پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه مشهد کې د افغان کونسلګرۍ پر سر جنجال پای ته ورسید،...

په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ پر سر جنجال پای ته ورسید، کونسلګرۍ فعالیت بېا پیل کړ

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) د ایران تسنیم خبري اژانس وايي، په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ، د هغې د سرپرستۍ پر سر د اختلاف له پای ته رسیدو وروسته، فعالیت بیا پیل کړ.

د تسنیم پر اساس، په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ نن اعلان وکړ چې د پاسپورټ د صادرولو او تجدید، د ویزې د ورکړې او د سفري اسنادو په ګډون د نورو چارو په ګډون د قونسلګرۍ ټول خدمات بیا پیل شوي دي.

د کونسلګرۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي چې مراجعين د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د اسد میاشتې له ۱۳ مې یعني د شنبې له ورځې له لازمو اسنادو سره کونسلګرۍ ته ورشي.

په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ د مدیریت پر سر له شخړې وروسته عبدالجبار انصار د اسد په اوومه په رسمي ډول له کونسلګرۍ ووت.

په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ د نوي مشر په توګه د “فیض الرحمن عطايي” له ټاکل کېدو وروسته، د اسد له اتمې نېټې راهیسې د دې ادارې چارې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ ایراني رسنیو وویل چې فیض الرحمن عطايي په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوي جنرال کونسل په توګه معرفي شو.

تر دې مخکې په مشهد کې د افغانستان پخواني جنرال کونسل عبدالجبار انصار تایید کړې وه چې په دغه ښار کې یې د دندې موده پای ته رسېدلې ده.

طالبانو څو میاشتې پخوا عبدالجبار انصار په مشهد کې د افغانستان د نوي کونسل په توګه معرفي کړی و، خو د ایران د باندنیو چارو وزارت ورسره موافقه نه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب