چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د مهران نوښت امیز طرز | یونس تنویر

د مهران نوښت امیز طرز | یونس تنویر

د شعر د الفاظو تړون او ترکیب یوه الهامي پېښه ده. کنه په شعوري ډول له الفاظو او تورو ژبپوهنه رامنځته شوې. د شعر ویونه د ترکیب په لحاظ د معنی خیزۍ لپاره وي او د شعر مانا مولده وي. یانې مانا خپله د ځان لپاره په شعر کې کلمات ټاکي. که یو زوړ او فرسوده مضمون په ښه طرز راوړل شي یقیني ده، چې خوند ترې اخلو. یانې کله چې د مانا اصلي مرکزیت تخیل وي، نو مانا خپله یوه الهامي پېښه ده، نو فطري ده، چې شکل د الهام په مرسته جوړیږي. یانې د شعر ژبه الهامي وي.

   اوس دا فطري والی په دې مانا نه دی، چې موږ په پیدایشي طور شاعران یو؛ یا نه یو؛ بلکې پر موږ کې زیاتې غریزې وي، چې ځینې یې په ذوقي او محیطي طور ژوندی او مړې وي. یانې هر انسان د هر شي د پوهې بانې کیدای شي. ولې ذوق چې په کوم لوري تمایل پیدا کړي، د هم هغه شي غریزه پکې راژوندۍ شي. بیا هم هغه غریزه د انسان شوق، ذوق او کار او مسلک وي.

د شعر ژبه د شعر په موسیقۍ کې ډېره ونډه لري. او موسیقي هنر دی، نو هنر په خپله یوه فطري انګازه ده، چې په کوښښ رامنځته شوې وي. نو ضروري ده، چې شاعران خپله مراقبه، مشاهده او ریاضت جاري وساتي.

  دا د کره کتونکو او څيړونکو یو لوی شوق وي، چې عالي تخلیق پیدا کړي او عالي تیوري رامنځته کړي. یانې ښه تخلیق یوه ښه تیوري رامنځته کوي. په دې ډول ادب پراخیږي او د سیمې او هیوادونو سره د سیالۍ جوګه کیدای شي. یانې موږ که په فرهنګي لحاظ سیال نه شو، نو په سیاسي لحاظ هیڅ سیال کیدای نه شو. او زموږ زیاتره اوسني شاعران داسې شاعري کوي، چې پوره کیفیت یې د سیمې له ادبیاتو او تخلیق سره سیال کولای شو. موږ په کاونډو ژبو کې د مهران په څېر ډير کم شاعران لرو، ولې زموږ نقادانو لا تر اوسه زموږ شاعران نه دي را سپړلي.

رفیق مهران د مضامینو نوښت امیز طرز لري. یانې مهران که څومره یو سولیدلی مضمون راوړي، نو په یوه داسې شکل یې راوړي، چې هغه پوره د یوې نوې زاویې درلودونکی وي.

یانې د ژبې دا کمال د مهران د شاعرۍ یوه ډېره ستره ځانګړنه ده. دا کمال فرسوده او سولیدلي مضامین داسې راوړي، چې ژبه یې پوره عاطفي او له هر ډول هنریت ډکه وي.

مهران صیب د کتاب په اړه یو پوره غزل لیکلی دی. د کتاب په اړه زیات افسانوي روایات، شعارونه ویل شوي دي او حتا کتاب د وسیلې په توګه معرفي شوی دی؛ مګر مهران د کتاب په اړه یوه عجیبه خبره کوي. او دا خبره پوره عاطفي وي. یانې شاعران د توکو او پدیدو په اړه عاطفي نظریه لري او دا ډول خبرې په خلکو ښې لګیږي. په دې وجه د شاعرانو تقدس په ټولنه کې د هر نا شاعر کس څخه لوړ دی.

موږ یې دا غزل کټ مټ را اخلو:

ژغوري به له هرې بلا ما کتاب

جهل به مې وخوري ماته را کتاب

هغه شپه له غم څخه وزګاريمه

یا چې وي جانان راسره يا کتاب

څوک چې بې کتابه شي بې روحه شي

ګوره دې ټولنه کې ده ساه کتاب

واخله چې نفرت درڅخه لرې کړي

واخله چې دروښايي وفا کتاب

وايي به چې دا دمهران نښه ده

زړه پسې به کلک نيسي زما کتاب

او بیا: 

په پاڼه پاڼه په هر باب  جانان دی

جانان کتاب دی او کتاب جانان دی

د مهران شاعري ډېره زیاته عاطفي ده. یوه خبره داسې وړاندې کوي، چې په لوستو زړه ورسره خیږي. دا د مهران د شاعرۍ د سهل ممتنع یو عجیب طرز دی، چې په پښتو کې بل چا دا انذاز داسې نه دی راوړی. که چیرې د مهران شاعري دقیقه ولوستل شي، نو درته ښکاره به شي، چې عام مضامین یې څومره شاعرانه وړاندې کړي دي. یانې مهران هغه عام شوي موضوعات، چې په هره زاویه او په هره برخه کې شعار شوي وي، مګر مهران یې داسې عاطفي راوړي، چې ددې مضامینو په اړه له دې پورته خبره نه شي کیدای. موږ یې دا غزل راوړو: 

د اوبو غوړپ نه کوم ځي ړنګيږي

په زړه مې نوم دى د لالي ړنګىږي

د بې غيرته يار  ياري ړنګيږي

څوک چې د شګو بند تړي ړنګيږي

ټوله دنيا په يو سړي ښکلې ده

ټوله دنيا په يو سړي ړنګيږي

مغروره ډېر اسمان اسمان مه کېږه

ګوره د هرچا باچاهي  ړنګيږي

نيمګړی ژوند په کرکه مه تېروه

دونيا د غم ټالۍ وهي ړنګيږي

دومره کمزورى کړو دستاغمونو

هغه مهران اوس په پوکي ړنګيږي

د مهران شاعري د یوه ناکام عشق یو ډير عجیب طرز لري. د لوستونکو په ذهن او دماغو کې یې پوره ور دننه باسي. زه فکر کوم په دې دور کې د مهران د شاعرانه طرز ساري ډېره کمه ده. او ډيرو کمو شاعرانو د داسې مضامینو حق ادا کړی دی. مهران ددې دور د عامو مضامینو د شاعرانه کولو شاعر دی.

مګر د مهران ژوند څه دی او ولې د ټولنې په دې ککړه هوا کې د داسې اشخاصو د مقام حیثیت نه شته. د مهران شعر لوستل داسې دي، لکه له باران وروسته چې د شنه طبیعت په منظرې راووځې. مهران د هم هغه باران څاڅکی دی، چې په ځمکه لویدلی او انسانان خپلې پایڅې ترې را بډ وهي.

موږ د شاعر لپاره هیڅ تعریف نه شو وړاندې کولای؛ ځکه چې دوی له تعریفه ماورا دي. شاعران دې د هغه باران په څېر نه کیږي، چې قطرې – قطرې په ځمکه را ولویږي او یوازې د خلکو د خوشګوارۍ لپاره هغوی ته فضا معطره کړي. 

مهران هنر اسان نه دی تولید کړی؛ بلکې دا د ده د ژوند په بدل کې رامنځته شوی. او ده په ډيرو سطحي انسانانو خپل ژوند قطرې – قطرې وویشلی دی.

د ښه شعر په ارزښت ډېر کم انسانان پوهیږي. او هغوی چې په شعر نه پوهیږي ډېر واړه شاعران یې لوی معرفي کړي وي. حال دا چې لویي خپله د شعر تعین دی او ټول خلک په شعر نه پوهیږي. شعر یو متنوع باب دی.

زموږ زیات شاعران ملګري د همدې باران قطرو ته ورته دي، چې شعر یې لوستونکي معطر کوي. ولې ډېرۍ داسې لوستونکي شته، چې د دوی ذهني ځمکې زرغونې نه وي او یوازې یې خاورې پکې شیندلې وي او پایڅې ترې رابډ وهي.

زه فکر کوم چې د شاعرانو لپاره باید یوه اداره جوړه شي. او دوی ته دې زیات امتیازات وټاکل شي. او خلک د علم اهلي کیدو په لوري سوق کړي. خلک باید مجبور شي، چې ښه شعر او ښه شاعر وپېژني. او په شعر کې باید دقیقه مطالعه وکړي. د شعر په اړه باید د معاني درسونه په پوهنتونونو کې پیاوړي شي. تر څو زموږ فارغ زده کوونکي د ښه شعر او ښه شاعر توپیر وکړای شي. نو معاني ځکه ضروري ده، چې د شعر د بهرنۍ او نننۍ موسیقۍ دواړو تعریف کولای شي.

هغه وخت، چې (نازک ملایکه) د خوبونو په ښکار تورنه شوه، نو خلکو د بارخوګانو غږ، د ماښام قریب، د تورې شپې ناره یې خلکو له عقله لرې خبرې وګڼلې او یوازې یې پسخند کړه، مګر هغه خلک په دې نه پوهیدل، چې هغې د خپل تخلیقي ادب لپاره څومره لویه سرمایه پريښودې ده.

نو زموږ را وروسته نسلونه به پر موږ هم د جهالت تور پورې کړي، چې دوی څنګه د مهران غوندې لوی شاعران  و نه پېژندل او ناښه یې لوی معرفي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب