شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرخون مې ستا غاړې ته لویږي/ فدامحمد باران

خون مې ستا غاړې ته لویږي/ فدامحمد باران

درده لیرې

غمه لیرې

خدای راستي که به نور نه ځي

نه د زر یم نه د زور یم

دا کانې ستا د نخرو دي

دا له رنګه چې اوس تور یم

ننواتي در لیږمه

په جرګو درله درځمه

که مې رب خپه کیدی نه

نن دې پښو ته در لویدمه

درده لیرې

غمه لیرې

خدای راستي که به نور نه ځي

دا دی زړه مې ویلی کیږي

لکه تور کباب سوزیږي

نه د ښې شوم نه د بدې

حال مې نور هم بد تریږي

لیرې لیرې غمه لیرې

درده لیرې را نه لاړ شه

کنه نوم دې نور بدیږي

خون مې ستا غاړې ته لویږي

وا نامرده نامراده

په ژوند نه شي چېرې ښاده

نور د خدای په روی چې لاړ شه

زه دې ړوند کړم زه دې شل کړم

زه دې ووژلم مړ شوم

نور نو نه شته یم چې شته یم

او که لاړ شي خو بس ښه یم

دا زره وجود مې پریږده

چې مور پلار راته ځوریږي

او هغوی پرې دمه کېږي

کنه حال مې بدتریږي

خون مې ستا غاړې ته لویږي

درده لیرې

غمه لیرې

که زره وجود مې خلاص شو

ژوند د بل هم خرابیږي

ګناه ستا تر غاړې کېږي

چېرته لیرې را نه لاړ شه

کنه ترک زړه مې چاودیږي

خون مې ستا غاړې ته لویږي

درده لیرې، غمه لیرې

خدای راستي که به نور نه ځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب