سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+له تا وروسته/ مهرتاج

له تا وروسته/ مهرتاج

له تا وروسته، رانه، نه پوښتي

چې څه راته راپېښ شول؟

له تا وروسته

زما واړه الفاظ ګونګ شول

او خبرې مې رنځورې

توازون د فکر ورک شو

په تندي هم ګونځې ګونځې راښکاره شوې

یو تکړه اروا پوه هم

په ټول وطن کې پیدا نه شو

**

له تا وروسته

هره شپه سپوږمۍ ته ګورم

د یعقوب غوندې بایللی مې نظر دی

تور وېښته مې د دیوال سیورې سپین کړي

څو دردونه دي چې هېڅ مې نه هېریږي

د ازغو په شان وجود کې راچوخېږي

د شپې خوب یې رانه وړی

دا دردونه، تۀ پوهېږي چې د څه دي؟

دا هماغه ګران ټوپګ دی

چې مې ښکته شو اوږې نه

دا هماغه نښانونه

چې مې لرې شول سینې نه

دا هغه پوځي جامي دي،

چې مې ووتي تنې نه

**

له تا وروسته

په وطن کې دا کیسې دي

هلکانو ته پلرونو ځمکې ګرو کړې

هر زلمي دلته پښو کړي

د اوږده سفر موزې دي

هر سړی وایي ژوند تریخ دی

ښځې نه ځي وظیفو ته

د کتاب بازار سوړ شوی

مطبعې له چاپ لویدلې

د مکتب او پوهنتون په دهلیزو کې

ها د نجونو د بوټونو کړپا نه شته

روح د ښځې ځنځیرونو کې تړلی

ګلفروش فکر وړی ناست دی

دې چوپیتا کې به څوک چاته ګلان واخلي؟

**

له تا وروسته

کابل ډېر سپین ږیری شوی

هېڅ یې زړه کې جوګه نه شته

له یاغي شوره لویدلی

ها لمبه لمبه ځواني یې تری تمه

پاس پر سر یې د اسمان ستوري تت شوي

په کوڅو کې یې شرنګا د رباب ورکه

له واټونو یې رنګونه راټول شوې

لکه زوړ فیلم کوڅې یې تورې سپینې

د کابل زړګی راډک دی له ګیلو نه

مایوسي یې له ستومانه څیرې څاڅي

کابل ډوب فکر کې تللی

تش د باد خبرې اوري

**

له تا وروسته

موده وشوه له کور نه یم وتلې

روژه ماتي هم تیرېږي،

بې چکنۍ د کچالانو

نه پوهېږم چې کامه کې

خوندور شریخ اوس هم شته؟

درونټه کې د چرسي ماهي پزي به

اوس هم خلاصه او که بنده؟

مړزان اوس هم بهسودو کې پخېږي؟

په مارکو کې څوک د روش خوړو ته درومي؟

بټي کوټ کې د مالټو مېلې اوس هم شته؟

ملالۍ روغتون تر څنګه دې یادېږي؟!

ها ریړۍ د ګول ګپو به اوس هم اوسي؟

له تا وروسته

له کور نه یمه وتلې

له تا وروسته زه

له دې  هېڅ خبره نه یم

**

له تا وروسته، د کرکټ لوبه نه ګورم

په کې هېڅ خوند پاتې نه دی

له تا وروسته

لږه پاتې وه

ميېنه په یو چا شم

یوه شپه مې خوب ویده و،

او زه وېښه ورته ناسته

انسټاګرام مې خپل راپرانیست

په پوسټونو تبصرو کې

یو کمنټ ته مې ورپام شو

لنډ اکاونټ ته پسې لاړم

له کلونو یې څارلم

زه نادانه څنګه نه وم پرې پوه شوې؟!

هر یو متن هر تصویر ته یې ښه ځېر شوم

څو جذابه انځورونه مې سکرین شاټ کړل

پټ مې ځان سره خوندي کړل

خو ډېر زر شومه پښېمانه

بله ورځ مې

له یوې مخې ډیلېټ کړل

*

له تا وروسته

مې د خیال نړۍ راتنګه

د قلم رنګ مې وچ شوی

له شعرونو مې زړه تور دی

ای، دا څومره شاعران شول

ډلې، ډلې، سره وران شول

له فرهنګه مافیا ده جوړه شوې

یو یې پیر نور مریدان وي

د شهرت په لیونتوب کې

یو له بله سره وران وي

نه څه لوست شته

نه څه نوي ځینې اورې

نه هنر شته او نه ارټ باندې خبرې

بس زړې،زړې کیسې دي

څو تکرار، تکرار شعرونه

په غزلو او نظمو کې سولیدلي انځورونه

هر سړي موبایل موندلی

ټول په ګډووډو سر دي

له تا وروسته

دلته ټکی هنر نه شته

له تا وروسته په شعرونو کې خوند نه شته

**

له تا وروسته

ما خپل ډېر څه بدل کړي

اوس هغسې ضدي نه یم

اوس مې پریښي دي جنګونه

اوس له شوره یم لویدلې

یو خاموشه سمندر یم

میاشتې وشوې کمپیوټر هماسې بند دی

ما یې مخ نه دی لیدلی

پر کیبورډ مې ګوتې نه دي لګولي

او ټایپینګ رانه هېر شوی

اشپزي مې ده زده کړې

هو ریښتیا،  په تناره ډوډۍ پخومه

دا مې نوي څه زده کړي

سپین لاسونه مې تور شوې

نرۍ ګوتې زیږې شوې

د ټیکري پیڅکو کې نښلي

*

له تا وروسته

ټول رنځونه راته راغلل

اندېښنو مې په معده کې زخم جوړ کړ

له تا وروسته مې وجود سم درداباد شو

خو ما ځان سره ساتلي

ته مې هېڅ نه خبرولې

داسې ورځ هم ده راغلې

د پنځو روپیو نیټ مې فعال کړی

بیا مې تاته په میسج کړی

چې زه ښه یم، هر څه سم دي

ته دې خپل حال راته وایه

*

له تا وروسته

ښايي دا امکان به هم و

چې زه دومره په تیاره کې پاتې نه وای

ښايي ما هم اروپا کې

د کوم لوی ښار پر واټو قدم وهلی

او د هاغه ځای رنګونه

مې د خپل وطن ګردو سره تللئ

له خوړو او ښکلو ، ښکلو منظرو نه

تصویرونه، ویډیوګانې جوړولی

پر فیسبوک مې خپرولی

له ټیک ټاک به لایو راتللی

ځان مې خلکو ته ښودلی

خو زما په کمزورۍ خو ته پوهېږې

زه له موره او پلاره پرته رانړېږم

زه پردیو ماښامونو نه ویرېږم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...