دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرژوند بې تا.../ دادمحمد ناوک

ژوند بې تا…/ دادمحمد ناوک

ژوند بې تا
لکه د نوي شاعر شعر دی
نه پرې سره چليپا کاږم
نه يې زړه نه سم لوستی شم
نه د خیال له رنګینیو
مالامال دی
نې درک د عاطفې د زمومو شته
نه يې شرنګ د اهنګ اورم
نه يې خوند د قافیو شته
نه يې وزن برابر دی
نه يې توري سره نښتي
سره څېرمه
لکه زه او ته
وصلت کې

ژوند بې تا
لکه د نوي شاعر شعر دی
نه مې موټي وچ زړګي کې
دومره زور او دومره وس شته
چې دا شعر ټوټه ټوټه کړم
د تیاره ماښام په زړه کې
د دې شمعې پر اوږده تېره لمبه يې
ټوټې وشیندم،
ایره يې کړم، ترې خلاص شم

ژوند بې تا
لکه د نوي شاعر شعر دی
نې فیسبوک کې خپروی شم
نه يې ځان سره ساتی شم
نه يې چاته
کوم نقاد ته
کوم میین ته
کوم دردمن ته
غلی چټ کې غورځوی شم

ژوند بې تا
لکه د نوي شاعر شعر دی
هم مې خپله دی ویلی
هم يې ځان ته اورومه
له خپل ځان سره لګیا یم
ځان ژوندو کې تېرومه
له عمر، له طارق لري
له یوسف او تا لري*
نه دې شرنګ د خندا اورم
نه دي وینمه ښایستوکې
له غوسې له قهره ډکې
لېونۍ اوترې سترګې
نه دي جنګ شته، نه دي مینه
دلته لرې له تا لرې
د بدرنګه میز له پاسه
زما ملګری کمپیوټر دی
د استاد* جادوګر هنر دی
د نادیا انجمن* شعرونه
په فیسبوک کې
د یارانو کمینټونه
بس سهار شي، مازیګر شي
لمر هم ډوب شي، مرور شي
شپه پخه شي، څه اوږده شي!
هر یو ګرمې غېږ ته ور شي!
زه…
دا نو چا ویل چې ژوند دی؟؟؟
۱۳۹۵-۹-۱۵

*: عمر جان، طارق جان او یوسف جان مې د زړه ټوټې دي.
*: استاد اسدالله غضنفر، جادوګر هنر يې کتاب دی.
*: نادیا انجمن، هراتۍ ځوانیمرګه شاعره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب