شنبه, اپریل 20, 2024
Homeمقالېدریسقوط/ عصمت قانع

سقوط/ عصمت قانع

وو، نه وو یو پاچا وو. پاچا خو خدای پاک دی، چې پاچاهي یې زوال نه لري او زور یې سیال نه لري. د پاچا پاچاهي په ښار کې وه. رعیت ته یې خدمت نه کاوه، د رعیت په غوښو یې چړچې کولې.

یوه ورځ یې وزیر با تدبیر را وغوښت او ورته وه یې ویل، چې وزیر با تدبیره رعیت په عذاب دی، هسې نه چې را ولټېږي او د پاچاهۍ تخت را نسکور کړي، څه کولای شو، چې د رعیت زړه را خپل کړو؟

وزیر ورته وویل، که دې رعیت ته اهمیت ورکړ کار دې خراب کړ. والا حضرته رعیت نور هم سومبه کړه، نور یې هم برمته کړه، په ډوډۍ پسې یې حیران کړه او په اوبو پسې یې نالان کړه.

اول خو یو داسې فرمان صادر کړه، چې د رعیت په یوه کور کې به هم ډوډۍ نه پخېږي، ټول رعیت به د ښار په څلورو دروازو کې له پاچاهي لنګر څخه پخه ډوډۍ په بیه اخلي او خوري به یې. که چا د کور ډوډۍ وخوړه نس به یې څېرل کېږي او د کور ډوډۍ به ترې را اېستل کېږي.

سهار د پاچا فرمان اعلان شو او ټول رعیت د فرمان د حکم له مخې د پاچاهي سنګرونو خوا ته ور مات شو.

له سبا تر بېګاه به د ښار په څلورو نانوایي ګانو کې د خلکو اوږده اوږده کتارونه ولاړ وو او په نوبت به یې د پاچا له لنګرونو پخه ډوډۍ وړله او بیه به یې پرېکوله. هېچا هم د سلطان ظل الله له فرمان او حکم څخه سرغړونه نه کوله او د پاچا فرمان سل فیصده تطبیق شو.

کله چې پاچا د خپل فرمان د کامیابۍ په خاطر وزیر باتدبیر د افرین او شاباس لپاره دربار ته راوغوښت، نو وزیر با تدبیر د رعیت د لا ښه ادارې لپاره پاچا ته یوه بله مشوره ورکړه.

پاچا ته یې وویل: یو بل فرمان صادر کړه، چې په ښار کې هېڅوک هم نه شي کولای د خپلې څاه اوبه وڅښي او رعیت مکلف دی چې د ښار په څلورو دروازو کې له سرکاري څاګانو څخه اوبه یوسي.

سهار د رعیت ټولې څاګانې له خاورو ډکې شوې او د رعیت بهیر د سرکاري څاګانو په لور ور مات شو.

منګي او منګوټي، خمونه او سطلونه، مشکونه او چاټۍ د ښار د څلورو دروازو څاګانو ته ور وړل کېدلې. پر څاګانو باندې د رعیت لخوا یو شخول او ګڼه ګوڼه جوړه شوه، ګڼه ګوڼه ورځ په ورځ زیاتېدله.

د رعیت د آب او دانې سرچینې د سرکار لاس ته ور ولویدې او ټول رعیت د ډوډۍ او اوبو په غم واوښت. د رعیت لخوا د پاچا د دربار پرضد د بغاوت ټول امکانات له منځه ولاړل.

پاچا د وزیر له تدبیر او هوښیارۍ څخه خورا زیات خوشحاله شو او وزیر یې د افرین او شاباس لپاره دربار ته ور وغوښت.

وزیر پاچا ته وویل، چې اوس لا د رعیت د بغاوت سوړه نه ده تړل شوې، یو بل فرمان هم صادر کړه، چې هر څوک باید د ښار له څلورو څاګانو څخه د اوبو تر وړلو مخکې یو ځل ځان د پاچا په اردلیانو، کوټوالیانو او پهره دارانو سومبه کړي، یعنې له مخې حیا دا خړیته معامله ورسره وکړي. سبایي رعیت د پاچا دریم فرمان هم قبول کړ.

سبا او بېګاه به د ښار د دروازو د څاګانو په وړاندې اوږده، اوږده کتارونه ولاړ وو، ترڅو بنیادمان د ښار د پاچا له اردلیانو څخه د خپل عزت او حیا د لوټ نوبت ترلاسه کړي.

ټول رعیت حاضر وو، چې د یو غوړپ اوبو په خاطر د خپل عزت نفس او ابرو توی کړي، خو خلکو ته د خپل عزت او ابرو د تویولو لپاره نوبت نه ورسېد، ځکه ټول ښار محتاج وو، چې اوبه ترلاسه کړي او د پاچا د عزت لوټلو اردلیان، کوټوالیان او سپاهیان لږ وو.

دا ستونزه په ستره ستونزه بدله شوه او د ښار سپین ږیرو جرګه جوړه کړه، چې پاچا ته عرض وړاندې کړي. له ښاره ډېر سپین ږیري راټول شول او د پاچا دربار د ورپېښې ستونزې د حل لپاره وغوښتل.

د رعیت سپین ږیرو پاچا ته وویل، چې بخت او تخت دې برقرار شه، موږ د ښار سپین ږیري راټول شوي یو. رعیت ډېر اوبو ته محتاجه دی او ستا میندان لږ دي، د عزت د لوټلو عملیه مو سسته ده، که دې د میندانو فوج ظفر موج زیات کړې، نو رعیت به درڅخه خوشحاله شي.

په دې وخت کې وزیر با تدبیر د پاچا غوږ ته خوله ور نږدې کړه او ورته ویې ویل، چې وګوره د رعیت د بغاوت نېښ څنګه له زهرو خالي شو، وګوره رعیت ارام شو او سقوط یې وکړ.

هماغه د پاچا کلاسیکه کیسه را یادېږي. زموږ ارزښتونه زموږ د استقلالیت ملي سمبولونه وو، د نوامیسو درنښت، ټولنیز اخلاقي ارزښت وو، چې د نوامیسو دفاع ته یې زغره وال دېوال درولی وو.

په کومه قافله کې چې به ښځه وه، پر هغه قبیله به غلو حمله نه کوله، په کوم کلي کې چې به ظلم وو، هلته به د خلکو اخلاقي ارزښتونو د ظالم پرضد د مظلوم ملاتړ ته لښکر جوړاوه او د ظلم او کبر پرضد به یې اخلاقي مسوولیت تر سره کاوه، خو له تېرو پنځه دېرشو کالو راهیسې افراطیت زموږ اخلاقي اډانه داسې ونړوله، چې د کنډوالو نښې یې هم نه شو موندلای.

په سپینه ورځ پر لویو لارو ناموسونه لوټېږي، خو د هېچا وینه نه تودېږي، چې د ناموسونو لوټماران پر ککرۍ ووهي.

په رڼا ورځ قتلونه کېږي، خو قاتلان خپل عملونه د هغو اخلاقي او مذهبي ارزښتونو په جامه کې نغاړي، کومو ارزښتونو چې زموږ ټولنه له انتشار او انتحار څخه ساتلې وه.

په خپل وطن کې مو د خپلې خاورې له خیټې را زېږېدلې ډوډۍ پرې اېښې ده او د افراطیت پیریانو د پاچا له نانوایي څخه د پروژو او جګړو په بیه ډوډۍ اخلو.

د خپلې خاورې له غولانځو را بهېدونکې شیدې نه خورو، خو د افراطیت د پاچا له څاه څخه اوبه د ناموس د لوټمارۍ په قیمت ترلاسه کوو.

د مارچ پر نولسمه د کابل په زړه کې د ناموس د بې پتۍ او بې ارزښتۍ پېښه د یوې ښځې قتل او سوځونه نه وه، دا زموږ د ټولنې د اخلاقي سقوط یوه رسوا ننداره وه، چې د افراطیت پاچا زموږ د اجتماعي او مذهبي اخلاقو د سقوط فلسفه په کې بیان کړه.

تر دې نو زیات نه بد اخلاقه کېږو، تر دې نو زیات نه بې آبه کېږو، تر دې زیات نه وژل کېږو.

بس د شاه دو شمشېره منارونه زموږ د اخلاقي او مذهبي سقوط یادګاري څلي دي او د مارچ نولسمه زموږ د اخلاقي سقوط ورځ ده او د مارچ ۲۳ زموږ د افراطي پاچا د دفاع ورځ.

13 COMMENTS

  1. محترم قانع صاحب!که دآفغانستان تاريخ ته ځير سو نه يوازي دآفغانستان تاريخ ته بلکي داسلامي نړۍ وتاريخ ته ترڅو چه قدرت داسلامي افراط ګرو په لاس کي وي او مذهب دسياست څخه نه وي جلا سوي زموږدآخلاقي سقوط يوه رسوا ننداره وه او وي به . ولۍ آسلام ګرايانو خلګ هميشه دسوادڅخه ليري ساتل پر مکتبيانو ئي دکفر ټاپه وهل ؟ دوۍنه يوازي خلګ دسيانسي او اجتماعي علومو څخه ليري ساتل بلکي په هيواد کي داسلامي علومو مدرسي وجودنه درلود هميشه خلګو په مسجد کي هر څه چه ملا ورته ويل خلګو هغه په پټو سترګو قبلول.که ښه په څير متوجع سو په آفغانستان آکثريت خلک فرض لمونځ ئي نه دۍ ذده.آسلام ئي په پټو سترګو منلۍ دي ته دملت سومبه کيدل وائي کله چه ملت دملايانو په برکت دآلله (ج) دآواميرو څخه نه وي خبر واضع خبره ده چه داسي پيښي تر مخه هم وي او ورسته به په آئنده کي هم وي . په واقعت کي دي ته دقرآن شريف سوځول وائي . يعني جهالت بي سوادي دهر راز علومو څخه خلګ ليري ساتل دښځو پر مخ تيزاب ورپاشل او خلګ هلال ول او داسي نور دآلله(ج) بي آمري. ددوهم جنګ جهاني تر مخه په آروپا کي ددولت قدرت دپاپانو په لاس کي و آروپا ډيره پس پاته وه کوم خاص پرمختګ ئي نه درلودځکه ددولت ټوله اداره دکليسا تر کنټرول لاندي وه کله چه خلګو دکليسا ځخه قدرت تر لاسه کړ او سياست ددولت ئي دکليسا ځخه جلا کړ آروپا دپرمختګ پر لور حرکت وکړ مننه.

  2. قانع صاحب خدای تل قانع لره ستا هرلیکنه د کاڼې کرښه ده افغانانو باندې هغه متل ډېر ښه دلالت کوي چې خپل غوږ نه ګوري او په سپي پسې منډې وهي، همدې بې علمه شیخانو زمونږ هر څه راتروړل، ځکه د یوې احصایې له مخې د طالبانو پر وخت په افغانستان کې د ۶۲ هېوادونو تروریستان موجود وو او مونږ تاسو ټول ددې شاهد یو چې دوی پاکې افغان میرمنې په نکاح کړې او د مشکلاتو پر وخت یې په سپین میدان پرېښودې همدا اوس دا سناریو روانه ده تر څو چې افغانان هوښیار نشي او د دې بې علمه ملایانو له محاصرې ځان ونه باسي تر هغې به همداسې وي

  3. دقانع صاب لیکنه خو دیره زړه راښکونکی ده خو نن سبا خلک دغه زړه بوګنونکی پیښی به افراطی مسلمانانو پوری تړلی بولی علماوو ته سپکاوی کیژی حتی دا چی په فیسبوک کی خلک داسلام څخه دانکار خبری کوی دا تول دافراطی جاهلو مسلمانانو(مجاهدینو) دکړنو پایلی دی چی کفارو دخپل اوږد مهاله پلان په عملی کولو کی په بریالیتوب سره تر لاسه کړی او ناولی جاهل قاتلین یی اوس هم په دیره سپین سترګی او بی شرمی دجهالت مودی ته دجهاد نوم ږدی او ویاړ پری کوی

  4. پوشتنه داده محترم قانع صاحب کله چې د يو شمېر تلويژنو دمدني ټولنې فعالو غړو غورې او ډبې اورو او له بلې خوا د سياسي کارپوهانو تبضرې او څيړنې او له هغه نه اوچته د بې شميره نخبګانو جمعه شب ها از اريانا په ډير و لاپو شاپو راپېژندل کيږي نو زموږ ټولنه بايد مدني نه افراطي، پرمخ تللې نه ورورست پاتې،ډيره هوښياره نه دداسې کوڅه ډوبو چې په نوم او يادونه يې سړي شرميږي څنګه امکان لري چې حجاب، عفت، ناموس، انسان،بې هيلې او بې نوا ته داسې جزا ورکړي چې په پيړيو داسې بربريت په انساني قاموس کې نه ليدل کيږي.
    موږ فکر کې کوو چې د افراط او افراطيت له کچې اخوا د انسان مقام ته کوم چې الله د اشرف المخلوقات لقب ورکړي يو ستر توهين او سپکاوي ده توهين خو لاپه دې کې دى چې ډيرو قاتلانو وژنکو ته د شهادت لقبونه ورکول کيږي خو د فرخنده په وحشيانه عمل او بربريت باندې ډير غلي او ګونګ دى . نو ښکاري چې د لوبې او بي باکي له کومو لنډغرو نه سرچشمه نيسي

  5. قانع صاحب ترڅو پورې دا لنډغر خو سوچه د هغو کوڅو ډانګيان دى چې هېڅ نه لري. رښتيا خبره ده چې د ناموس د احترام، قدر او عزت په وړاندې داسر زوري چې شپه او ورځ د سياست په سر خبرې لري خو هم هېڅ نه وايې؟ پو ښتنې ډيرې دى خو د فرخندې داډول وژنه د اسلامي جمهوريت، مدني ټولنې، او په تير بيا د يوويشتمې پېړۍ سره هېڅ تړاو نه لري ښکاري چې موږ وايو يو څه او کوو بل څه .دکابل ښار نارينه چېرې دى دا بي شميره چارواکي چې خاوره بل څوک ساتي او لاپې ېې موږ وهو.

  6. قانع گله ښه لیکنه دی کړی ده. واقعاْ هم خبره همداسی ده. خو زما په آند کومو ارزښتونو ته چی تاسی اشاره کړیده دا د یوې پښتنی او افغانی ټولنی خصوصیات دی چی له مینځه تلل یی زه د افرطیت زیږنده نه بلکه د پښتنی او افغانی ټولنیزو ارزښتونو له مینځه وړل بولم. تاسو وګوری چه نن سبا چی د ډله ایز جنسی تیری هر څومره پیښی چی ثبت شوی دی ټوله یی په پاړسی ژبو سیمو کښی شوی دی. پښتانه اوس هم ننګ او ناموس پیژنی چی معادل کلمات یی په دری ژبه که زه نه وینم. زما په فکر باید پښتنی او ارزښتونوعام کولو ته کار وشی نو به دا بدبختی خپله ورکه شی

  7. ښاغلوبشیرارشاد اوپه هرڅه قانع ته
    ترڅه لومړی دمهربانه الله څخه دهیواد روغتیااوسوکالی غواړم اودمسلمه امت ته ورپښ غربی زبيښاک چي ټوله اسلامی نړی یی پرمذهبی ،جغرافیایی قومی اونژادی خونریزیو اړولی …..وروسته دقانع صیب کیدای سی سیاسی او اداری چاری یادده ترغوښتنه کمی وی اویایی له سره بل کار ونه لری چي په هرڅه دښاغلی پاچا دواکمنی دزوال خوبونه تعبیروی اوپه څنګ کی دراغلی ناروا ډیموکراسی اوصلیبی جګړمارو لپاره دلوډسپیکر یوه اله ګرزیدلی چي هره لیکنه کی یی داسلام ضد الفاظ ذکر شتون لری ښاغلی ته بلنه ورکوم چي دخپلولیکنو دتصحیح اوسانسور په اړه بیرته نظر ثانی وکړی ،نورخوموږ که څه ووایو تاسو راته افراطیان دهشتګر اوسخت دریزی وایاست داټاپی درسره وساته صرف دالفاظ کفر په نوم کتاب چی یوه افغان عالم تقریباله نن څخه سوونه کاله وړاندی لیکلی هغه ته مراجعه وکړی بیاهم درته زارۍ کوم چي اسلامی ملت سلګیوپه حال کی ده تاسو او شعیه ملګری لږ له احطیاط څخه کار واخلی همداډول یوبل ملګری چي ستاسو دشهرت لامله یی ستاسولیکنه تاید کړی اوکه له سره داسلام له احکامو اونوامیسوناخبردی چي هغه ښاغلی بشیررشاد دي چي یوه خبره یی همداده چي اسلام اوسیاست سره بیل غواړی تاسومحترم خوبه لږ داسلام له دستور اوکلتور څخه خبریاست چي اسلام اوسیاست سره بیلول یوه کفری کلمه ده زموږ خوږ نبی کریم صلی الله علیه وسلم دلومړی ځل لپاره دسیاست اوحکومتی نظام بنسټ ایښی همدا ډول څلورګونی خلافتونه هم تراسلامی سیاست پوری محدود وو . پاته سوه دفرخندی خبره دایوترتیب سوی پلان وو چي ترشایی ډیرڅه نور لاهم را روان دي مخکی پریکړه کول دناپوهی اوناخبری …… خوبه هرصورت دابیایوه لنګه خواده دښځو چارو اداره یی ځان ته لوشي میډیاوال یی ځان ته لوشي اوسیاسی اداري یی کوچي او هغه په اصطلاح …..تری راباسی کیدای سی چي فرخنده مظلوم وی خو کوڅه ډب هم په خپله نه دي دی کارته هیڅول شوی بلکی دایوه سیاسی فاجعه ده او وروسته به یی وګورو دعالم ،اواسلامیت نوم بدنامول یوغیر اسلامی عمل ده ملنګ اوعالم باید سره وپیژندل شی داجګړه بیرته له سره مه پیل کوی مکتب اومدرسه مه سره بیلوی تاسو خو زه پیژنم………………………؟نورنو

  8. جمال غبرګون صاحب، ډیری پر ځای خبری دی لیکلی دی، دین، مذهب ، ایمان او عقیده دی ځارشم، ترڅو مو په ځوانانو کی ستا غوندی با همته او خمیر مسلمانان موجود وی، د هر غیر اسلامی او غیر مذهبی سیل مخکی ته د اوسپنیز بند په څیر دریږی انشاءالله او که ژر وی که پس نړی ته به دا ثابتوی چی پر دې سپیڅلی خاوره یوازی او یوازی الهی نظام چلیدای سی او بس……

  9. قانع صیب دجنترال راژیق په اړه دي کوم مضمون لیکلی موږ هیڅ ونه ویل بیادحلوا خبرکړی موږ هیڅ ونه ویل خوددی ټولو درته وایم چي غربت ،نیستی درپدری دقلات خړی غوندۍ اوستامستی مړۍ کیدای له فیدایانوڅخه هضم نه کړی دجنترال صیب په لیکنه کی دي دطالب اوفیدایی دښمنی ومنله هغوی درباندی ګردی میزجوړ کړنوخدایزده چي څه به درسره وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب