پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه ۴ کلونو کې نژدې ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي

په ۴ کلونو کې نژدې ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په تېرو څلورو کلونو کې څه کم ۸ میلیونه افغانان بیلابیلو هیوادونوته کډوال شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د راپور له مخې، له ۲۰۲۰ م کال راهیسي په نژدې اته میلیونه مهاجرو شویو افغانانو کې ۸۵ فیصده سلنه ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا ایران ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي:«له ۲۰۲۲ کال راهیسې نژدې اته میلیونه افغانانو مهاجرت کړی، چې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هیوادونو عمدتا ایران او نژدې یو میلیون افغانانو اروپايي هیواد ته کډه کړې ده. ایران ته ۷۵ فیصده کډه شویو افغان کډوالو د کاري فرصتونو نشتون د مهاجرت د اساسي علت په توګه یاد کړی دی.»

د مهاجرت نړیوال سازمان په دغه راپور کې ایران ته د غیر قانوني لارو د یو شمیر هغو افغانانو حال بیان کړی چې له افغانستان څخه په خطرناکو غیر قانوني لارو دغه هیواد ته تللي او د لارې په اوږدو کې له بې شمېره خطرونو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور پر اساس، اکثره افغانان د دې لپاره په خطرناکو او غیرقانوني لارو له خپل هیواده وځي چې په افغانستان کې د پاسپورت په اخیستلو او همداراز د نورو هیوادونو د وېزو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري.

دغه سازمان په عین حال کې ویلي چې د هغو افغانانو شمېر هم د پام وړ دی چې له ګاونډیو هیوادونو یا په خپله خوښه یا په زوره بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر ډیر زیات دی، تیر ۲۰۲۳ کال له ایران څخه خپل هیواد ته کابو یو میلیون افغان کډوال بیرته ستانه شوي

د دغه راپور په اساس د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر پای پورې څه باندې ۵۶۷ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي او څه باندې ۴۰۶زره نور کسان بیا له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته تللي دي.

مهاجرت نړیوال سازمان د خپلو ارزونو پراساس په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل د لومړۍ ورځې د جون د میاشتې تر پایه ۵۳۲ زره او ۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او په دې موده کې ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په نورو هیوادونو کې مهاجر دي.

دې ادارې ویلي چې په دې شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د افغانستان اقتصاد خورا کوچنی شوی او ورسره لوږه او بیوزلي زښته ډېره شوې ده.

دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د لومړیو میاشتو د ارزونو پر اساس ویلي چې ددغه هیواد تر نیمايي زیات وګړي په لوږه کې ژوند کوي او نژدې ۳۶ سلنه خلک د خوړولو لپاره کافي خواړه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب