Homeخبرونهاتریش د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره هوکړه لاسلیک...

اتریش د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره هوکړه لاسلیک کړه

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیره  بیت مینل ریسنجر Beate Meinl-Reisinger  او د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر راروانه پنجشنبه (د مې په ۷مه) ازبکستان ته سفر وکړي، ځو د دغه هیواد له لارې افغانستان ته د رد شویو کډوالو د ستنولو په اړه یوه موافقه لاسلیک کړي.

دا موافقه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د ښه کولو لپاره طرحه شوې، په ځانګړي ډول د کډوالو د ایستلو (ډیپورټ) او بېرته ستنولو په برخه کې. اتریشي چارواکي وایي، دا به د هغو کسانو د مدیریت لپاره یو منظم چوکاټ رامنځته کړي چې باید له دې هېواده ووځي.

د هوکړې له مهمو برخو څخه یوه دا ده چې ازبکستان به افغانستان ته د افغانانو د اړولو لپاره د ترانزیټ لارې په توګه وکارول شي. هغه افغانان چې له اتریش څخه ایستل کېږي، ښايي د ازبکستان له لارې کابل ته ولېږدول شي. تر دې مخکې ډېری دا ډول کسان د استانبول له لارې افغانستان ته استول کېدل خو نوې هوکړه به یوه «دوهمه لاره» هم پرانیزي.

کارنر ویلي چې دا موافقه به «د پیاوړي او عادلانه پناه غوښتنې پالیسۍ» په چوکاټ کې د ایستلو د بهیر عملي کولو ته زمینه برابره کړي. دا هوکړه د هغو کسانو د بېرته منلو موضوع هم رانغاړي چې د ازبکستان له لارې اروپایي اتحادیې ته داخل شوي وي، که هغه د همدې هېواد اتباع وي، که د درېیمو هېوادونو وګړي او که بې‌تابعیته کسان.

د دې موافقې په بدل کې اروپايي اتحادیه ازبکستان ته هم ځینې امتیازونه ورکوي.

سره له دې چې د ازبکستان اقتصاد وده ښه ده، خو لا هم د بهرنیو پیسو (حوالو) پر عوایدو ډېره تکیه لري. یوازې د ۲۰۲۵ کال په دوهمه رُبع کې له نورو هیوادونو په تېره بیا اروپا څخه ازبک کارګرو خپل هېواد ته ۴.۸ میلیارده ډالر لېږلي دي. په وروستیو کلونو کې تاشکند هڅه کوي چې د روسیې تر دودیزو لارو په ځای نورې بدیلې لارې ومومي.

دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د ماهرو کارکوونکو «خوندي، منظم او قانوني تګ راتګ» ته وده ورکړي، او اتریشي چارواکي وایي چې د ازبکستان مسلکي کسان لا دمخه د کار بازار ته د داخلېدو څو لارې لري.

په دې موافقه کې د هغو پناه غوښتونکو لپاره د بېرته ستنولو د مرکزونو د جوړولو یادونه نه ده شوې چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي—هغه طرحه چې اتریش یې له جرمني، یونان، هالنډ او ډنمارک سره هم تعقیبوي.

دغه سفر د سیمې د پراخ سفر برخه ده چې قزاقستان هم پکې شامل دی. هغه هیواد چې اتریش یې په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې مهم شریک ګڼي.

دا موافقه داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان بشري وضعیت د کډوالۍ فشارونو لا زیات خراب کړی دی. په تېرو څه کم دوو کلونو کې ایران او پاکستان شاوخوا پنځه نیم میلونه افغانان له خپلو هیوادونو ایستلي دي. له بلې خوا د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۵ سلنه افغانانو په ورځ کې تر یو ډالر کم عاید درلود. همداراز، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې نژدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

په همدې حال کې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل هم فشارونه زیات کړي دي. د بېلګې په توګه، تاجکستان تېر کال د جولای په میاشت کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو کمپاین پیل کړ او هغوی ته یې یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې هېواد پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...