Homeخبرونهد بلوڅو د یووالې کمېټې په غوښتنه په ګوادر کې پرلت دوام...

د بلوڅو د یووالې کمېټې په غوښتنه په ګوادر کې پرلت دوام لري

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) د بلوچستان په ګوادر ښار کې د لسګونو زرو بلوڅانو پرلت له دې سره سره دوام لري چې پرون په ځینو راپورونو کې وویل شول چې د پرلت د تنظیموونکو او حکومت ترمنځ خبرې بریالۍ شوي دي.

د بلوڅو د یووالي کمېټه، چې په بلنه یې پرلته پیل شوی، وايي چې پرلت ته به دوام ورکړي.

دا پرلت پنځه ورځې پخوا پیل شو او د پاکستان امنیتي ځواکونو د هغه د مخنیوي لپاره سربېره پر دې چې پر خلکو لارې بندې کړې څو د پرلت ځای ته ځانونه ونه رسوي، د پرلتوالو د تیت پرک کولو لپاره یې له تشدده کار واخیست.

د بلوڅو د یووالې کمېټې مشره ماه رنګ بلوڅ وايي چې له حکومت سره په خبرو کې یې یو لړ شرطونه وړاندې کړي چې په هغو کې یو اساسي شرط دا دی چې د بلوڅانو د غونډو خلاف به د بلوچستان په هیڅ برخه کې له تاوتریخوالي کار نه اخیستل کېږي او ټول نیول شوي فعالان او لاریونوال به خوشي کېږي.

د پاکستان حکومت ظاهراً د بلوڅو د یووالې کمېټې له غوښتنو سره موافقه کړې خو عملاً یې تراوسه څوک خوشی کړي نه دي، له همدې کبله د بلوڅو د یووالې کمېټې تېره شپه د ایکسپاڼې له لارې له بلوڅانو وغوښتل چې پرلت ته دوام ورکړي.

د بلوڅ یووالي کمېټې په لارښوونه وروستي اعتراضونه د بلوڅ ملت په تاریخ کې کمساری ستر ولسي، سوله ییز حرت ګڼل کېږي.

د دې خوځښت مشره ماهرنګ وروسته له هغې په یوې کارزماتیکې لیډرې بدله شوه چې د بې درکه شویو بلوڅانو د برخلیک د معلومېدو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې. د اغلې ماهرنګ په اړه په لاندې لیکنه کې معلومات لوستلی شئ:

ماهرنګ بلوچ څوک ده، څه کاره ده او څه غواړي؟

1 COMMENT

  1. جاهل ظالم حکام تل هڅه کوی د نورو حق غصب او وحشت ته دوام ورکړی ؛مګر د دی حق غوښتونکو چي ټول مطالبات یی په خپل مشروع حقوقو او د ظلم په دریدو راڅرخی ،پنجابی حاکم ظالمان یی غږ نه اوری او ظلم و زیاتی نور هم تشدیدوی ،حال دا چي حل یی په عادلانه حاکمیت ، انسانی چلند او تجاوزات په ټوله معنا درول دی او دا معقوله ،قانونی او کاملا انسانی غوښتنه ده خو بالمقابل وحشی حکام د حق د ورکولو پر ځای خپل دد منشانه تفکر او امیالو د حصول لپاره ما تخفی الصدور بربڼډوی او ظرفیت د عدالت او انسانیت یی نور هم پر ځمکه غورزی ،حال دا چي ظلم درول او عدالت یواځینی حل دی. نو د مظلومانو وحدت،مرصوص صف او پوخ قیادت هر ظالم ته د پوره ماتی ګزار او د مظلوم د ښه مستقبل زیرۍ دی .ان شاء الله تعالی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...