سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+د بیستون په ډبرلیک کښي پښتو کلمې

د بیستون په ډبرلیک کښي پښتو کلمې

څېړندوی دوست سرواني

   د بیستون ډبرلیک په ۳۳۰ فوټه لوړتیا سره د اوسني ایران (پخواني فارس) په لوېدیځ کښي د بیستون په غره کښي د فارس د هخامنشي واکمن لومړي داریوش (۴۸۶ تر۵۲۲ق.م) له لوري د خپلو ساتراپیو(آیالتونو) د اېلولو او خپل برم د ښودلو لپاره کېندلې ده. دغه کتیبه په درېیو ژبو: زړې فارسي، ایلامي او اکدي په میخي لیک لیکل سوې ده. هخامنشي واکمنۍ له( ۵۵۰ څخه تر ۳۳۰ ق.م ) دوام وکړ. د تاریخي شواهدو څرګندیږي چي زړه فارسي تر ډېره د سیاسي پیغامونو د لیکلو ژبه وه نه د عام وګړو د ویلو. د زړې فارسي اصطلاح د فارس په سهیل لوېدیځ کښي د هغو میخي ډبرلیکونو لپاره کارېږي چي د هخامنشیانو د کورنۍ له لوري لیکل سوي دي. په ټوله کښي د دې ډول ډبرلیکونو شمېر تر دېرشو ډېر دی، خو دلته یواځې د بیستون په کتیبه کښي پښتو کلمو ته کتنه سوې ده.

د بیستون کتیبه/Behistun Inscription      

د نړۍ د ژبو په کتار کښي همکورنۍ او همڅانګې ژبې په یو نه یو ډول له یو بل سره ډول ډول هویتي پیوندونه لري. پښتو او فارسي دواړې د اندو- اروپايي ژبکورنۍ، آریک ژبښاخ او آریاني ژبڅانګي  ژبې دي. پښتو شمال ختیځه آریاني او فارسي جنوب لوېدیځه آریاني ژبه ده. په ټولیز ډول د زړې فارسي نوم د هخامنشیانو د لړۍ ژبې ته کارېږي چي د هخامنشي واکمنانو له خوا په میخي لیک باندي لیکل کېدله. همداسي زړه فارسي د فارس په جنوب لوېدیځ کښي د هخامنشي واکمنانو له لوري په یوه محدوده بومي سیمه کښي ویل کېدله. د زړې فارسي ډبرلیکونه او کتیبې په اکدي او عیلامي ژبو هم ژباړل سوې دي.

    په زړو کتیبو او متونو کښي د ژوندیو او معاصرو ژبو څرکونه موندل ځکه ستونزمنه چاره ده چي زړې او مړې ژبې سلګونه پېړۍ مخکښي پر ژبو چلېدلې او معاصرې ژوندۍ ژبې چي دمګړی د خلکو په منځ کښي ویل کېږي، خورا ډېر فونولوژیکي، مورفولوژیکي، سینټکسي او سیمانټیکي بدلونونه او اوښتونونه راغلي وي خو په دې منځ کښي بیا هم د همکورنیو ژبو تر منځ داسې ژبنۍ خواوې سته چي تر ډېره یې خپل هویت او ثبات خوندي کړی وي. زړه فارسي-دري د آریانا په قلمرو کښي د خپل وخت په محدوه ساحه کښي د هخامنشیانو د سیاسي فرمانونو لپاره کارېدله چي په دې برخه کښي یوه هم د بیستون پېژندویه کتیبه ده چي پر خپل وخت په مېخي لیک پر زړې فارسي سربېره په اکدي او عیلامي ژبو هم ژباړل سوې او لیکل سوې ده. د پښتو او زړې فارسي ترمنځ ځینې ژبني توپیرونه سته یو دا چي د فارسي ژبې د لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې څه نا څه اسناد لاسته راغلې دي، خو د پښتو ژبې: لرغونې او منځنۍ دوره په علمي ډول نه ده ثبوت سوې، ځکه د ثبوت لپاره یې پاخه سندونه(ډبرلیکونه، متون) تر اوسه لاس ته نه دي راغلي. ځینې پوهان د پښتو وڼېڅي ویښت او لهجه د پښتو ژبې د منځنۍ دورې پاته شونې ګڼي. دمګړۍ د پښتو ژبې د زړتیا او لرغونتیا څرکونه په همکورنیو او همڅانګو زړو ژبو، لکه: زړې فارسي کښي چي ویل کېږي؛ دوه زره پنځه سوه کلن تاریخ لري، د پرتلنې او مقایسې له لاري کتلای او  موندلای سو. په دې لیکنه کښي د داریوش د بیستون په ډبرلیک او زړې فارسي کښي  دوې نږې/nẓe(سوچه) کلمې(وژل/wažal مصدر او شګه(šaga )نوم کلمې خوندي دي را اخلو:

وژل/wažәl

د دې کلمې لرغونې اندو- اروپايي رېښه پروفیسور پوکورني: *org اوکینټ:g*hen ښوولې ده.زالمان او شوکوفسکي یې آریاني رېښه د: *ava jata=اَوَجَتا = اوجن، اَوَژَن/ *ava janفعل په بڼه خوندي ګڼي. په زړې ، منځنۍ او معاصري فارسي ژبه کښي په بېلابېلو بڼو راغلې ده: awžadan,owžadan,awžan,owžan,jan، معنا یې کُشتن، قتل کردن او د پښتو ژبې د (وژل) مصدر معنا لري. په قوی اټکل دا مصدر او کلمه په فارسي دري او نورو معاصرو آریاني ژبو کښي له پښتو ژبې څخه دخیله ګڼل کېږي، ځکه پښتو ژبې یې ټول بشپړ تاریخي -ګرامري تحول او حالتونه خوندي کړي دي چي په وروستو کرښو کښي به راشي.د رولانډکینټ(KENT ) په باور دا کلمه د /جن تيی(jan tiy/ = jan =ژن تیی)، په بڼه چي ګرامري حالت یې فعل دی د داریوش د بیستون د کتیبې(DB 1,کرښه89) کښي راغلې ده:

Jan-vb.,strike,smite,defeat,(enemy, in battle):mould (brick):Av.Ĵan-(gan – Bthl.Aiw 490)skt.han-Grkθelva(strikes)ɸovos,murderمړکول.pIE<: اندو-اروپايي رېښه<g*hen.

Jantiy:(skt.hānti).DSe:36,40.DB1,89,95,2.69.(۱۴:۱۸۴مخ)

دې کلمې په فارسي ژبه کښي ډول ډول تحول او تکامل کړی دی: په قابوس نامه کښي راځي: “این دیلم که مشیر او بود او راگفتی آزاده را میازار و چون آزردی بیوژن، و چند کس بمشورت او هلاک شدند. “(۴/۱۹۹مخ)بل ځای کاږي: ” فضلون ګفت من از تو آموختم که آزاده را میازار و چون آزردی بیوژن، و این دیلم جان در سر کار بد آموزی کرد.( هماغه:۵ مخ).په فرهنګ آنندراج کښي اوژن او اوژند د له منځه تللو په معنا راغلی دی: ” اوژن د فارسي د زې /ژž/ په فتحه د روزن پر وزن ده: تیغ در دست تو پلنګ شکر = شېر از شصت تو هژبر اوژن(۱۱: ۴۹۶ مخ). په برهان قاطع کښي هم د اوژن په بڼه راغلې ده: ” اوژن پر پښتو ژبې سربېره په فارسي- دري کښي هم په ز- (ژ) فونیم سره د لوېدلو او له منځه تللو په معنا ده. دا لغت په پهلوي کښي د( ózhan  ) په بڼه راغلی دی.. په فرهنګ امیرکبیر کې؛ ” اوژن د پر مځکه لوېدلو او پایمالېدلو په معنا راغلی دی.(۱۸۴:۴مخ)د دې ترکیب په دویمه برخه کښي د مضارع مادې، لکه: پیل اوژن یعنی فیل وژل، کُشتن، پښتو ژبې یې هم د منځنۍ فارسي-دري دورې بڼه په بېخي لږ توپیر خوندي کړې ده. په پښتو کلاسیکه شاعرۍ کښي هم د (ویرژون) کلمه د لوېدلو په معنا او له همدې رېښې څخه ګڼل کېدای شي: یونس ویلي: دا مي هم د عاشقۍ ملامت دی – چي له آه سره مي اوښي کا ویرژن. دلته هم د لوېدلو معنا لري.(۶.۶۶۸مخ)خو دلته (ویرژن) د /ج/ فونیم په توپیر د ویرجن بله بڼه هم ده. په منځنۍ آریاني ژبه پارتي یا اشکاني کښي >óžadan/اوژدن، اوژن 🙂 óžanکشتن،وژل) ده. د یادلو وړ ده چي د ځینو کورنیو او بهرنیو پوهانو په باور پارتیان،ساک پښتانه بلل سوي دي.په ساساني پهلوي کښي په بېلابیلو بڼو:”ózan,óžandan،او اوژتن/ožtanد ژول، کُشتن، قتل په معنا راغلې کلمه ده.”(۳۴۲:۱۰مخ) په پازند ډیکشنري کښي د (ōžadan،afzatan) ، (ōžanɪšn)په بڼو او کشتن-وژل په معنا راغلی دی.(بندهشن ۴-۲۳۳ او ۸-۲۱۲، مینوی خرد۲۵-۳۰ او نور…)ګرندریس/Grundrissورته د uzítan او ój رېښې راوړي دي(۳:۲۹۵،۲۸۶ مخونه)همداسي پاول هُرن او هوبشمان د (awzan/awžan) کلمې د وژونکي فاعلي صفت په بڼه راخیستي دي. د اوستا د aiwi+jan رېښه یې ورسره یو شی ښوولې ده چي د کُشتن او وژل معنا ورکوي. هُرن او هوبشمان په دې باور دي چي د پهلوي avžadan د av žanګرامري حالت څخه مشتق دی او دا ګرامري ترکیب پر خپل ځای د (و وژنه) فعل څخه دی چي کټ مټ د پښتو ژبې ګرامري ترکیب دی، نه د فارسي. (۱۷۹:۳مخ) په ځینو فارسي قاموسونو کښي د اوژندیدن/avžandɪdan ترکیب په راوروسته کښي لیکولانو جوړ کړی دی. زالمان او شوکوفسکي په (دستور زبان فارسي) کښي د اوزن، اوژن اشتقاق د (ava) څخه ګڼلی دی.(ښايي د پښتو /وهه/ امري فعل) پخوانۍ ریښه وي.په پاخه اټکل دې زړې پښتو کلمې او لغت نورو منځنیو آریاني ژبو ته هم لاره کړې: سغدي:wzan، خوارزمي:wažn، اورمړي:wazanراغلې ده، د وژل/اوژن/ožan کلمه په ډېرو فارسي – دري متونو او شعرونو کښي د ویشتلو، لوېدلو وهلو او وژلو په معناوو راغلې ده: عطاءادیب السلطنه: “یکی آتش در افتاده ست مارا- جګرسوز و دل اوبار و تن اوژن.” د سعدي بوستان: زره پوش خسبند جنګ اوژنان-که بستر بود خوابګاه زنان. منوچهری ویلي: بدرګاه سپهسالار مشرق- سوار نیزه باز خنجر اوژن.(۱۴۶:۴مخ)فردوسي په شاهنامه کښي ویلي: چو رهام و بهرام ګردن فزار – چو شیدوش شیر اوژن رزمساز./به یک دست شیدوش جنګی به پای-چو شیر وی شیر اوژن رهنمای/بخرید شنګل زپیش سپاه-منم ګفت ګرد اوژن رزمخواه(۴/۲۴۲/۲۵۶)/ چو سهراب شیر اوژن او را بدید-بخندید و لب را به دندان ګزید(۲/۸۵/۲۰۶). د فارسي ژبې ځینو ګرامر لیکونکو کښلي: په پخوانیو فارسي- دري خطي نسخو کښي د /ﯞ/ ګرافیم هم و چي وروسته په /ب/ او /ف/ ګرافیمونو اوښتی دی.د شاهنامې (اوژن/ باید له آره (اﯞژن) وویل شي.دا مصدر په زړه فارسي کښي په اوژدن، وژن، اژن او نورو بڼو راغلی دی. د زړې پښتو بڼې به یې ښايي همدا وې خو په معاصره او اوسنۍ پښتو کښي یې بڼه په لهجوي توپیرونو (ژول/wažәl،وجل/wajal،وزل/wazal) ده. اوژدن، اژن = وژل په زړې فارسي-دري کښي د /jan،جن=ژن/ فعل،مصدردی. د /جj./ فونیم یې په /ژž/ اوښتی دی. په زړو فارسي کتیبو کښي داسي نور مثالونه هم لرو، لکه: /jiva،جیو/ په زړې فارسي کښي د /ژوند/ په معنا دی.(۱۵۳:۱۳مخ) دلته هم /ج،j/ فونیم په /ژ،ž/ اوښتی دی، تر دې چي په پښتو لهجو کښي پر همدې /ج او ژ/ پاته دی او په ځینو لهجو کښي په /ز/ هم اوښتی دی لکه:/زوند، جوند/. یا جاله=ژاله. (kent:184,185) په زړې فارسي کښي د لرغونې پښتو/جن،ژن/ په معاصره پښتو ژبه کښي په (وژل/wažәl)بدلون کړی چي د /ن،n/ فونیم یې په /ل،l/ اوښتی دی. په منځنۍ پښتو؟ یا وڼېڅي کې: وېزېل/وژل//wezen د /زz/ په فونیم راغلی دی. بایزید روښان په خیرالبیان کښي په /ژ/ فونیم راوړی دی: ” … د تېغ په وهل ده چي وژني ادمیان …یا ئې و وژنم ځیني په هر حال کښي پخپل فرمان، په تا دي وي اعلام ۵۲،۵۸ مخونه” یا هم “… د مشقت په تېغ دي ووژني آدمیان… و به وژنم په وړمي کوږول واړه ژوي… ۶۶، ۷۷ مخونه“خوشحال خټک ویلي: له دوو سترګو خبر واخله چي مې وژني – نور به څه پوښتې دما د زړه له حاله/ راشه خپل وژلی ګوره په خپل در کښې- په غمزو په خرخښو په تغافله( ۵۹۰،۵۹۴مخونه).د حمید مومند په کلام کښي د ورژلي(ځوانیمرګ) او ویره ژلي(ویره جلي، غمجن) کلمې هم د همدې زړې ریښې څخه ګڼل کېدای شي: چي د عشق هوسناکي ورته په خوله شي- ډېر ویرژلي کاندې ګډ په تن تنا.(نیرنګ عشق۲۶۸،دېوان۳۵مخونه)حمید ماشوخیل یو ځای (وژی او ژوم) بڼې هم راوړي: قول او بول په ژوندون نه شي نورولی- ځکه ځان په قول وژي پښتانه/ مرم که وژم ځما سر د ښکلیو درد دی – نشته ځای بې دغه دره بل ځما(دېوان:۳۸مخ) ګرم نه دی که خبر د ځان وژلو ته مهجور شي-لږ عمر د ژوند کاندې خواري په سړي ډېر.(دېوان:۵۳مخ). لکه ګل د غوړېدو پر وخت ویرژلی – هسي رنګ د یار له خوا یم نیمه خوا. هسې وژله که د مهر په پرده کښې- لکه خضر په چشمه شي د حیوان ډوب.(دیوان: ۵۱،۴۶مخونه)ګګیاڼي هم د حمید ماشوخیل په ډول د پښتو د /وژل/ مصدر په /وژله/ کارولی: مست ماري هتیان هم هسي وژله نه کا-لکه برندې سترګې ستا کاندي قتال(۹:۲۲۴مخ) هسې وژله که بې لارې برندې سترګې-لکه مست خوني چي ځي په سمه لار کې(علی خان). په پښتو زړه پانګه کښي د (ورژل)کلمه د وریتولو او سوځولو په معنا هم له همدې ریښې څخه ګڼل کېدای شي:چي مدام یې په فراق سینه ورژني- پیروي کړې په دا کار د شیطان ولي(عصام،ګلزار روه). د پښتو (ویرژون) کلمه د لوېدلو، رژېدلو، غمجن کېدلو په معنا بیخي له دې ریښې څخه ګڼل کېدای شي: یونس ویلي: دا مې هم د عاشقۍ ملامت دی – چي له آه سره مي اوښي کا ویرژون. (۵۹۳،۶۶۸:۷مخونه) کاظم خان شیدا ویلي: شعله باد وژني چي بلندي کا – اعتماد مه کړه په سبک سرو./ځان د چا په طلب وژنې بد اختره – چي روان یې لکه اور تر خاکستره.(دیوان، ۱۸۱مخ). د شیدا په کلام کښي د واژون صفت د سرچپه، پړمخي او اپوټه په معنا چي دري-فارسي بڼه یې واژګون دی له دې رېښې لیري نه ده: د سحر غوندې مې شېر په کام کښي خون شو-په شیدا د فلک کار عجیب واژون دی.(۲۷۱مخ) ښکاري چي په ټولو منځنیو دري او پښتو متونو کښي د /وژل/ کلمه په نږدې یوه معنا قتل،کشتن، مړینه، لوېدنه، پایمالیدنه او … معناوو راغلې ده.

تاریخي تحول

دا چي څرنګه د (وژل) مصدر د منځ فونیم /ژ/ په تاریخي لحاظ په /ز،ژ،ج/ = (وژل،وزل،وجل) بڼو بدلون کړی چي دمګړۍ یې د پښتو ژبې په لهجو کښي هم ټولې بڼې خوندي دي: پوکورني/Pokorny د (وژل) اندو-اروپايي ریښه *org=kill, kill off, zap, deaden/اورګ ښوولې ده. (۲۲۵۳:۱۶مخ) د تاریخي فونیمیکي تحول او بدلون له مخې په پښتو ژبه کښي د اندو-اروپايي /gګ/ په /ژž/ او /رr/ یې په /l،ل/ بدلون کړی دی. کوږ/kož=کوږ/koẓ= کوګ/kog(په لهجوي توپیر).   فارسي- دري کښي په/ج/=کج. کرار/karār=کلار/kalār. د لرغونې آریاني /*g/ تر درېیمې مېلادي پېړۍ وروسته په پارتي او پښتو ژبه کښي په/غ،γ/ بدلون کړی دی: اوستا:gaṣa/ زړه فارسي: /gauša پارتي:gōš/پښتو:uaẓγ /غوږ.  اوستا:draoγa/، زړه فارسي:drauga، پارتي:/drōγ دروغ، پښتو: /drōγ دروغ- درواغ خو پښتو ژبې په /ګ،g / هم ساتلی دی، اوستا:baγa، زړه فارسي: bagaپارتي: baγ/بغ، پښتو د زړې فارسي په څېر:bag/بګ= د لوی په معنا لکه په بګړۍ او بګواښ کې. دېوال/dewār=دېوار/dewār. د کریستن بارتولمه/Bartholomae Cristian(۱۸۵۵-۱۹۲۵م) د تیورۍ پر بنسټ د آریاني فونیمونو د تحول او تکامل له مخې داسې ښوول کېږي:

آریک/ž/=آریايي/z/:اوستاzyā، د پښتو ژبې /ž,j,z/ (ژمی/žamayزمیzamay/جمیjamay)البته په لهجوي توپیر>اُستي ژبهzimāg، نوی فارسی-دري/زz/ zamistān/زمستان.

اوستا:/z/vazati، پښتو/Ĵځ/: الوځي یا هم په /زz/، د پښتو زوړ لغت (ورزل) هم د البوتلو په معنا دی. خوشحال خټک ویلي: زاغ و زغن دې په باغ کښي ورزي- چینجي مینجي خوري په څانګو ګرځي/ چي نه وي پاڅي ځنې و ورزي. سکندرخټک ویلي: بې ځایه ګرځو بېځایه ورزو- حرص مو پر شو په غرونو ګرځو. کاظم خان شیدا ویلي: بلبلان په قفس بند د صیاد وینم – ټپوسان د خوشحالۍ په هوا ورزي.(۵۹۲:۷مخ) د پښتو ژبې وزر هم همدا ریښه لرلای شي. فارسي- دري/زz/:پرواز، وزیدن.اوستا:/زz/zayata، پښتو/zز/زوکړه/zokṛa، فارسی-دري:/زz/زاییدن. دې ته ورته په ټوله کښي د آریاني ژبو دا فونیمونه په یو او بل اوړي : /څθ، δځ/ او s/س[شs,z,š,] او [š,š,ž,ž].(۳۳،۳۸:۲مخونه)

اوژدن ولې د پښتو د وژل مصدر ګڼل کېدای شي؟

د یوې ژبې اصیل او پاخه وییونه او کلمې د پېړیو پېړیو په تېرېدو سره بیا هم خپل آر او اصلیت له لاسه نه ورکوي او په ولس کښي خوندي وي. همداسې د پښتو د /وژل/ مصدر اوس هم د خپل ټول دوه زره پنځه سوه کلن تاریخ او تحول سره چي اغلب په زړې فارسي – دري کښي دخیل دی خپل ژبنی هویت تر اوسه ساتلی، تاریخي ګرامري حالتونه یې خوندي کړي دي تر دې چي په نورو لرغونو تر معاصرو آریاني ژبو کښي دا کلمه په دې بڼه او ګرامري ټینګښت نه سته، دا دی په پښتو ژبه کښي یې ګرامري جوړښت په لاندې ډول  ښودل کېږي:

د وژل/wažalمصدر اوسني ګرامري حالتونه:

شخص   Singularمفرد/       Plural/جمع
  (نرینه)m.sing.obj (نرینه)m.pl.obj (ښځینه)f.sing.obj (ښځینه)f.pl.obj (نرینه)m.sing.obj (نرینه)m.pl.obj (ښځینه)f.sing.obj (ښځینه)f.pl.obj
لومړی(متکلم) وژنم وژنم(ه) وژنم(ه) وژنم(ه) وژنو وژنو وژنو وژنو
دویم(مخاطب) وژنې وژنې وژنې وژنې وژنی وژنی وژنی وژنی
درېیم(غایب) وژني وژني وژني وژني وژني وژني وژني وژني

تېر ساده مهال/simple Past

لومړی ووژی(وواژه) ووژل ووژله ووژلې و وژی و وژل و وژله و وژلې
دویم ووژی(وواژه) ووژل ووژله ووژلې و وژی و وژل و وژله و وژلې
درېیم ووژی(وواژه) ووژل ووژله ووژلې و وژی و وژل و وژله و وژلې

راتلونکی ساده مهال/simple future

لومړی به و وژنم(ه) به و وژنم(ه) به و وژنم(ه) به و وژنم(ه) به و وژنو به و وژنو به و وژنو به و وژنو
دویم به ووژنې به ووژنې به ووژنې به ووژنې به و وژنی به و وژنی به و وژنی به و وژنی
درېیم به ووژني به ووژني به ووژني به ووژني به و وژني به و وژني به و وژني به و وژني

اوس روان مهال/present progressive

لومړی وژنم(ه) وژنم(ه) وژنم(ه) وژنم(ه) وژنو وژنو وژنو وژنو
دویم وژنې وژنې وژنې وژنې وژنی وژنی وژنی وژنی
درېیم وژني وژني وژني وژني وژني وژني وژني وژني

اوس بشپړ مهال/present perfect tens

لومړی وژلی دی وژلي دي وژلې ده وژلي دي وژلی دی وژلي دي وژلې ده وژلي دي
دویم وژلی دی وژلي دي وژلې ده وژلي دي وژلی دی وژلي دي وژلې ده وژلي دي
درېیم وژلی دی وژلي دي وژلې ده وژلي دي وژلی دی وژلي دي وژلې ده وژلي دي

اوس بشپړ روان مهال/present perfect progressive

لومړی وژی/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې
دویم وژی/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې
درېیم وژی/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې

تېر روان مهال/past progressive

لومړی وژی(ئ)/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې
دویم وژی(ئ)/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې
درېیم وژی(ئ)/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې

تېر بشپړ/past perfect

لومړی وژلی و وژلي وه(وو) وژلې وه وژلي وې وژلی و وژلي وه(وو) وژلې وه وژلي وې
دویم وژلی و وژلي وه(وو) وژلې وه وژلي وې وژلی و وژلي وه(وو) وژلې وه وژلي وې
درېیم وژلی و وژلي وه(وو) وژلې وه وژلي وې وژلی و وژلي وه(وو) وژلې وه وژلي وې

تېر بشپړ روان مهال/past perfect progressive

لومړی وژی/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې
دویم وژی/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې
درېیم وژی/واژه وژل وژله وژلې وژی/واژه وژل وژله وژلې

(۵۸۴:۱۵مخ)

په پورتني ګرامري جوړښت کښي د اوژدن،اوژن، وژن=(وژل) مصدر په ښه ډول خوندي دی.

Ikāθ/څیکا/شګه                                                                                                                                  

شګه په پښتو کښي کوچنۍ ډبرې ته وايي جمع یې شګې ده. شګي د رود پر غاړه، رود – سیند په منځ او دښتو و غرو کښي وي.د زړې فارسي په ډبرلیکونو کښي بله کلمه د ikāθ/څیکا/شګه ده چي اوس هم کټ مټ په پښتو ژبه کښي په /سs،شš/ ږغونو باندې خوندي ده. دا کلمه د بیستون د کتیبې (BSLP:30.1.60-1)په کرښو او بندونو کښي راغلې ده.θikā: sb , gravel,rubble,broken ston, pIE:*kiqa,skt:sikatā.sand,gravel.(with Prakrit /s/) for skt.š.it borrowed from an Iranian dialect.(or languages).By.BSl.(۱۸۸:۱۴مخ)

 په سنسکریت کښي sikatā ده، رولانډکینټ هم ویلي چي څیکا> سیکا>سکه>سګه>شګه د یوې آریاني ژبې او لهجې څخه په زړې فارسي کښي پور سوې ده:” it borrowed from an Iranian dialect” په ټینګ اټکل چي دا آریاني ژبه او لهجې به د پښتو وي، ځکه کینټ د Ikāθ/شګه کلمې فرضي اندو اروپايي بڼه *kiqā ښوولې ده. (kent:p188).د بیستون د Ikāθ/څیکا/شګه کلمه اوس هم د پښتو ژبې د زابل او غزني په ویښتونو او لهجو کښي سیکه/sikә ویل کېږي.

تاریخي تحول: له اندو-اروپايي ژبکورنۍ څخه تر پښتو ژبې پورې د Ikāθ/څیکا/شګه کلمې فونولوژیکي تحول داسې ښوول کېږي. لومړی فونیم/θ/: یې په پښتو کښي په /س/ او /ش/ بدلون کړی، دوهم فونیم /ګ/ یې په پښتو کښي په لهجوي همدې /ک،k/ او /ګ،g/ بدلون کړی دی.

اندو-اروپايي سنسکریت آریاني ریښه داردیک/نورستاني زړه فارسي اوستا پښتو بولګه
>*k *ts >čts   š θ >s s-š> ikā>θš>/s/šәka

(۳۰:۱مخ)

په پښتو کلاسیکو متونو کښي هم دې کلمې په همدې نننۍ بڼه کارېدنګ درلود:

حمید ماشوخېل ویلي دي: ” لکه سيل چي رژوي کمر د شګو – نړوي مې هسې مینه وار په وار(دیوان:۷۷مخ).اوسني شاعر منی ربونیري ویلي: لکه جوار دې په سره شګه کښي پولۍ پولۍ کړم – ای زلمیتوبه تا آرمان د ماشومتوب راوستو.پښتو اصطلاح” په کډو کښي شګه  ” یعني د یوه کار په اړه پټ پوهېدل. شک کول. په شګو کښي مزل.(یعني د سختۍ ژوند).

شګه په پښتو لنډیو کې: زما د یار غاښونه بریښي- لکه اوبو کښي سپیني شګي کتار وینه / په لڅو پښو شګو کښي ګرځم- یا به راپرځم یا د یار تر دره ځمه/لمن مې ډکه ده د شګو- هره شمېرمه د یار غم غلطومه. زما جانان د شګو پاڼ دی – بېلتون باران دی په څپه یې نړوینه.

په پښتو متلونو کې: تر شګو ډېر دي خو ګنډېر دي./شګي و خوره خو د منت ډوډۍ مه خوره/ د شګو بند اوبه وړي/دشګو بند یخی لمر ته اېښوول دي.

پښتو ولسي سندرې: د اوبو د شګو بند- زما و یار داسي پیوند./شین موټر په شګو کښي پنچر دی – موږ ته ناوې راکئ مازیګر دی.

جغرافیایي سیمي:د شګې په نامه په افغانستان کښي ډېري سیمي سته، لکه: په کندهار کښي سره شګه،شګه ولسوالي چي په تخته پل مشهوره ده. د پکتیا په آریوب ځاځيو کښي د سپیني شګې په نوم تفریحي سیمه. د آریوب ځاځیو لوېدیځ ته د شګۍ په نوم لوی کلی. په میرزکۍ ولسوالۍکښي د شګې غر، په څمکنیو ولسوالۍ کښي د شګې کلی چي څمکنۍ قبیله په کښي اوسیږي.د خوست بازار په لوېدیځ کښي د شګې په نوم ځای. د موسی خیلو ولسوالۍ د سیدګي په سیمه کښي د شګې په نوم سیمه. د شګې کلمه ګرامري ګردان هم لري لکه: د هلمند په سنګین کښي شګلن مانده اود شګو پوټی. په پروان کښي د ریګ روان/شګه روان په نوم ځای سته. د لوګر په ازرې ولسوالۍ کښي د شګو کلی. د ننګرهار د ښېوې په ولسوالۍ کښي د شګې په نوم سیمه. د کونړ د پېچ درې په خوله کښي د شګې په نوم سیمه. په شګو کښي سره زر د استاد سعدالدین شپون د داستاني کلیاتو نوم دی، د شګو مزل د زیتون بانو کتاب دی. په ټولیزه توګه شګه په پښتنو کښي ژوندۍ مشهور کلمه او ویی دی. دا کلمه هم د پښتو له آرو او اصلیو کلمو څخه په پاخه اټکل په نورو آریاني ژبو په ځانګړې توګه فارسي – دري کښي دخیله ده ځکه په فارسي –دري کښي یې نه دا بڼه او نه هم تاریخي – ګرامري هویت خوندي دی.

دی/di، daiy

د بیستون په کتیبه کښي یو هم د پښتو د غایب ضمیر (دی/day) راغلی دی. کینټ هم غایب ضمیر معنا کړی دی، لکه: (him, them,). د بیستون د کتبې په /DB 5.11/ بند کښي (daiy) او DN 4.69 بند کښي (diy) راغلی دی. اوستايي بڼه یې: (di) او (zi) دي.([1])

په ورځنیو محاورو کښي

– دی لا نه دی راغلی.

– دی دي یو ځل دلته راسي.

– دا دی، دی چي لوبه یې وګټله.

نیاکه، نیکه/niyāka

په پښتو او پښتنو کښي د پلار، پلار او د مور پلار ته (نیکه/nikә) وايي جمع یې په لوی کندهار ویښت کښي نیکه ګان او ختیځ ویښت کښي نېکونه ده. پښتانه خپل خواخوږي مشر ته هم (نیکه) وايي، لکه: میرویس نیکه… په اوستا کښي په ساکن /ن،n/ (nyāka) دی. د داریوش په-13DSf کتیبه کښي (nayākama) راغلی په زړو آریاني ژبو کښي (niyašādayam) د سر او سر سړي په معنا راغلی دی.([2]) ښايي د داریوش د کتیبې niyāka هم له همدې څخه مشتق وي. په اوسنۍ فارسي – دري ژبه کښي نیکه ته پدرکلان او د عربي ژبي (جد) کاریږي. په پښتو کښي (نیا/nia)د پلار او مور، مور هم له همدې ریښې څرګندیږي. په ني+که/ni+kә کښي یې (ني)  ریښه وي چي د (niyašādayam) لومړی niy هم همدا دی. دویم مورفیم او وروستاړی که/kә یې ښايي د ملکیت او خپلوی د پیوند په معنا وي لکه: ولکه/walka. ول+که.

پاره،باره/para

دا مورفیم د داریوش د بیستون د کتیبې DB5.24 بند کښي د (para،پاره) د صفت په بڼه راغلی دی. خو په پښتو ژبه کښي اوس د قید په ډول هم کارېدنګ لري.:”(q.v)para-adj mean later ,possɪblyɪnhyāparam” په اوستا کښي (para) پلار ته هم ویل سوي دي چي تر واده کولو وروسته دې مقام پلوي. په سنسکریت کښي (pāra او purās) د لیري په معنا راغلی دی. په یوناني ژبه کښي (peranاو paros)لیري، لوړ هاخوا او هاغاړي په معناوو راغلی دی.([3])همداسي (para)د فعلي مختاړي په ډول هم راغلی دی. لکه: پوري +ایستل. په اوستا ژبه کښي (پارا،parā)د مخکښي په معنا راغلی دی. دا مورفیم او کلمه په فارسي – دري ژبه کښي هیڅ استعمال نه لري، د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت(لهجه) کښي اوس هم کټ مټ د (باره،barә) په بڼه او د وروسته، بیا،later یا بعد په معناوو په ورځنۍ محاوره کښي کارېدنګ لري.

– باره(وروسته) درځم.

– باره ولاړ سه.

– باره کیسه درته کوم.

– اوس مي لاس اړ دی، باره به درته ووایم.

تر کندارۍ لهجې دې جار شم – باره باره به دې کاوه مینه شومه.

– باره به پر باره بار بار کړو. لومړی (باره/bārā) د وروسته په معنا، دویم (بارهbāra) د تپې او غونډۍ په معنا، درېیم بار/bar د پلنډي او پنډک نوم دی، وروستی بار/bar فعل دی.

پر، پري، پرې/pariy

دا مورفیم د داریوش بیستون کتیبې DB 1.54 بند کښي د مختاړي په ډول کار سوی او د شاوخوا. په هکله او نورو معناګانو راغلی دی. په اوستا ژبه کښي د (pairi)، په سنسکریت کښي د (pāri)، یوناني ژبه کښي د (peri) او لاتین کښي د (per) په بڼو راغلې مورفیم دی. په اندو-اروپايي ژبمورینه کښي یې فرضي ریښه (*peri) ښوول سوې ده. ([4])په اوسنۍ پښتو ژبه کښي د سربل/preposition په ډول کارېدنګ لري. بل ځای (فرا،fra) هم مختاړی بلل سوی دی.

په اوسنۍ محاورو کښي:

– میرویس پر کور ناست دی.

– پر مزار یې شمعي بلي دي.

– پر ځای دي کښېنه!.

– پر تا نه پر ده مي زړه سوځي

برد،بر/bard

د (برد/bard) چي د پښتو ژبي په اوسنۍ محاورو کښي د (بر/bar) په بڼه، د لوړ او high په معنا کارېدنګ لري. د داریوش د کتیبې DB 1.30,32,39,52f,3.25,35,54,4.9,29,82 او DBb4f,DBh 5 , DB 1.31 bis 51 کښي راغلی مورفیم دی. د (برد) کلمه په اوسنۍ دري – فارسي کښي کارېدنګ نه لري خو د د/d فونیم په لوېدنګ سره اوس هم د پښتو ژبې په کرلاڼۍ لهجه کښي په همدې بڼه او معنا کارېدنګ لري. رولانډکینټ یې معنی لوړ/high راوړې ده.

مه/mā

د (مه/mә) مورفیم په پښتو ژبه کښي د نفي د نخښو څخه شمېرل کیږي. مخاطب دویم، او غایب درېیم شخص ته د یوه کار د نه کولو لپاره کاریږي. د پښتو ژبي دا مورفیم د بیستون په کتیبه: DB4.59,69,79 او : Dpd 18,19,bis,20,xph 39  کښي یې یادونه سوې ده. اوس هم په فارسي دري ژبه کښي ډېر عمومیت نه لري  که وي هم د پښتو څخه په فارسي-دري کښي دخیل معلومیږي، خو په پښتو ژبه کښي ډېر کارېدونکی مورفیم دی.

پایله

پښتو ژبه که تر دمګړۍ پوري د لرغونو ژبو په کتار کښي نه ده ولاړه او یواځې یې د معاصرو لاسوندونو خبره کېږي، خو له بلې خوا پښتو چي ختیځه آریاني ژبه ده، داسې زړه لغوي پانګه لري چي له خپلو همکورنیو او همګروپو ژبو سره سیالي و کړای شي.پورتني دوه وییونه او کلمې(وژل، شګه) ښيي چي پښتو ژبه په سیمه کښي یوه پیاوړې ژبه ده چي رېښه یې د خپل وخت او خویندو آریاني(زړې فارسي)- آریايي(سنسکریت) ژبو په منځ کښي په اسانۍ سره موندل کېږي. دلته ځکه په سرلیک کښي د دوو کلمو قید رانه وړل سو چي د بیستون په کتیبه او شاوخوا نورو دېرشو زړو فارسي-دري ډبرلیکونو کښي د پښتو ژبې د نورو نږه او سوچه وییونه امکان نه شي ردېدلای.

وړاندیز

د بیستون او زړې فارسي ژبې نور ډبرلیکونه چي شمېر یې تر دېرشو اوړي که د متخصصینو له خوا پښتو ته و ژباړل سي ډېر به ښه سي، ځکه په دې کتیبو کښي د پښتو ژبې د څرکونو شتون حتمي دی.

مأخذونه

۱.اورمړ،خلیل الله. مقدمه بر زبان اوستایی،اکادمی علوم افغانستان، دایرة المعارف، چاپ مطبعه نبراسکا: کابل۱۳۹۲ل.

۲. بارتولمه،کریستین. تاریخچۀ واجهای ایرانی(آریانی)، ترجمۀ، واهه دومانیان، چاّ اتحاد:تهران،۱۳۸۴ل.

۳. پاول هرن، هوبشمان. اساس اشتقاق فارسی. ترجمه فارسی:جلال خالقی مطلق، جلد اول، چاپ ایران.(…)

۴. حسن دوست، محمد. فرهنګ ریشه شناختی زبان فارسی، چاپ اول، جلد اول، چاپ تهران ۱۳۸۳ش.

۵. خلف برهان، محمدحسین. برهان قاطع، به اهتمام محمدمعین، جلد اول، چاپ دوم انتشارات ابن سینا، ۱۳۴۲ش.

۶. دوست،شینواری.زړه پانګه، لومړی چاپ،د افغانستان د علومو اکاډمي، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز: کابل ۱۳۶۳ل.

۷. دوست،شینواری.ژبپانګه،دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه:پېښور، ۱۳۷۷ل.

۸. روښان،بایزید.خیرالبیان(پښتوبرخه)، دمحمدمعصوم هوتک په سمون، علامه رشاد خپرندویه ټولنه: کندهار، ۱۳۹۹ل.

۹. صمیم، محمدآصف.وییزېرمه، احسان خپرندویه ټولنه:پېښور، ۱۳۸۱ل.

۱۰. فره شاهی، بهرام. فرهنګ پهلوی، چاپ دوم، انتشارات تهران، ۱۳۵۲ش.

۱۱. محمد پادشاه.فرهنګ آنندراج، به کوشش دبیرسیاقی، جلد اول، کتابخانه خیام، ایران ۱۳۳۵ش.

۱۲.M.A.Cantab.The inscriptions in Old Persian cuneiforms of the Achaemenian Emperors(…).

۱۳.Paul Horn,Grundriss:NEUPERSISCHEN-ETYMOLOGIE.Strassburg,1893.

۱۴.Roland G. Kent. Old Persian. American Oriental society.1950.

۱۵.Pashtoon Hoonar,Naseer,Zeeya A. Pashtoon A handbook of Pashto Verbal Conjugation part 2,Dunwoody Press,2006.

۱۶.Pokorny.An Etymological Dictionary of the Proto- Indo-European language,2007.

[1]. Kent. Roland. Old Persian. 1953,p:191.

[2].Kent. Roland. Old Persian. 1953,p194.

[3]Kent. Roland. Old Persian. 1953,p195.

[4].Kent. Roland. Old Persian. 1953,p 195.

د پښتو “څخه” ګرامري مورفیم لرغونتوب

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب