تاند (یکشنبه، د وږي/ جوزا ۳ مه) پاکستان او ازبکستان د یوې مهمې سیمهییزې پروژې په اړه خبرې کړې دي چې هدف یې تر ۲۰۲۷ م کال پورې د ازبکستان، افغانستان، او پاکستان ترمنځ د رېللارې جوړول دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف سره د دې درېاړخیزې پروژې د پرمختګ په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.
د مې ۲۵ (یکشنبه) په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خواله رسنۍ “ایکس” خپره شوې، راغلي چې دواړو وزیرانو د “ټرانس-افغان رېللارې” د پرمختګ په اړه نظرونه تبادله کړي او هیله یې ښودلې چې د دې پروژې د چوکاټ موافقه به ډېر ژر نهايي شي.
وزارت یادونه نه ده کړې چې دا ټیلفوني خبرې د کوم هیواد په ابتکار وشوې.
د ټرانس-افغان رېللار پروژه
له ازبکستان څخه تر پاکستان پورې د افغانستان له لارې غځول کېدونکې پروژه، چې “افغان-ترانس” نومول شوې، د افغانستان لپاره خورا مهمه ګڼل کېږي.
ازبک چارواکو تر دې وړاندې ویلي و چې دا رېللار به، چې ازبکستان، افغانستان، او اپاکستان سره نښلوي، تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه شي—په دې شرط چې د جوړولو لپاره یې مالي امکانات برابر شي.
درې اړخیز کمیسیون
د ۲۰۲۵ په فبرورۍ کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په تاشکند کې سره وکتل او پرېکړه یې وکړه چې له افغان استازو سره درې اړخیز کمیسیون جوړ کړي څو د پروژې د پلي کېدو خنډونه حل او همغږي زیاته شي.
اهمیت
که دا پروژه بریالۍ شي، نو د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ به د مالونو د لېږد وخت خورا کم شي، سوداګري به پراخه شي او سیمهییز اقتصادي یووالي ته به لاره هواره شي.
د دې ترڅنګ به پر افغانستان د پاکستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو اتکا زیاته شي. او دا چاره به سبب شي چې پاکستان د تل په شان د فشار د وسیلې په توګه خپلې لارې، پر افغانستان بندې نه کړای شي.
دا پروژه به د نورو هېوادونو پام هم جلب کړي، ځکه چې هغوی د باثباته او اقتصادي ترانزیتي لارو په لټه کې دي.
د پاکستان په اراده کې شکونه
پاکستان که څه هم د ټاپي د پروژې په شان په دې پروژه کې ظاهراً لېوالتیا ښيي خو عملاً اقدام نه کوي. تراوسه پورې پاکستان د دې پروژې د اجرا لپاره نه له کوم پور ورکوونکي بانک سره خبرې کړي او نه یې له افغانستان او ازبکستان څخه د دې پروژې د کار د چټکولو غوښتنه کړې.
پاکستان د ټاپي پروژې په اړه هم ورته چلند غوره کړی دی. په داسي حال کې چې ترکمنستان د افغانستان تر پولې نللیکه رسولې او د افغانستان په خاوره کې هم شاوخوا ۱۵ کیلومتره پایپ لاین غځول شوی او لا هم کار پرې روان دی، د پاکستان لور ته داسي هیڅ نښه نه لیدل کېږي چې په دې پروژه کې د پاکستان لېوالتیا وښيي.