ادارکي ژبپوهنه د انسان د حواسو، ادراک او ژبې پر تړاو خبرې کوي. دا ژبپوهنه د ماده پرستو په پله ژبه د انتزاع او احساس ترمنځ تړاو ګڼي. د دې ژبپوهنې پر بنسټ انسان د فيزيکي نړۍ اړوند حسي تجربه کوي، دا تجربې په انساني ذهن کې راټولېږي او ادراک د ژبې له لارې انتزاعي مفاهيم مفهومي کوي؛ مثلا: د مينې انتزاعي مفهوم د سفر په استعاره مفهومي کوي. له بدن نه تر ژبې پورې دا حرکت لاندې وګورئ:
شخص(د بدن غړي)<څيز<فعاليت او وضعيت<ځاى< مهال<څرنګوالى(کيفيت) (مهند، ۱۳۹۷، ۱۹۱)
ادراکي ژبپوهنه د ماناپوهنې او ګرامر په برخه کې د رغښتوالې، چاروالې(Functional linguistics) او زېږندې اوړوني(Generative transformative linguistics) پرخلاف د بېلابېلو ليدلوريو ټولګه ده؛ خو دا ټول ليدلوري، د حواسو، ادراک او ژبې پر تعامل سره همغږي دي.په دې کې يوه ګرامري قاعده نحوي کېدل دي، چې ايوانز او ګرين(۲۰۰۶، ۷۱۳) پکې درې ادراکي نظريې راپېژندلې. دا نظريې که څه هم توپيرونه لري؛ خو ګډ ټکى يې دا دى، چې د ګرامري کېدلو جرړه په مانا کې ده. دا درې ليدلوري دا دي: استعاري پراختيا(Metaphorical extension)، انتزاعي سازي(Subjectification) او بللى استنباط(Invited inferencing)(مهند، ۱۳۹۷، ۱۸۷)
په دې درو ليدلوريو کې يوازې پر استعاري پراختيا غږېږو:
په ادراکي ژبپوهنه کې استعاره د انسان د ادراک مهمه ژبنۍ وسيله، چې له حسي حوزې بېلابېل مفاهيم د انتزاعي مفاهيمو لپاره کاروي. مثلا: سولې ته لورى او وجود ورکوي او په يوه رغښت کې يې د يوه مادي څيز د حوزې د ځانګړنو په مټ مفهومي کوي.
انسان په فيزيکي نړۍ کې له شيانو او کړنو يا فعاليتونو سره مخېږي.دا زماني او مکاني بعدونه لري. پر ځاى او مهال سربېره د انسان ادراک تر تودوښې او حرکته پورې بسيطېږي. مطلب زمان، مکان، حرکت او تودوښې غوندې ساده تجربې پراخېږي او پېچلي ژبني مفاهيم ترې جوړوي.
په ټولو فيزيکي تجربو کې د انسان بدن معيار دى. انسان د خپل بدن له مخې شيانو او کړنو ته لورى، وجود، مهال او نور ورکوي، هغه که د “لاندې”، پاس، تر څنګ، تر شا، تګ راتګ، لوښنتيا(ظرفيت)، اضافت او داسې بل تصور دى.
د انسان جسم په ټولو ادراکي ليدلوريو کې بنسټ ګڼل کېږي؛ خو د ګرامري کېدلو په استعاري پراختيا کې هم اهميت لري. د نړۍ په زياترو ژبو کې د بدن د ځينو غړيو نومونه استعاري پراختيا کوي او د ځاى او مهال لپاره کارېږي. دا چاره په استعاري پراختيا کې عامه ده. د انسان د بدن غړي تر ټولو ډېر عيني دي، ځکه چې انسان لومړى له خپل بدن سره مخېږي او لومړنۍ تجربه د خپل بدن کوي… په دې ډول د انسان د بدن غړي لومړنى د يوه څيز مکان او بيا مهال ښيي، ځکه چې د ځاى حوزه د مهال تر حوزې عيني ده. په اصل کې مهال په دويمه مرحله کې د مکان په مټ ښودل کېږي؛ خو دا خبره د يادونې وړ ده، چې د انسان د بدن ټول غړي د مکان او مهال استعاري پراختيا نه مومي. (مهند، ۱۳۹۷، ۱۹۱-۱۹۲)
په پښتو کې د انسان د بدن د غړيو د نومونو ګرامري کېدنه وينو:
پر غړيو سربېره د انسان له لباس هم ورته استفاده کېږي؛ مثلا: “لمن” په “د غره لمن” کې يا “پيڅکه” او… د دې مانا دا ده، چې لباس ته هم د بدن د غړيو حيثيت ورکول کېږي.
د غړيو د پورولو مانا دا ده، چې د انسان جسمي حوزه د سرچينې په توګه د دې شيانو لپاره استعاره کېږي او د دې سرچينې له بېلابېلو اجزاوو نه استفاده کېږي؛ مثلا؛ کور خوله يا مخ او شا يا ښار زړه نه لري او نه کټ يا کال سر لري او نه څوک دا پوښتنه کوي، چې د کور خوله چېرته وي؛ خو د استعارې پر بنسټ دا مصداقونه په ژبه کې حضور او مدلول ترلاسه کوي او مفهومي کېږي. د يوې ژبې ګډونوال له دې شيانو سره د انسان(د جسم) استعاري چلن کوي او په دې ډول له محدودو غړيو او عيني تجربو پراخه استفاده کوي.
په دې کې د انسان يو خصوصي غړى هم دى، چې په پښتو کې د ډېرو شيانو لپاره کارېږي؛ خو په دې ليکنه کې يې راوړل راته شونې ښکاره نشول. پر دې سربېره د انسان د غړيو له مخې نورې ډېرې کلمې جوړېږي. پخپله د “له مخه” عبارت هم د انسان د مخ بنسټ لري. همداسې په “د تبر/وره لاستي” کې “لاستى” هغه ځاى چې انسان يې په لاس نيسي يا له “نوک” نه د چړې نوکه.
د انسان غړي د بېلابېلو انتزاعي مفاهيمو لپاره له فعلونو سره د غونډونو په بڼه استعارآ اصطلاحات هم جوړوي، چې د اصطلاحاتو لويه برخه ده او غړيزې ګړنې(اصطلاحات) ورته وايي؛ لکه: لاس تر زنې کېناستل يا پوزه پرې کېدل، خېټه په اوبه کې ايښودل، په غوږ وهل او …. له دې نه دا پايله اخلو، چې انسان د خپل بدن غړي په بېلابېلو لارو د بېلابېلو مفاهيمو لپاره پور کوي او ژبه پرې بډايه کوي.
ماخذونه
- مهند، محمد راسخ. ۱۳۹۷. درآمدى بر زبان شناسى شناختى: نظريه ها و مفاهيم. تهران: سمت
- Geeraerts, Dirk , Ed.(2006) Cognitive Linguistics: Basic Reading. Mouton De Gruyter.