پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: تر ۶ لکه ډېرې افغان مېرمنې له حیاتي...

د خوړو نړیوال پروګرام: تر ۶ لکه ډېرې افغان مېرمنې له حیاتي مرستو بې برخې شوې

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، له خوارځواکۍ سره د مبارزې او مخنیوي لپاره یې په افغانستان کې له 1.6 میلیون څخه زیاتو امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو ته ځانګړي تغذیه شوي خواړه چمتو کړي. خو د بودجې د کمښت له امله، 600,000 نورې ښځې به له دې حیاتي مرستې څخه بې برخې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام WFP دا اعلان له خپل هغه راپوره وروسته وکړ چې په ترڅ کې یې ویلي و چې په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په هیواد کې د لوږې سخت بحران په ګوته کوي.
د جولای په لومړیو کې، د بې سرحده ډاکټرانو (MSF) ټولنې هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ زیاتیدو، د اقتصادي وضعیت د خرابیدو او پراخې بې وزلي راپور ورکړی و.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم راپور ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ سلنه نوي زیږیدلي ماشومان صحي شیدو ته لاسرسی نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب