چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعردعوت ګره فرخنده

دعوت ګره فرخنده

ته د عصر فرخنده یې، ته تاریخ د نام و ننګ یې

ته خلاف د جادو ګرو د توحید د لمر پتنګ یې

ته مستوره په حجاب کې، د اسلام ښکلی فرهنګ یې

ته زخمي، زخمي شهیده، ته د سرې لمبې آهنګ یې

د اسمان د افق اور یې، ته په خپلو وینو نګ یې

بې دفاع مظلومه خور یې، ته ښایسته بوټی لونګ یې

ته هوسۍ رنګه مظلومه، ته په خوله کې د پلنګ یې

ته د ړنګې ماڼۍ خښته، د نازکې ښیښې جنګ یې

ته یو غر د تحمل یې، ته د صبر تخته سنګ یې

ته یو پول د استحکام یې، ته د لوی دریاب نهنګ یې

تا په وینو غسل وکړ، ته د هر شهید تر څنګ یې

ته زګېروی د جنازې یې، ته نغمه، نغمه سارنګ یې

ته تابوت د فریادونو، ته د کومو ساندو شرنګ یې

د صمیم د شعر پیام یې، ته یو زېری د غورځنګ یې

 ۳/حمل/۱۳۹۴-کندهارـاحمد صمیم

1 COMMENT

  1. شهيده فرخنده دباطل يعني كودو جادو اونورو خرافاتو بر ضد خبل زان داسي قربان كي جي دافغانستان اواسلام فه تاريخ كي به ددي دشهادت ورانكي داخرت ترورزي زليزي سرنكه جي فه شزو كي وجنت ته اول ببي خديجه رضي الله عنها داخليزي زما فه نظر دوهمه به شهيده فرخنده وي جي وجنت ته به داخله سي والله عالم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب