو او د پاکستان له کوربتوب مننه وکړه ویې ویل: موږ د پاکستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ نېک او حسنه روابط غواړو چې پکې سوداګریز او ترانزیټي مناسبات ورځ تر بلې پراختیا ومومي.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د سترو سیمه ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او اوسپنې پټلۍ پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ ویې ویل: زموږ پالیسي واضح ده او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي، موږ هم په دې اړه د ورته عمل غوښتونکي یوو.

مولوي حنفي له پاکستانيو سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل: پاکستان د افغانستان د خلکو تر څنګ دی او په دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: د اقتصادي روابطو له تعمیق پرته سوله او ثبات نه راځي او زموږ لپاره د سوداګریزو او ترانزیټي روابطو پراختیا مهمه ده.

معید یوسف وویل: پاکستان د سترو سیمه ییزو پروژو تطبیق ته په بشپړ ډول ژمن دی او باید د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور پلاوي ایجاد او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، کانونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او همداراز د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په تورخم او سپین بولدګ دروازو کې افغان مسافرو، ناروغانو او سوداګرو ته د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د ښه والي په موخه د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې وکړې.

2 COMMENTS

  1. د ملی امنیت سلاکار د سوداګرۍ سره څه اړه لري، دا د کوم بل شوم پلان لپاره راغلی. که دومره یې په افغانستان زړه دردیږي پولې دې د افغانانو په مخ خلاصې کړي. خاردار سیم او د پولو د راتیرولو مخه دې ونیسي.

  2. ډ سپي زامنو، پاکستان هيڅکله نه ډوست هيواد کيدلی سي نه واقعي مسلمان،ساتسی به دوست وي ځکه چې شل کاله يي مصرف د همدې ورځې لپاره درباندې کړی.‌ نور دې له هغه سر ملا او پنچاب سره ښځه غی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...