یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېد‌ قدرت جزيرې ريښتيا نړیدلي دي؟

د‌ قدرت جزيرې ريښتيا نړیدلي دي؟

نقیب الله احمدزی

د طالبانو له دویم ځل واکمنیدو نه پس دوی دا يوه خبره زیاته کوي، چې ګواکې د افغانستان د قدرت جزيرې، انارشيزم او ملوک الطوایفي یې د منځه څخه وړې ده.

يادې څرګندونې تازه د طالبانو د رهبر او موسس زوی ملا یعقوب مجاهد، چې د دغه تحريک نظامي مرستيال او د دفاع وزیر دی، يو ځل بيا کړې ده او د طالبانو حاميان يې اوس ډېر په شد و مد بدرګه کوي.

د طالبانو نه ډېر دې خبرې ته هغه کسان لا زيات خوشالېږي چې د تېرو شلو کلونو په دوران کې همدلته په افغانستان کې وو او ادعا کوي چې انارشيزم او د قدرت جزيرو ډېر په تنګ راوستي وو.

په دې مورد څو خبرې ضرور دي چې وشي څو د عامو خلکو فکرونه په دې ګرمه تبلیغاتي څپه کې لا پسې خراب نه شي.

اول خو بدون د شکه چې افغانستان د قدرت جزيرې درلوې، ښه پریمانه یې درلودل او په واقعيت کې هم دوی د بحران د عواملو څخه وو.

خو په دې هم څوک سترګې نه شي پټولی چې افغانستان کې دغسې د قدرت د جزيرو موجودیت یوه طبیعي موضوع هم وه.

همدا طالب چې نن د مرکزي نظام دعوه لري خپله د قدرت او هغه هم د ډېر نامشروع او وحشیانه قدرت یوه جزیره وه او ده، علاوه د دې نه په دې جزیره کې چې څومره فکر کوې او ور ننوځې خبره دې پورې رسېږي چې هر طالب جنګيالی په عمل کې د قدرت یوه جزیره ده او هر هم فکره یې په خپل ذهن کې همداسې یوه جزیره ده.

دوی یو هم نه قانون مني او نه د قانون د لرلو ضرورت تسلیموي.

د طالب منطق په یوه جمله کې همدا دی چې وايي منطق د سره وجود نه لري او که څوک وايي چې لري یې، هغه نه بايد چې نور وجود ولري.

دوستم، عطا، مسعوديان، کرزيان، سيافیان، د فهيم او لس شلو نورو لنډه غرو دفاع به څوک بد کوي چې کوي.

هغه خو ټولو ته سهي معلوم شول او وهم شرمیدل، د هغو سره که چا ځان وهه او په خلاف یې وو خو هماغه ګز او هماغه میدان.

د نن خبره که کوو او څوک طالب ته په دې سر مينځي چې دوی د قدرت جزيرې ختمې کړي دي خو یا خپله ځان ريشخندوي او يا دوی نور خلک ريشخندوي.

طالب باران نه تيښته ده او د ناوې لاندي د پناه راوړلو موضوع ده.

طالب پرون د هماغه قدرت جزيرې ملګری و، نن هم ورسره له هماغه، هماغه باندې خو پوهيږئ نو، د هماغه چینې نه يو ځای اوبه څښي او بله ورځ به بيا ورسره په یوه دسترخوان ناست وي.

د طالب په ضد نه وایم چې را پاڅيږئ او داعش او ‌مقاومتي‌ لنډه غر ‌حمایه کړي مګر دا هم مه کوئ چې طالب سپینه پرښته او وطن ورسره يوې څنډې نه کلک او هماغو خلکو ته ډالۍ کړئ.

لکه څنګه چې پوهیږئ طالب د پرونيو لنډه غرانو او فاسدينو بديل نه شو او نور ترهګر د دې ترهګرو بديل نه ګرځي.

ښه ده که موږ غوندې نقده معقوله بدیله طرحه نه لرئ‌ فکر ورباندې وکړئ‌.

خپل وخت او انرژي د پنجابي پروژو د کامیابولو دپاره خو مه مصرفوي نورې خبرې به بیا وکړو.

1 COMMENT

  1. تر څو چې ډاکټر عبدالله عبدالله ژوندی وي، د قدرت جزیرې له منځه نه شي تللای !!
    نوموړی د تیر نظام او هم اوس پنځمه ستنه ده، چې د افغانستان نظام د ده او د ده په شان ستمیانو له لاسه د منځ نه تخریبږي او کمزوری کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب