پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ليکل او ليکوالي | رحمت شاه فراز 

ليکل او ليکوالي | رحمت شاه فراز 

ايا عريضه ليکنه په ليکوالي کې شمېرلی شو؟ د يوه محصل مونوګراف او د بل محصل ناول، دواړو کې کوم يو ليکوالي او کوم يو یې ليکل دي؟ ډېر صورتونه کېدلی شي. مونوګراف ليکونکي ممکن يوه نوې سوژه موندلې وي او پښتو ادب کې يوه بې سارې زياتونه وشمېرل شي. د ناول ليکونکي به شاید لومړنۍ تجربه وي، ناول به يې د تخليق او هنر په معيارونو برابر نه وي‌، د زياتونې په ځای اضافي بار به وي يا به يو پوخ ليکوال د قلم له بندښت سره مخ شوی وي او په زور به يې يو څه لیکلي وي.

د تاليف او تصنيف ترمنځ فرق هم په دې اساس منل شوی، چې تاليف په يوه موضوع کې د شويو خبرو د اقتباس په بڼه ترسره کېږي او تصنيف د مصنف خپلې خبرې دي. د تاليف او تصنيف پوله تر ډېره بريده واضح او پرېړه نه ده. دواړه سره ګډېدلی شي. خو موږ چې د دواړو لپاره يوه کلمه لرو، د دغه معمولي فرق لحاظ هم نه شو ساتلی. د تاليف او تصنيف په خوا کې ترتيب او تدوين هم دي او له لومړنيو دواړو را ټيټه درجه کې دي.
ليکل او ليکوالي له يو بل سره فرق لري. ليکل د اړتيا او هدف له مخې کېږي، خو ليکوالي د الهام او انګېزې په صورت کې کېږي. ايا هغه وينا چې رهبر يې د اورېدونکو د جذباتو پارولو لپاره کوي، ليکل دي يا ليکوالي ده؟
د شعر او تقرير فرق د مخاطب په لرلو او نه لرلو کېږي. خو هغه شعر چې انقلابي رهبر د خپلې وينا د يوې برخې په توګه ليکلی وي، شعر نه دی؟ د مخاطب له مخې د شعر او تقرير فرق تر ډېره منطقي نه برېښي. په دې نظريه کې د هنر خپل ذاتي داخلي جوهر نه پاتې کېږي.
د مخاطب په ځای ډېره منطقي خبره به دا وي، چې د وينا او تقرير د اغېز ښندنې علت او معيار په متکلم کې ولټوو. د عبدالقادر جيلاني په اړه يو حکايت مشهور دی، چې يوه ورځ يې صحت ښه نه وو او د جمعې خطبې ته يې خپل زوی ولېږه. له زوی سره يې خلک ستومانه شوو، نو مريد راغی، پير جيلاني ته يې وويل، چې خلک له لرې ځايونو راغلي، که تاسو يو دوه کلمې خبرې هم وکړئ، خلکو ته به لوی سعادت وي.
پير جيلاني منبر ته وخوت، يوازې دومره يې وويل، چې نن مې طبيعت لږ ناسازه دی. په دې خبرې سره يې په غونډه کې د ژړاوو او چيغو يو شور ګډ شو او ډېر مريدان بې هوښه پرېوتل. دا حکايت هغه مشهوره خبره هم را يادوي، چې قرآن خو هر څوک وايي، خوله د ملا شاه ګل غواړي.
موږ به خپلې خبرې ته ورشو. د اړتيا له مخې شوي ليکل عموما په حافظې د فشار له مخې وي چې په دې ډول يې تاليف سره فرق نه پاتې کېږي. خو هغه خبرې چې زموږ حافظه کې نه وي او د خپل فکر او خيال په زور يې کوو، د تصنيف او ليکوالي په کټګوري کې راځي. دغه ډول ليکوالي عموما د انګېزې له مخې کېږي او ناڅاپي د انسان ذهن ته لاره کوي او انسان ليکلو ته مجبوروي.
تصنيف يوه تخليقي چاره ده، خو هر تصنيف تخليق نه دی. هغه ناول چې د تخليق په معيارونو پوره وي، موږ يې تر ډېره د پنځونې په کلمې يادوو او ښه ګڼو چې ووايو، شهکار ناول يې پنځولی دی. ناول د تخليقي ادب څانګه ده، خو هر ناول تخليق نه دی.‌ نو چې تخليق نه دی، تصنيف او ليکوالي هم نه ده، پنځونه هم نه ده.
زما په نظر هغه چاته چې يوازې ليکل يې کړي وي، د ليکونکي کلمه مناسبه ده او چې د تصنيف او ليکوالي څښتن وي، د ليکوال بلل کېدو مستحق ګرځي. په «يو څو لپې فکرونه» کې متوجه شوم، چې استاذ غضنفر هم دغه فرق ساتلی دی.
زموږ په کور کې د وطن د تاريخي ابداتو يو ډېر پنډ کتاب پروت دی. دغه کتاب سره له دې چې د موضوع له مخې ډېر مهم وو، خو څو ځله مې تر څو پاڼو اخوا ونه شو لوستلی. وجه يې دا وه، چې ليکونکي ليکل کړي وو، ليکوالي پکې نه وه‌. که همدغه معلومات د صديق الله رښتين په سفرنامه کې مخې ته راغلي وای، ډېر امکان يې وو چې څو څو ځله يې ځان راباندې لوستی وای. سفرنامه د انګېزې له مخې ليکل کېږي، له سفره راغلی کس يې اړتيا نه ويني. لاروی چې په کومو ځايونو تېر شوی او اغېز يې ترې اخيستی، خپل ذهن يې هڅوي چې دغه اغېز د قلم ژبې ته وسپاري.
ما دغه ليکنه له يوه انګرېزي فلم نه په الهام اخيستو وکړه، فلم کې يو ليکوال د قلم له بندښت يا رايټرز بلاک سره مخ وي، د دغه ليکوال بندښت زما لپاره د ليکنې انګېزه شو. په فلم کې له ليکواله پوښتنه وشي، چې ولې ليکل نه شې کولی؟ وايي، انګېزه نه ورته لرم، له درونه مات يم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب