چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهفاروق وردګ: د‌ جمهوريت د سقوط اصلي دلیل اشرف غني و

فاروق وردګ: د‌ جمهوريت د سقوط اصلي دلیل اشرف غني و

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏د جمهوري نظام يوه مطرح وزیر ډاکټر فاروق وردګ د نظام له سقوط څخه وروسته، په خپله لومړنۍ مرکه کې د نظام د سقوط اصلي پړه پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني واچوله.

ډاکټر وردګ پر ولسمشر غني د توندو تورونو له پورې کولو سره د ټولو ناکامیو ملامتي پر هغه واچوله او امريکا یې په دې وغندله، چې ګواکې د همدې لپاره یې ولسمشر غني واک ته رسولی و، څو د افغانستان د نظام د سقوط باعث شي.

فاروق وردګ همداشان په ناروې کې له طالبانو سره د یو شمېر افغانانو او بهرنيو ديپلوماتانو د تېرې اونۍ د ناستې هرکلی وکړ او د دوه اړخيزو تعاملاتو د ترسره کيدو لپاره یې اړین وګڼل.

د یادونې وړ ده، چې فاروق وردګ د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د سولې لویې جرګې د تنظيمونکي په توګه د بي بي سي فارسي ټلویزیون په « عبارت دیګر» خپرونه کې طالبان ياغيان او د پاکستان لپاره جنګیدونکي جنګیالي ګڼلي وو.

نوموړي د اشرف غني د حکومت پر مهال د پارلماني چارو د وزير په توګه دنده لرله.

د هغه وروستۍ دنده په ترکيه کې د افغانستان د سفير په توګه معرفي کیدل وو، چې د ترکیې له لوري ونه منل شو او تر هغې وروسته ښاغلي وردګ له یوه بل مخکیني چارواکي عمر زاخيلوال سره د افغانستان د نجات حرکت په نوم د ولسمشر غني پر ضد سياسي ډله رامنځته کړه.

ویل کېږي چې ترکیې فاروق وردک په دې خاطر د سفیر په توګه ونه مانه چې پر نوموړي یې شک درلود چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له مخالف فتح ګولن سره یې پټې اړیکې لرلې. فتح الله ګولن، چې د ترکیې حکومت یې د کودتا په طرحه کولو کې په لاس لرلو تورنوي، په افغانستان کې افغان – ترک ښوونځي تاسیس کړل.

داسې ادعاوې هم کېږي چې د ترکیې حکومت په خپله خاوره کې د فاروق وردک یو شمېر جایدادونه ضبط کړي دي.

9 COMMENTS

  1. یو څوک چی د بجو د تعلیم له پیسو څخه غلا کوی هغه حق نلری چه په بل کس تنقید وکړی .

  2. TO FAROOQ WARDAG;
    PEOPLES KNOW ABOUT YOU.
    YOU WAS NUMBER ONE CORRUPT MINISTER.
    WHEN YOU WAS MINISTER FOR BOARD OF EDUCATION.
    CORRUPT WAS IN HIGH LEVEL.
    YOU ARE HONEST AGENT OF ISI.YOU WANTED TO DESTROIED DARONTA DAME IN NANGARHAR.
    YOU WAS ONE OF HAMID KARZAI TEAMMAT,.
    DOCTOR ASHRAFGHANI WAS BEST LEADER OF THE CENTURY.
    WE WANT LONG HEALTHY LIFE FOR HONOR DOCTOR SAHIB ASHRAFGHANI

  3. د غلا کیسی دی په اخبارونو کس ثبت دی د غله ځویه. اوس ټول په غنی لاس پاکوی د وزارت تر پیره داره پوری دی وردک مقرر کړی وو.

  4. افغانان دیی په ګډه یو پریکړه لیک د ملل متحد دفتر او انتر پول پولیسو ته ورولیږی، چه دغه غل فاروق وردګ ونیسی تر څو د زده کوونکو، معلیمینو او ښونځیو پیسی تری واپس واخلی.او همدا اوس یی د بشری مرستو لپاره به افغانستان کی په ناچاره خلکو وویشی.
    په اروپا خصوصآ په انګلیستان کی ټول بشردوسته افغانان باید سره یو موټی شی، او د دغه ملی خاینانو په مقابل کی په کلکه ودریږی تر څو د زده کوونکو پیسی تری د انتر پول پولیسو په زور سره واخلی،
    یاده دی وی چه فاروق وردګ همدا اوس په انګلیستان کی ژوند کوی.
    څو میاشتی مخکی د سوریی هیواد خلکو د جرمنی حکومت ته عرض وکړو چه په جرمنی کی د سوریی دوه غله او بی رحمه چارواکو پناه اخستی ده، مونږ تاسو ته عرض کوو چه دغه ژر تر ژره ونیسی. د جرمنی حکومت دغه دوه چارواکی ونیول او محکمی ته یی معرفی کړل، دوه جمعی مخکی د جرمنی حکومت محکمی دغه غله په عمری بند سزا محکوم کړل.

  5. سړی باید لږ د شرم او حیا په نوم یو څه د ځانه سره ولري. وردک خان دې یو ځل د خپلو غلاوو حساب سپین کړي، بیا دې خبرې وکړي. اسلامي امارت او د افغانستان هېواد پاله خلک باید د همدغو غلو او لنډغرو لپاره یو تور لېست جوړ او دا غله ټول پکې شامل کړي. بل دا چې که په رښتیا ښاغلي غني دا هېواد د همدغو غلو او لنډغرو څخه ژغورلی وي، بیا خو یې همدا یو کار په کارونو کې ګڼل کېږي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب