دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتاجکستان هم د افغانستان تر پولې ریللار جوړوي

تاجکستان هم د افغانستان تر پولې ریللار جوړوي

تاند (جمعه، د اسد ۱۲ مه) له ازبکستان او ترکمنستان وروسته تاجکستان هم غواړي چې د جنوبي کوریا په مرسته د افغانستان تر پولې ریللار وغځوي.

اسيا پلس خبري رسنۍ نن راپور ورکړ چې دغه هېواد غواړي د کوريا د نړيوالې همکارۍ ادارې (KOISA) په مرسته د افغانستان پولې ته د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.

د تاجکستان د ترانسپورت وزیر عظیم ابراهیم وویل چې د دې پروژې هدف د جنوبي اسیا د هېوادونو بازار ته د تاجکستان داخلېدل دي.

اسیا پلس د عظیم ابراهیم له خولې همداراز ویلي چې که دا پروژه په بریالیتوب عملي شي، تاجکستان به د ریلګادي د ترانزیت په یوه مرکز بدل شي.

د هغه په ​​وينا، د دې پټلۍ له کبله به له ګاونډيو هېوادونو سره د تاجکستان د مالونو او محصولاتو لېږد – رالېږد زيات شي، او دا به نه يوازې تاجکستان بلکې د سيمې د نورو هېوادونو ته هم ډېره ګټه وکړي.

ترانس افغان

ویل کیږي چې د دې ریللارې اوږدوالی به د افغانستان تر پولې شاوخوا ۵۱ کیلومتره وي.

په تاجکستان کې د جنوبي کوريا ډيپلومات کيم جون سيک وويل، دا پروژه د تاجکستان لپاره د سوکاله راتلونکي په لور يو ګام دی.

د دې کوریایي ډیپلومات په وینا، دا پروژه تاجکستان ته اجازه ورکوي چې له نړیوال ترانسپورت سره وصل شي.

هغه دا هم وويل چې دا پروژه په منځنۍ اسيا کې د جنوبي کوريا لومړۍ پروژه ده.

دغه ديپلومات هيله څرګنده کړه چې دغه پروژه به په راتلونکو دريو کلونو کې په بشپړه شي.

له ازبکستان او ترکمنستان وروسته تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د افغانستان درېیم ګاونډی دی چې له افغانستان سره د ریلارې په وسیله د وصلېدو هڅه کوي.

په همدې حال کې ازبکستان جدي کار پیل کړی چې د افغانستان له خاورې د ترانس افغان په نوم د ریللارې پروژې ته تمویلوونکي ومومي او له دې طریقه ځان د ریلګاډي په وسیله تر جنوبي اسیا ورسوي.

ترکمنستان چې د افغانستان تر اقینې بندر پورې خپله ریللار رسولې، نه یوازې د جوزجان او بلخ ولایتونو له لارې له ازبکستان او تاجکستان سره د خپلې ریللارې د یوځای کېدو په لټه کې دی بلکې هڅه کوي چې له تورغونډۍ تر هرات ښاره د ریللارې په پروژه کې ونډه واخلي.

حاضردمه د ازبکستان او مزارشریف ترمنځ ریللار د افغانستان په خاوره کې یوارینۍ ریلي لار ده چې کار ورڅخه اخیستل کېږي. ایران هم تر هرات ښاره د ریللارې پر جوړولو بوخت دی او ډېره برخه یې بشپړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب