ډاکتر محب زغم
پر ۱۳۸۴ كال ما د هلمند په كجكي ولسوالۍ كې په يوه شخصي كلينيك كې كار كاوه. نيمه شپه چا د كلينيك ور وټكاوه. د څنګ كلي يوه سړي په ستنې پسې راغلى و. ((اوكسي توسين)) داسې پيچكاري ده، چې د زېږون دردونه زياتوي او د زېږون بهير رالنډوي. دا په خاصو حالتونو كې د نسايي ډاكترانو له خوا په معين وخت كې لګول كېږي. كه بې وخته ولګول شي؛ نو د رحم خوله به بنده وي او رحم به له پاسه سخت زورونه وهي، نتيجه به يې دا شي چې يا به رحم څېرېږي او يا به پر ماشوم دومره زور راځي چې هماغلته به ومري. ما سړي ته وويل چې دغه ستن خو خپل وخت لري، د لګولو ځانته طريقه لري، تاسې كله په پوهېږئ. هغه وويل: ((يه، موږ يې هر وخت پخپله لګوو))
ما كلينيك والا پرې نه ښود چې پيچكارۍ وركړي؛ خو نه وم خبر چې دغه پېچكارۍ د كلي په پرچون دوكان كې هم پيدا كېږي. سهار چې دباندې ووتو، د ښځې جنازه يې د خلكو پر اوږو بار وه او بچى يې هم له لاسه وتلى و.
ميندې د زېږون پر مهال د بېلابېلو لاملونو په وجه له منځه ځي. ځينې لاملونه يې خورا پېچلي وي او ان په امريكا او بريتانيا غوندې پرمختللو هېوادونو كې يې هم چاره نه كېږي؛ خو دغه لاملونه خورا لږ دي. زموږ په هېواد كې ډېرې ميندې داسې ستونزې له منځه وړي، چې په ډېرې اسانۍ سره يې چاره كولاى شو.
كه چېرې ماشوم د مور په نس كې سم پروت وي يانې سر يې كښته او پښې يې پورته وي، جوړه يې د رحم خوله نه وي بنده كړې او پر خپل وخت جلا شي، اوبه يې پر وخت راوبهېږي، نو زېږون به يې بې جنجاله تر سره شي. په الټراسوند يا ټلويزيوني معاينې ماشوم، جوړه يې، اوبه او هرڅه په ښه توګه معلومولاى شو او كه كوم شى ناسم وي وار له واره يې د علاج فكر كولاى شو.
د مور د هډوكو جوړښت هم په نارمل ولادت كې رول لري، ماشوم چې نړۍ ته راځي د هډوكو او پلو په منځ كې له يوې نرۍ لارې، چې ولادي كانال نومېږي، تېرېږي. دغه كانال بايد د ماشوم د سر تر اندازې پراخ وي. كه چېرې د مور د سرېښنې هډوكي كاږه واږه وي، مثلاً كه د چا يوه پښه لنډه وي دغه هډوكي يې كږېږي، نو د ماشوم زېږول به ورته ډېر خطرناكه وي.
ولادي دردونه هم بايد منظم، پر وخت او په كافي اندازه قوي واوسي، تر څو ماشوم بهر خوا ته ټېله كړاى شي. د رحم خوله بايد پر وخت خلاصه شي.
كه چېرې له يادو شويو شيانو څخه كوم يو يې غير نارمل وي؛ نو د مور او يا د ماشوم يا د دواړو د مرګ خطر ورسره مل وي.
څه بايد وكړو چې د ميندو د مړينې مخه ونيسو؟
په دې اړه هم زموږ حكومت مسول دى او هم خلك. حكومت بايد كلينيكونه جوړ او په وسايلو يې سمبال كړي، ښه ډاكترانې وروزي او هر چا ته صحي خدمتونو برابر كړي.
د خلكو مسووليتونه هم ډېر دي، دوى بايد دغو ټكو ته پام وكړي:
* د نابالغو نجونو تناسلي سيستم پوره انكشاف نه وي كړى، د دوى د سرېښنې هډوكي او پلې د زېږون تاب نه لري. همدارنګه رحم يې نسبتاً نازك وي او د ډېر زور پر وړاندې تاب نه شي راوړى؛ نو خلك بايد خپلې لوڼې په كم عمر كې واده نه كړي. البته د شريعت او د طب له نظره د بلوغ مانا سره توپير لري. په شريعت كې همدا چې د نجلۍ مياشتېنۍ مريضي (حيض) پيل شي، بالغه ګڼل كېږي؛ خو د طب له نظره نجونې بايد اتلس كلنۍ ته ورسېږي، چې بالغې يې وګڼو. تر اتلس كلنۍ وروسته به ولادي كانال د زېږون لپاره مناسب حالت پيدا كړي.
* خلك بايد هڅه وكړي چې د زېږون لپاره خپلې مېرمنې كلينيك يا روغتون ته بوځي. په كور كې ولادت د نورو خطرونو تر څنګ په ميكروبي ناروغيو د اخته كېدوخطر هم لري، ځكه چې كور او هغه وسايل چې د ولادت لپاره كارېږي له ميكروبو پاك نه وي.
* خلك بايد له خپلسرو كارونو او د خپلسرو دواګانو له كارونې ډډه وكړي. ويل كېږي چې پخوا به وطني دايه ګانو هغه مېرمنې چې اولاد به يې له ډېرو دردونو وروسته هم نه زېږېده، په كوټه كې بندې كړې او بوسو ته به يې اور ورته كړ، د بوسو ترخه لوګي به په ښځو ټوخي راوستل. دايه ګانو داسې ګومان كاوه چې د ټوخي پر وخت به د مور پر نس زور راشي او بچى به يې لاندې خوا ته راټېله كړي. كه چېرې ولادي كانال تنګ وي، د ماشوم سر غټ وي يا ماشوم په رحم كې كوږ پروت وي، دغه كار هم د مور او هم د اولاد د مرګ سبب ګرځي. د انسان ژوند هومره بې قدره شى نه دى، چې موږ هر يو خپلې تجربې ورباندې وكړو.
* پر له پسې ولادتونه، ميندې په بدني لحاظ كمزورې كوي او د زېږون د وخت مړينې ورسره زياتېږي. ښه به دا وي چې د دوو بچيو تر منځ لږ تر لږه درې كاله واټن واوسي او كه پينځه كاله ځنډ په كې راشي، لا به ښه وي، ځكه چې مور به د خپلو اولادونو پاكوالي او روزنې ته هم پوره وخت ولري.
* او د پاى خبره دا چې: د دې لپاره چې په وطن كې مو په كافي شمېر كې تكړه ډاكترانې ولرو، بايد خپلې خويندې او لوڼې ښوونځيو ته ولېږو.
کور دې ودان . ډاکټر صیب . مننه