Homeخبرونهايران: تېر کال تر یو نیم میلیونه زيات افغان کډوال زموږ خاورې...

ايران: تېر کال تر یو نیم میلیونه زيات افغان کډوال زموږ خاورې ته راغلي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه)‏‌ د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره څه باندې يو نيم ميليون تازه افغان کډوال ایران ته تللي.

د هغه په وينا، له دې سره په ایران کې د ټولو افغان کډوالو شمېر له څه باندې څلور نیم میلیونو څخه واوښت.

 ‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ايران په پرله پسې ډول له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند او ورته په هېواد کې ېې د امنيتي ګواښونو له موجوديت سره د هغوی په بیرته ستنولو تورنیږي.

ایراني چارواکو او دغه راز د طالبانو حاکمې ادارې په ايران کې افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو څه نه دي ويلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څه موده مخکې ادعا وکړه، چې هیڅ افغان دوی سره د سیاسي ستونزو له امله هېواد پريښودو ته نه دی اړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...