چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهروسیه: د افغانستان په شمال کې ۶ زره ترهګر د تاجيکستان پر...

روسیه: د افغانستان په شمال کې ۶ زره ترهګر د تاجيکستان پر ضد فعاليت کوي

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏په تاجيکستان کې د روسیې سفیر ایگور لیاکین فرولوف ادعا لري، چې د افغانستان په شمال کې تر ۶ زرو پورې ترهګر د تاجيکستان پر ضد فعاليت کوي.

د هغه په وينا، دا ترهګر تر ډېره د تاجيکستان د جماعت انصار الله او د ازبکستان د اسلامي تحریک تر چتر لاندې فعاليت کوي.

روسي سفير د خپل هېواد ټاس خبري اژانس ته په دې ناخبري ښودلې، چې د افغانستان په شمال کې مېشت دغه ادعا شوي ترهګر به له طالبانو سره څنګه اړیکې ولري.

 د نوموړي په وينا، دمګړۍ دغه ترهګر د ژمي د موسم له کبله غیر فعال دي، خو د پسرلي له راتلو او جنګي موسم له مساعديدو سره به ممکن فعال او ځینې خطرناک کارونه ترسره کړي.

مخکې يو شمېر نورو روسي او تاجیکستاني چارواکو هم ورته ادعاوې او اندیښنې مطرح کړې وې، خو د طالبانو چارواکو بې بنسټه ګڼلي وو.

طالب چارواکو دغو تازه ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تېره پنجشنبه د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف، چې نن کابل ته هم په سفر راغلی، مدعي شو چې د افغانستان خاوره د دوی په خلاف استعمالېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب