بېوسۍ راباندې د ژوند دایره دومره تنګه کړې وه، چې له اوبو او وچې ډوډۍ پرته به څه نه رارسېدل، ځینې وخت چې به مو بخت بیدار و، د پیاز غوټه به هم د دستوارخوان په څنډه راپیدا شوه، تل به مو کوچنیان په لارو ګودرو ګرځېدل چې د چا د خیرات او غم ښادۍ جوټه وریجې راوړي او د نس وچې غاړې مو غوړې کړي.
که به د غم ښادۍ وریجې کور ته راوړل شوې، په هاغه ورځ به مو په کور کې اختر و، ماشومانو به په اخ و ډب کې داسې خلاص کړې چېدانه به پاتې نشوه او نیم خوشحاله نس به هر یو د جنګ له میدانه ستون شو.
ټول کال به مو لوی اختر ته ورځې شپې شمارلې چې په رارسېدو به د وږې خېټې وږې سترګې مړې کړي، غریبانه وجود به مو د الهي شکر سره سره خیرات کوونکي ته د مغفرت دعا هم کوله،
د مرمیو بوږنونکو غږونو او د ښار په منځ کې اوچتو رڼاګانو زموږ د کلي خوار ماشومان هم خبر کړل چې سبا لوی اختر دی!
ماشومان د ډزو ډومبکو له ویرې له ما راتاو شول او د لاسونو په پنجره کې یې راګېره کړم!
مورې موږ پټ کړه!
زه هم ویرې واخیستم چې خدای مه کړه سړې مرمۍ مو په کېږدۍ کې تش نسونه را و نه سپړي او د ژوند له کاروانه مو جلا نه کړي.
ما د اختر زېری ورکړ او هغوی د خوشحالۍ شور جوړ کړ چې د ډزو غږونه پکې ورک شول.
اختر پیل شو، مالدارو او وسه دارو قربانۍ وکړې، خو موږ ته نه چا غوښه راکړه او نه اختر مبارکي، ځکه سږ کال ښار ته برق راغلی و اوهر کور یخچال درلود، نو زموږ د بېوسو غوښه د غریب یخچال په برخه وه، د اختر ورځې په تېرېدو وې او زما د ماشومانو سترګې د لارېله څارلو نه اوښتې، زما ساړه اسویلي آن زما نږدې بچو هم نه شو اورېدی، نو شتمتن خو لرې خبره وه، د اورېدو لوی ذات مې یوازینۍاسره وه.
د اختر دویمه له کلي د ښار رڼاګانې نه ښکارېدې او درېمه شپه یې هم تته وه، ما فکر کاوه چې په سترګو مې د لوږې تورې پردېراوښتي، ځکه راته د ښار رڼا نه برېښي. په څلورمه ورځ ماشومانو شور جوړ کړ او د غوښې ډک پلاستکونه یې د کېږدۍ په ور کې ساهنیولي کېښودل، زه هم خوشحاله شوم چې خدای مې د زړه غږ واورېده او د مالدارو زړونه یې راباندې نرم کړل، د ماشومانو په سترګو کېمې د مړښت تصویرونه جوړ کړل او له خوښۍ شېبه هم معطل نه شوم، دیګ بخار مې کال وروسته د غوښې پخولو لپاره پاک کړ. پلاستیکمې وشلاوه او غوښه مې کاسې ته کړه چې یو دم ټوله کېږدۍ خوسا بوی ونیوه.
د ښار برېښناوې پرچاو شوې وې او د ډېرو کورونو په یخچالونو کې غوښې خرابې شوې وې.